دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهبلاول بوټو: پر افغانستان د عملياتو پلان نه لرو، خو TTP سره...

بلاول بوټو: پر افغانستان د عملياتو پلان نه لرو، خو TTP سره هم نه غږیږو

تاند:( شنبه، د دلوې اوله)‏ ‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي، چې هېواد ېې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د تحريک طالبان پر ضد د اقداماتو پلان نه لري.

نوموړي پرون امریکا متحده ایالاتو ته د یوه سفر پر مهال دا هم ویلي، چې د دوی حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات نه کوي.

د هغه په وينا، د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان د یاد شوي تحریک نطرياتي ملاتړی و، ځکه ېې خبرې ورسره وکړې او د پاکستان خلاف ېې زړور کړل.

پاکستاني وزیر په عین حال کې د افغانستان طالب چارواکي د دوحې تړون له مخې، د افغانستان کې ترهګرو ډلو ته په نه پناه ورکولو مکلف دي.

په کابل کې د طالبانو حاکم رژیم مخکې پاکستاني طالبانو ته د پناه ورکولو تورونه رد کړي او پاکستان یې د تور لګولو پر ځای د ځان خوندي کولو لپاره عملي اقداماتو ته بللی.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد دا هم ویلي و، چې افغانستان بې څښتنه خاوره نه ده، چې څوک عملیات ورباندې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب