دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهدانش: دښمن په خپلو بریدونو د ملت او دولت ترمنځ د واټن...

دانش: دښمن په خپلو بریدونو د ملت او دولت ترمنځ د واټن پيدا کولو هڅه کوي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۴) د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي، دښمن په دې وروستیو کې په هېواد کې د څارنوالانو، خبریالانو، ښځو، مدني فعالانو او د بشري حقونو پر فعالانو بریدونو سره هڅه کوي چې د افغان دولت او ملت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

دانش په خبره دوی پلان لري په د ې سره د سولې پروسه ګډوډه کړي.

د ولسمشر دوهم مرستال چې نن یې په کابل کې د بشري حقونو د مدافعانو لومړني کنفرانس ته خبرې کولې هېواد کې وروستیو ترهګریزو هدفي بریدونو ته په اشارې وویل، ټول هېوادوال باید د هېواد د اصلي دښمنانو پر وړاندې خپل صفونه لا پیاوړي کړي.

هغه زیاته کړه افغان ولس باید اجازه ورنکړي چې د افغانستان دښمنان د روانې جګړې له لارې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

سرور دانش وایي دښمن هڅه کوي چې په خپلو بریدونو سره، د افغانانو ترمنځ وحشت خپورکړي او په دې سره د افغانستان شل کلنې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي.

دی وایي وروستۍ پېښې د مذاکرې پر مېز امتیازات تر لاسه کولو او د سولې پروسې ګډوډولو لپاره ترسره کېږي.

سرور دانش داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې هدفي وژنو او نا امنۍ سخت زور اخيستی دی.

آن په مرکزونو کې هم د هدفي وژنو او وسله والو نښتو راپورونه ډېر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب