دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهروسیه: افغانستان سره د مرستو نړيوال کنفرانس به ژر تر سره شي

روسیه: افغانستان سره د مرستو نړيوال کنفرانس به ژر تر سره شي

تاند:( شنبه، د دلوې اوله)‏ ‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په نیږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د مرستو د نړيوال کنفرانس د ترسره کیدو خبر ورکړی.

نوموړي په دې اړه، چې دا کنفرانس به د چا په کوربه توب او ګډون تر سره شي، څه نه دي ويلي.

هغه په ياد شوي کنفرانس کې د يو شمېر هېوادونو او په خاص ډول د سيمې د ګډون او د افغانستان له سولې او ثبات څخه ېې د ملاتړ خبر ورکړی.

د روسیې ځانګړي استازي تېره اونۍ کابل ته سفر کړی و.

هغه د ياد شوي سفر پر مهال د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره د دوی د رژيم د په رسميت پېژندلو په اړه هم خبرې کړې وې.

د چارو شنونکي په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له ملاتړ سره بیا هم، بحراني شرايطو کې افغانانو سره د سیمې هېوادونو ناڅیزه مرستې نقدوي او غلولونکي يې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب