جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد ښځو د حقونو فعاله فرشته کوهستانۍ په کاپیسا کې ووژل شوه

د ښځو د حقونو فعاله فرشته کوهستانۍ په کاپیسا کې ووژل شوه

تاند (پنجشنبه د جدي ۴) د ښځو د حقونو او مدني فعاله فرشته کوهستانۍ د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نن ماښام شاوخوا ۵ بجې موټرسایکل سورو کسانو د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ په دهنو عزت خیل سیمه کې د ښځو د حقونو او مدني فعالې فرشته کوهستانۍ برید کړی، چې له امله یې نوموړې وژل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې برید کې د مېرمن فرشتې ورور ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې، فرشته کوهستانۍ له کابل څخه کاپیسا کې خپل پلرني ځای ته تللې وه چې نامعلومو وسله والو پرې برید کړی او وژلې یې ده.

بلخوا یو شمېر راپورونه وايي چې د وسله والو په برید کې د فرشتې ورور هم وژل شوی دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې برید مسؤلیت نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل سربېره په ولایتونو کې هم هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...