شنبه, اپریل 27, 2024
Home+نامتو سندرغاړې مېرمن رخشانه وفات شوه

نامتو سندرغاړې مېرمن رخشانه وفات شوه

تاند- میرمن رخشانه چې اصلي نوم یې حمیده او هنري نوم یې فروزان و، د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۲۱) د امریکا په متحدو ایالتونو کې وفات شوه.

رخشانه د افغانستان په ښځینه سندرغاړو کې یوه تر ټولو مطرح او نوموتې سندرغاړې وه. دې په خپل هنري ژوند کې سلګونه پښتو او دري سندرې ویلي چې اکثره یې په خپل وخت کې تر ټولو ډېرې اورېدل کېدونکې او خوښېدونکې سندرې وې. لا هم هغه سندرې چې څو لسیزې پخوا مېرمن رخشانې ویلي د نورو سندرغاړو له لوري ویل کېږي.

د دې د سندرو شمېر تر ۶۰۰ اوړي.

مېرمن رخشانه اصلاً د پکتیا وه خو په کوهدامن کې زېږېدلې وه.

د دې پلار جنرال اصیل خان په کابل او شمالي کې دندې لرلې او له همدې کبله رخشانه په کوهدامن کې دنیا ته راغله. زده کړې یې په ملالۍ لیسه کې کړي وې.

مېرمن رخشانه د انګریزانو پر ضد د خپلواکۍ د جګړې د یوه اتل جنرال اصیل خان لور وه، مور یې بی بی خدیجه طرزي د کابل د نجونو د ښوونځي له لومړنیو ښوونکو څخه وه چې موسیقي او خیاطي یې تدریسوله۔ او موسیقي ته د مور له لوري تشویق شوه.

دې ته د رخشانې نوم استاد عبدالروف بېنوا، چې هغه وخت د افغانستان د مطبوعاتو ریس و غوره کړ.

خو د داوود خان د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر نوین له رخشانې سره په نامعلوم دلیل اختلاف درلود او د دې د هنري فعالیت مخه یې نیوله.

د ثور له کودتا وروسته مېرمن رخشانې امریکا ته پناه یووړه. ویل کېږي چې د کرزي د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې بېرته هیواد ته راغله خو د کرزي د وخت د کلتور وزیر رهین ورسره ښه چلند ونه کړ او دا مجیوره شوه چې بېرته امریکا ته لاړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب