Homeخبرونهاقتصادي خبرونههلمند کې يوه پانګوال په ۶۵ میلیونه افغانیو د‌ پنبې فابریکه جوړه...

هلمند کې يوه پانګوال په ۶۵ میلیونه افغانیو د‌ پنبې فابریکه جوړه کړه

تاند:( شنبه، د دلوې اوله)‏ ‏ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۶۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې د ځايي چارواکو په وينا په یوه ساعت کې د درې ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.

دغه فابریکه د لښکرګاه ښار اړوند په بولان سیمه کې جوړه شوې چې د پرانیستې په مراسمو کې یې یو شمېر چارواکو او صنعتکارانو ګډون کړی وو.

یاده فابریکه د ۶۵ میلیون افغانیو په پانګونه، د اتو میاشتو په موده کې جوړه شوې چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته په کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

دغه فابریکه په ساعت کې د ۳ ټنه دانه‌دارې پنبې د تولید وړتیا لري چې ترڅنګ یې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ټولنې مشر غلام یحیی پښتون وویل، اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۱ فابریکې فعاله شوي چې ۳۵۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده .

د هلمند اوسېدونکي هم د دغه ډول فابریکو جوړول مهمه اړتیا بولي او د ډېرېدو غوښتنه یې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...