شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د میرمن رخشانې (حمیده وزیري) لنډه پېژندنه

د میرمن رخشانې (حمیده وزیري) لنډه پېژندنه

محمد بشیر دودیال

میرمن رخشانه د افغانستان نامتو اماتور سندرغاړې وه چې اصلي نوم یې حمیده و، کورنی تخلص یې وزیری و. په ۱۳۲۰ل.(۱۹۴۰م.) کال یې په کابل کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. دا وخت یې کورنۍ له لویې پکتیا څخه کابل ته ځکه راکډه شوی وه، چې کابل کې یې دپلار رسمی دنده وه.  پلار یې  اصیل خان وزیری نومېد، چې د افغانستان د شاهی دولت په پوځ کې د اردو صاحب منصب او د جنرالی رتبه یې لرله. مور یې بی بی خدیجه طرزی د کابل ښار د نجونو په یوه ښوونځی کې ښوونکې وه. په دې توګه حمیده یوه روڼاندی کورنۍ کې وروزل شوه، چې نه یواځې د ا چې لیک لوست یې زده کړ، بلکې د هنر او موسیقی له هنر سره یې هم مینه پیدا شوه، ځانته یی (رخشانه) هنری نوم غوره او د افغانستان یوه نامتو سندرغاړې شوه. د دې تخلص په غوره کولو سره یې د لرغونی آریانا یوه اسطوره هم راژوندۍ کړه. د هغې په روزنه او هڅونه کې مور او پلار دواړو رول درلود. د رخشانې مور هم دموسیقی په اساساتو پوهیده، خصوصاً کلاسیکه موسیقی او هارمونیه کی یې پوهه اولاسبری و. په دې توګه میرمن حمیدې  لومړی د میرمنو ټولنی( اوسنۍ زینب نندارې) په پروګرامو کې برخه اخیسته.  هغی د مور د ورځې ، د ښوونکي د ورځې او د استقلال دبیا تر لاسه کولو جشنونوکې په مینه برخه واخیسته او ټول هیوادوال یې ښکلي غږ او عالی استعداد ته حیران شول. په دې توګه تر څلویښتمې لمریزې لسیزې پورې د افغانستان اماتور هنرمندانو لکه: ناشناس، مهوش، ظاهر هویدا، ځلاند،ناهید، حبیب شریف، ژیلا، احمد ظاهر او نورو په ردیف کې راڅرګنده شوه. هغې له افغانستان بهر؛ ایران، تاجکستان او پېښور کې هم ډیر مینه وال لرل او لري یې. په راډیو افغانستان کی یې تر ۶۰۰ زیاتې سندری ثبت او ضبط دي، خو تلویزیون کې کومه سندره نه لري، داځکه چې هغه د تلویزیون تر راتګ دمخه د لومړي جمهوری نظام په کال، دهغه وخت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ډاکتر نوین سره په اختلاف اخته شوه، نو ځکه  امریکا ته مهاجره شوه او د مړینی تر وخته(۱۳۹۹ل=۲۰۲۰م.) هلته وه او په اتیا کلنی عمر کې هلته وفات شوه(فردوس جنت یې نصیب شه). رخشانې په شیک او ښکلی لباس، مودبو او فصیحو مرکو اوخبرو، عالی اخلاقو، اوچت کرکتر او ملی وطنی غرور اواحساس کې نوم درلود. د وخت مهمو مناسبتونو او غونډو کې يې برخه لرله. هغې دملی ورځو د کنسرتونو برعلاوه، یو شمېر بهرنیو هیوادو لکه شوروی اتحاد، ایران، دامریکا متحده ایلاتو او هند ته سفرونه کړي و. د میرمن رخشانې عکس د افغانستان د راډیو د نامتو هنرمندانو لکه استاد سراهنګ، میرمن قمرګل، بیلتون، ګل زمان هماهنګ او نورو سره د راډیو د کنفرانسونو د تالارعمومی لوی دهلیز کې و  او دا ویاړ یې هم په برخه و چې ببرک ویسا د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ملی سرود د ثبت لپاره هم  بلنه ورکړې وه.  هغی د استاد سلیم سرمست تر لارښوونی لاندی د فولکور موسیقی له ارکستر سره هم څو سندرې ثبت کړي دي، نورې سندرې یې استاد خیال، استادننګیالي، سلیم کندهاری ، شرار او زیات شمیر یې خپله کمپوز کړي دي، یو شمیر یې محلی او فوکلور دي. یوه سندره یې د افغانستان د یوه غوره فلم(طلبګاری) لپاره ثبت شوی ده. له نورو هنرمندانو لکه قمرګلی او نورو سره هم ګډې سندرې لري. نامتو سندرې یی دادي:

  • ډیوه که بله ملغلری ټولوومه وشلیده د غاړې هار می وشلیده…
  • ومورې رادم که لړم دی لړم دی…
  • آهوی من رمیده…
  • شینواری لونګینه..
  • چشم سیاه داری…
  • پاس دې تنګي مستې ځدراڼې جینکۍ ژاړی…
  • نری باران دی په تیرا یی وروینه….

نامتو سندرغاړې مېرمن رخشانه وفات شوه

4 COMMENTS

  1. مننه دودیال صاحب د روخشانی د لنډی پیژندنی څخه، ما فکر کاوه چه روخشانه غیر پښتنه وه، خو ستاسی محترم لیکنی می معلومات تازه کړل.

    نو بیا دا تعصب د پخوا څخه موجود وه.

    په راډیو افغانستان کی یې تر ۶۰۰ زیاتې سندری ثبت او ضبط دي، خو تلویزیون کې کومه سندره نه لري، داځکه چې هغه د تلویزیون تر راتګ دمخه د لومړي جمهوری نظام په کال، دهغه وخت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ډاکتر نوین سره په اختلاف اخته شوه، نو ځکه امریکا ته مهاجره شوه او د مړینی تر وخته(۱۳۹۹ل=۲۰۲۰م.) هلته وه.

  2. افغان صاحب، نه د تعصب خبره نه وه. څه اداری مسایل و. ارواښاد داکتر نوین یو ډی منضبط شخص و. میرمن رخشانه هم یوه معروره او د جنرال لور وه . ورسره هنری اوچت نوم هم تاثیر درلود. د تعصب خبره نه وه، د افغانستان لومړنی جمهوریت کی دا ډول څو پېښې ولیدل شوی، خلکو ته د مرحوم مالک عبدالرحیمزی کیسی بیا بیا وریادیدی. خو په مجموع کی د افغانستان یوه ښه دوره وه د افرادو مشکلات انفرادی و دومره هم مهم نه بلل کیدل، خو وطن مخ په ترقی روان و .

  3. ښاغلی پوهاند دودیال صاحب
    سلامونه

    سمه ده چه تاسو محترم واضع کړه، چه ارواښاد داکتر نوین یو ډیر منضبط او با دسپلینه شخص وه. مګر ارواښاده میرمن رخشانه(حمیده وزیري) هم یوه مغروره او د جنرال لور وه.

  4. په تلویزیون کې یې یوه سندره شته چې تر تلویزیون مخکې یې د غلغلې په رستورانت کې په کنسرت کې ثبت کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب