شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهصالح: ملا برادر له پاکستان مننه وکړه چې له دوی سره مرسته...

صالح: ملا برادر له پاکستان مننه وکړه چې له دوی سره مرسته کوي

تاند(پنج شنبه، د جدي ۴) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ملا برادر په کراچۍ کې درې کارونه وکړل د خپلو ټپيانو پوښتنه یې وکړه، د طالبانو له روزنیز مرکزه یې لیدنه وکړه او د پاکستان له حکومت یې مننه هم وکړه چې له دوی سره مرسته کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ملابرادر په کراچۍ کې درې کارونه وکړل، لومړی یې د هغو تروریستو ټپي طالبانو پوښتنه وکړه چې د پاکستان په دولتي روغتون کې بې وېزې پراته دي.

صالح وايي، برادر بیا ولاړ طالبانو روزنیز مرکز ته او هغوئ یې ښه وستایل نورو تروریستي کارونه ته یې وهڅول او بیا یې د پاکستان له حکومت مننه وکړه چې د دوی د تروریستانو په روزلو کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې دی چې وروسته تر هغه چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات رخصت شول د افغان حکومت مذاکراتي ټیم کابل ته راغلو او د طالبانو مذاکراتي پلاوی پاکستان ته لاړ.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو ځینې ویډیو ګانې خپرې شوې چې په هغه ښکارېدل چې ملابرادر په کراچۍ کې د طالبانو زخمیانو ته ورغلی او هغوی ته یې وینا کوله.

ویل کېږي په هغه روغتون کې چې د طالبانو ټپيان تداوي کېږي د پاکستان له معتبرو او دولتي روغتونو څخه دی.

2 COMMENTS

  1. امرالله صالح یا پخپله دماغي خلل لري او یا په افغانانو باندي د ناپوهو ګومان کوي.
    یو حرکت له منظم اردو او د ستر زبرځواک له له لښکرو سره شل کاله کیږي په جګړه بوخت دی، تر شپيته فیصده زیاته جغرافبه یې تر کنترول لاندي ده….

    امرالله اوس خبر شو چې پاکستان کې د طالب استازي څه کوي او څه نه کوي.
    نو که ته له هر کافر او مسلمان سره د قدرت او پيسو په خاطر معامله کوې، طالب یې ولي ونه کړي؟؟؟
    که ستا زخمیان د هندو په کورکې تداوي کیږي، نو د طالب ټپيان ولي د پنجابي په کور کې تداوي نه شي؟

    ستا او امر صاحب شاه مسعود زخمیان په کلاب کې نه تداوې کیدل؟
    د هغې تداوي او د همدغي فرق په څه کې دی؟

    پر افغانانو یې فرق نشته، وطن بر بادونکی او پلورونکی که نکټایي والا وي او یا پټکي والا

  2. ښاغلیه محمده! د امرالله صالح خبرې تکرار احسن دي. باید هره ورځ وویلې او تکرارې شي. رښتیا افغانان سترګي لري او هرڅه ویني

    که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
    خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې

    د لاندې د افغان دولت او ښاغلي امرالله خان فرقونه له بېسواده او بې مغزه لیوني طالب سره

    دولت سرکونه، پلونه، ښوونځي، روغتونونه او عام المنفعه تاسیسات جوړوي
    طالب څرنګه ځان مسلمان او افغان بولي چې یې خپل د بادار په امر
    یې ورانوي

    نړۍ ترقي او پرمختګ کوي
    طالب د افغانستان د پرمختګ دښمن دي. خپل د وطن بې ګناه داکتران، څارنولان، معالمین، انجینران او پوهان وژني

    دولت له شتمنو هیوادونو مرسته غواړي
    طالب یې له هغو غواړي چې پخپله ګدایګر دي

    هند د افغانستان په بیاجوړونه کې میلیاردونه ډالر مصرف کړي
    خو پاکستان په افغانستان کې هیڅ لاس ته راوړنه نه لري. او ټول مصارف او تمرکز یې د تروريستانو په روزلو، دافغانستان په ورانولو او د بې ګناه افغانانو په وژلو کړي دي. او دې ټولو ته طالب زمینه برابره کړې ده
    داسی په سلهاوو نور موضوعات شته
    اوس قضاوت ستا په لاس کې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب