ډاکتر قدیم ارین
زموږ په هیواد کی ډیری هغه کسان چی عمرونه یی له ۵۰ کلونو لوړ وی په دې ناروِغۍ اخته کیږي. دا دردونه ګڼ شمیر لاملونه لري چې تر ټولو مهم لامل یې د هډوکو تخریبی ناروغي یا اوستیو ارترایټیس دی چې د نارینه وو په پرتله ښځې ډيرې پرې اخته کیږي او عموماٌ هغه بندونه چې زیات وزن تحمل کوي لکه د ورانه او زنګون بند زیانمنوي، دا ناروغي دوه ډولونه لري!
۱: ا بتدايي ډول چې لامل یې څرګند نه دی.
۲: ثانوي ډول چې د نورو لاملونو له کبله لکه په مفصل باندې ضربه، د بندونو مکروبي یا ګزکي کیدل، وینه لږې یا کمخوني، د شکر ناروغي، د محیطي اعصابو ناروغی، د کارتیکو ستیراید درملو ډیره کارونه، روماتیزم، نقرص، د بندونو بیځایه کیدل، په بندونو باندی په دوامدار ډول د ډیر وزن راتګ، چاقوالی د وینې سرطان او داسی نور ډیر لاملونه لری.
کلینیکی څرګندوني
درد:درد به په ځانګړي ډول د زنګون او ورانه په بند کې د سهار مهال ډیر شدید وي له ګرځیدو سره به نوره هم ډیریږي له استراحت سره به کمیږي لومړی به وقفوي وصف ولري خو وروسته به مزمن شکل غوره کړي.
سهارنۍ شخوالی:
د سهار لخوا دې ناروغانو ته له بستره پاڅیدل ډیر ستونزمن وي او نږدې تر نیم ساعته د بندونو دا شخوالی دوام کوي او وروسته ورو ورو کمیږي.
د وظیفی کموالی:
په دې ناروغي کې مفصل ناتوانه کیږي او حرکات یې کمیږي چې عمده علت یې درد او شخوالی دی.
پړسوب:
په اخته بندونو کې به کلک هډوکی پړسوب ولیدل شی او کله کله پړسیدلی مفصل له اوبو ډک وي.
اضافی اوازونه:
د حرکت پواسطه په مفصل کې اضافی اوازونه اوریدل کیدای شي په ځانګړی ډول د لمانځه د ادا په مهال یا هم د نورو ورځنیو حرکاتو په وخت ناروغ د خپل مفصل د خاص اواز او کرپاری څخه شکایت کوی.
عضلی کمزوری او ویلی کیدل:د مفصل شا وخوا عضلات کمیږي او د بند هډوکینه برخه لویه ښکاري.
سوشکل: په ځانګړي ډول د زنګون مفصل ډیری وخت دباندې او یا دننه خوا ته کوږوالی پیدا کوي او یا قاتیږي چې ناروغ بیا نشي کولای هسکه غاړه وګرځي نو ځکه دا ناروغان په ټیټه ملا اویا په عامه اصطلاح په نیم قامت ګرځي.
تشخیص
دا ناروغی همیشه په کلینیکي ډول تشخیص کیدلی شی یعنی ډيرو پيچلو معایناتو او مداخلو ته اړتیا نلری همدا شان د ډاکټرانو لخوا د دې نارغۍ پیژندنه ډیره ستونزمنه نه ده.
ډاکټرصاحب ارین،
ګټور معلومات دي لیکلي
بریالی اوسې.