جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهملا ضعیف:د امر بالمعروف ملا مې د ښځې د وهلو له امله...

ملا ضعیف:د امر بالمعروف ملا مې د ښځې د وهلو له امله خټو کې خښ کړ

تاند:( شنبه، د دلوې اوله)‏ ‏د طالبانو د تېرې واکمنۍ يوه مقام ملا عبدالسلام ضعیف د دوی له تېرې واکمنۍ څخه خپلې ځینې خاطرې رسنیزې کړي دي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې د کابل په شهرنو سیمه کې د جمعې لمانځه ته د تګ کيسه کړې او ویلي، چې د امر بالمعروف يو ملا ېې د يوې چادري لرونکې ښځې د ډبولو له امله په خټو کې منډلی و.

د ده په وينا،‌ له دې پېښې وروسته د جمعې لمونځ هم ترې پاتې شوی و، خو امر بالمعروف وزارت ور غوښتی او له معلوماتو وروسته بښلی و.

ملا ضعیف د طالبانو د تېر رژيم د سقوط کيسه هم کوي او لیکي:« کله چې دامرېکا د یرغل په نتیجه کې کابل سقوط کاوه، د کابل له شماله د ټلوالي کسان کابل ته راروان وو، ما د ټلویزیون له پردې څخه تعقیبوله، هم دغه د دوی سره راروان وه او د طالبانو شهیدان یې په لغتو وهل.»

په پاکستان کې د طالبانو د تېر رژيم سفير دا هم وايي، چې د خپلو دغو لنډو خاطرو د لیکلو ارزونه به وروسته رسنیزه کړي.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو له منطقي مشرانو څخه ګڼل کیږي او تمه کیده، چې د دغې ډلې له بيا واکمنيدو سره به لوړپوړی مقام وي، خو ليدل کيږي چي د هغه تر څنګ د طالبانو د تېرې واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او نور منځلاري او په خلکو کې مطرح طالب مشران اکثره په حاشيه کې ساتل شوي او تر ټولو سخت دریځو طالبانو پر واک منګولې خښې کړي دي.

5 COMMENTS

  1. پنجابیان پوهیږي چې د ملا ضعیف سر اوس خلاص شویدی . د سیاست په الف او ب لږ و ډېر پوهیږي او له بلې خوا هغه د یوه دولت رسمي دیپلومات چې په توهین آمیزه شکل سره یې خپل نظامي سیاسي متحد ته سپارلی وو ، ستاسو له یاده نه ده وتلې ، نو ځکه ملا ضعیف ، مولوی متوکل او ملا معتصم آغا په حاشیه کې اوسي .
    د پنجابي استعمار له پاره جاهل او حمار ډوله کسان لکه ملا نډیم ، ملا حکیم ، ملا باقي وغیره په درد خوري چې هر امر ته یې په یوه پښه وګډیږي .

  2. ملا ضعیف صیب تالبانو چی کومه تګلاره خپله کړی نو لیری نه ده چی که خدای کول د افغانستان ولس به نه یوازی د امر بالمروپ ملایان بلکه د ورک ملا هیبت الله پوری ټول په خټو کی یوه ورځ خښ کړی.

  3. ملا ضعیف یو معقول انسان دی خو نن سبا د طالبانو اعمال دومره ضد د اسلام او انسانیت دی چی یوه ورځ به حتمی راځی چی نور بیا خلک د ملا پسی لمونځ هم ونکړی او هر چیری چی ملا پیدا کړی په خټو یی ومنډی ـ

  4. this peoples are humans.
    do not use your power,
    peoples need for help.
    give hands to peoples,
    al lah is with this peoples.
    thank you
    ZENDAH BAAD GREAT MULA SAHIB ABDUL SALAM ZAAEEF SAHIB

  5. راز محمد ورور:
    نوره غلطی په هر صورت خو انگلسی وی الله تعالی داسی لیکه: Allah, حتی بهتره داده چی الله ولیکی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب