چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهط-انو ته د ملګرو ملتونو د پلاوي خبرداری؛ د ښځو مزاحمت بس...

ط-انو ته د ملګرو ملتونو د پلاوي خبرداری؛ د ښځو مزاحمت بس کړئ، کنه مرستې بندیږي

تاند:( چارشنبه، د جدي ۲۸)‏ د طالبانو د رژيم چارواکو تایید کړه، چې کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد په مشرۍ د راغلي پلاوي غړو پر ښځو د لګولو افراطي قیوداتو له امله افغانستان سره د مرستو د بندېدو خبرداری ورکړی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه خبرداری د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجراییه رییسې سیما باهوس د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د پلاوي د‌ لیدنې پر وخت ورکړی.

طالب لوري د ملګرو ملتونو پلاوي ته ګیله کړې، چې د دوی رژيم ېې تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی او هم ېې د طالبانو طالبانو مشران د سفرونو د بندیز له تور لیسته نه دي ويستي.

د ملګرو ملتونو پلاوی نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم په جلا – جلا توګه لیدلي وو.

طالبانو څه موده مخکې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو او په نادولتي موسسو کې ېې پر کار کولو بندیز ولګاوه، چې سختو مخالفتونو سره مخ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب