چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeمقالېملی دسترخوان یا په نس مړونه

ملی دسترخوان یا په نس مړونه

حفیظ الله حفیظ، د نړیوالو اړیکو ماسټر 

په ولسواکه نظامونو یا هر ډ‌ول نظامونو کې درې ګوني قواوې (مقننه، قضایه او اجرایه) یا نور مدني او ټولنیز نهادونه؛ د تقابل لپاره نه دي رامنځته شوي بلکې د دې نهادونو د شتون فلسفه د یو بل د تقویې، اصلاح، ترمیم، متوجه کیدلو او په ټوله کې د دایروي خط ځخه د نه سر غړونې لپاره د یو بل په څنګ کې کار کول دي، درې واړه قواوې د قانون حاکمیت او ټینګښت، د یو قوي او په ځان بسیا هېواد لپاره کار کوي چې حد اقل وګړي یې د «نسلوږې» څخه و نه کړيږي. خو په عمل کې او په ټوله نړۍ کې د اجرایه قوې حیثیت او صلاحیت تر نورو دواړو قواوو لوړ دی، هغه ځکه چې د اقتصادي قدرت/منابع، نظامي قدرت/منابع او سیاسي قدرت په ټوله کې د قدرت تمرکز هم همدلته دی او دغه منابع او قدرت همیشه د نورو قواوو پر وړاندې د ابزار په توګه استفاده کولای شي.

د حکومتونو لومړنۍ وظیفه داده چې د خلکو ژوند خوندي کړي او په نس یې ماړه کړي د پارلمان وظیفه داده چې د خپل وږي نس لرونکو موکلیونو د ارادو اظهار لپاره په حکومت فشار راوړی او د نس مړولو لپاره ورسره په ګډه داسې پروګرام جوړ کړي چې هم وږي ماړه شي او هم مستحق کسان بې برخې نشي پدې ځای کې د پارلمان وظیفه په کلکه توګه د حکومت د اجرایوي او عملیاتي پروګرامونو څخه څارنه ده.

ملی دسترخوان(د وږیو په نسمړول) چې د حکومت په لابي ګرۍ د نړیوالو مرسته کوونکو نهادونو په ځانګړي پاملرنې سره پدې حساسو شرایطو کې په لار اچول کیږي باید لاسنیوی یې وشي. د شک پرته په ځینو برنامو کې چې حکومت او دخلکو استازو له خوا د وچې ‌ډوډۍ په ویش کې ځینې بې انصافۍ را منځته شوې پدې کې ټوله پړه د څار بنسټونو ده د څار بنسټونه دومره ویده دي چې یو سند یې هم د بېلګې په توګه وړاندې نکړ یوازې له آرام ټربیونه یې په حکومت غږ وکړ چې غلا مه کوئ چې دا کار بسنه نه کوي.

د حکومت وظیفه ده چې ځینې ملی او محلی (یا هر ډول ممکن) پروګرامونه عملي کړي(اجرایوي او عملیاتي صلاحیتونه).

ولسي جرګه هم دا دنده لري چې د حکومت د فعالیتونو څخه په کلکه څارنه وکړي او کنترل یې کړي، د بې عدالتۍ یا کم کارۍ په وخت کې په مستنده توګه د کار د اجرا مانع شي چې پدې وخت کې ټول ملت په ځانګړي توګه مؤکلین یې تر شا دریږي.

که چېرې واقعا نیت او اراده مو خلکو ته خدمت وي د دوبي رخصتۍ یې تر ټولو ښه او مناسب وخت دی له ټولو اداري کارونو نه خلاص یاست د ولس غوښتنې او ستونزې په اوسنیو شرایطو کې همدا دي ۴۵ ورځې یې په کلکه وڅارۍ د سرغړونې په صورت کې قانوني اقدام وکړئ کنه د خپلو رخصتیو ارام تیرولو لپاره د ملي دسترخوان یا د وږیو په نس مړولو سره عقده مندانه برخورد مه کوئ!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب