Homeخبرونهاقتصادي خبرونهيوسایډ په لغمان کې د کبانو ۴۰ فارمونه جوړوي

يوسایډ په لغمان کې د کبانو ۴۰ فارمونه جوړوي

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۹)‏ د لغمان لپاره د طالبانو د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن د امریکا د پراختيايي مرستو د ادارې په (۱۹۷۰۰۰) امریکايي ډالرو د کبانو د ۴۰ تولیدي فارمونو د جوړیدو خبر ورکړی.

محسن ويلي ، چې د هر فارم لپاره ۱۰۰۰ متره مربع ځمکه په نظر کې نیول شوې چې د مرکز سربېره په قرغیو، الیشنګ، الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې جوړیږي.

سرچینه زیاتوي، هر فارم به د ۱۸۰۰ ماهیانو د تولید ظرفیت ولري چې هممهاله به ټولو فارمونو کې ۱۰۰۰ زر تنو ته د کارروزګار زمینه برابره شي.

نوموړي وویل چې دیادو پروژو په تطبیق سره به د لغمان ولایت سربیره نورو ولایتونو ته دماهیانو صادرات زیات شي .

د ځایي سرچينو د معلوماتو له مخې د ژمي په روان موسم کې په ورځني ډول شاوخوا یو ټن د بهر هېوادونو څخه وارد شوي کبان په لغمان کې خرڅیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...