جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د اروپا تر ټولو زړه ښځه مړه شوه

د اروپا تر ټولو زړه ښځه مړه شوه

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۹) د نړۍ تر ټولو زړه ښځه، چې یوه راهبه وه، د ۱۱۸ کلونو په عمر مړه شوه.

دا فرانسوۍ ښځه لوسي راندون نومېده، خو په «اندرې خور» مشهوره وه.

دا چې د فرانسې د زړو خلکو په یوه هستوګنځي کې اوسیده، د خوب په حال کې مړه شوه.

اغلې راندون په ۱۹۰۴ م کال د فرانسې په جنوب کې زېږېدلې وه او په ۱۹۴۴ کې راهبه شوه.

دې په خپل ۱۱۸ کلن ژوند کې دوې نړیوالې جګړې، چې هیواد یې پکې مهمه ونډه لرله، ولیدې.

همداراز د دې په عمر کې په فرانسې کې ۲۷ ولسمشران واک ته ورسیدل او له واکه لېرې شول.

اغلې راندون د خپل اوږد عمر د راز په اړه یو مهال خبریالانو ته ویلي و:«صرف خدای په دې پوهیږي.»

ځینې ارواپوهان وايي چې پر اخرت او خدای باور له انسان سره مرسته کوي چې هیله له لاسه ورنه کړي او له ستریس او نهیلۍ سره ډېر مخامخ نه شي.

دا په وروستیو کلونو کې د اروپا تر ټولو زړه ښځه ګڼل کېده خو د تېر کال په اپریل کې یوې ۱۱۹ کلنې جاپانۍ ښځې، چې کانه تاتاکا نومېده، د ریکارډونو په کتاب (ګینس) کې د نړۍ تر ټولو د زړې ښځې نوم ثبت کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب