شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره پلان جوړ...

د کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره پلان جوړ شوی

تاند (پنجشنبه د جدي ۴) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د هېواد د بېلا بېلو برخو نیولو په برخه کې له ماتې وروسته اوس هدفي وژنې پیل کړي دي.

مسؤلان وايي، ددې کار لپاره یې ځیني پلانونه په لاره اچولي چې په پلي کولو سره به یې د هدفي وژنو مخه ونیول شي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن پنجشنبه په کابل کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې د طالبانو بریدونه له مقاومت سره مخامخ دي.

د ښاغلي اندرابي په خبره، طالبانو په کندهار، هلمند او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې ماتې خوړلې او کوم پلان چې یادې ډلې د ۲۰۲۰ کال لپاره جوړ کړی و ناکام شوی دی.

دده په وینا، یاده ډله نه ده توانېدلې چې د قطر په خبرو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیمې سقوط کړي.

مسعود انداربي زیاته کړه، طالبانو هدفي وژنو ته مخه کړې، څو د سولې په خبرو کې امتیاز تر لاسه کړي، خو زیاتوي چې دغه ډول کړنې بې له دې چې ددې ډلې په مقابل کې د خلکو نفرت راوپاروي بل هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

خو د کورینو چارو وزیر وویل، پولیسو او ملي امنیت د هدفي وژنو لپاره تدابیر نیولي، خو په دې اړه یې تر دې ډېر جزیات ور نه کړل.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي چې د ډېرو پېښو مسؤلیت یې تر اوسه کوم چا یا ډلې نه منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب