جمعه, فبروري 6, 2026
Homeکلتوردوکتور نثار د څېړنوالۍ علمي رتبې ته له خپلې څېړنې دفاع وکړه

دوکتور نثار د څېړنوالۍ علمي رتبې ته له خپلې څېړنې دفاع وکړه

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۹)‏ د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي نوماند څېړنوال دکتور نورالحبیب نثار له خپلې علمي – څېړنيزې رسالې «د پوهاند الهام پښتو ګرامر طرح؛ له عنعنې څخه د نوښت په لوري لومړنی ګام [شننه او ارزونه]» څخه د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه په بریالۍ دفاع وکړه.

علومو اکاډمۍ ویلي، چې نوموړي په دغې علمي- څېړنیزه پروژه کې د پوهاند الهام پر ژوند، هلو ځلو او زمانې بحث کړی؛ د پوهاند الهام د پښتو ګرامر طرح یې را اخیستې او په وروستي فصل کې یې «د پښتو ګرامر طرح د نوښت په لوري لومړنی ګام» تر سرلیک لاندې د دې طرحې شننه او ارزونه کړې ده.

دغه رساله په پايلې، وړاندیزونو او مأخذونو راټوله شوې ده.

ښاغلی نثار چې په پښتو ادبياتو کې دوکتورا لري، د طالبانو له واکمنيدو وروسته له یو شمېر نورو لیکوالو سره په علومو اکاډمۍ کې پر دندې ګمارل شوی او د پښتو ژبې له مشهورو لیکوالو څخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...