Homeکلتورد‌ شاه رخ خان« پټان» فلم ته د ۱۴۵ میلیونه کلدارو ټکټونه...

د‌ شاه رخ خان« پټان» فلم ته د ۱۴۵ میلیونه کلدارو ټکټونه اخيستل شوي

تاند:( شنبه، د دلوې اوله)‏ ‏د هندوستان د باليووډ سېنما د مشهور فلمي ستوری شاه رخ خان د راتلونکي جنجالي فلم “پټان” لپاره د ۱۴۵ میلیونه هندي روپيو په ارزښت ټکټونه مخکې له مخکې پلورل شوي.

د فلم جوړوونکو تمه ښودلې چې دا فلم به جنورۍ په ۲۵ د خپرېدو په لومړۍ ورځ ۴۵۰ میلیونه هندي روپۍ عاید ولري.

پټان فلم په هندي ټولنه او رسنیو کې پراخ غبرګونونه را پارولي او ډېرو خلکو ورسره له لیدلو مخکې د پرېکون اعلان هم کړی.

د شاه رخ خان، ډیپيکا پډوکون او جان ابراهیم په دې فلم ۲.۵ میلیارده هندي روپۍ لګښت راغلی چې څلور ورځې وروسته به نندارې ته وړاندې شي.

تر اوسه د دغه فلم ډېر جزییات نه دي رسنيز شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...