Homeخبرونهد کابل پل سوخته سیمه له نیشه یي معتادینو څخه تصفیه شوه

د کابل پل سوخته سیمه له نیشه یي معتادینو څخه تصفیه شوه

تاند:( شنبه، د دلوې اوله)‏ ‏د کابل لپاره د طالبانو د رژيم چارواکو له نیشه یي معتادینو څخه د پل سوخته سیمې د تصفيې خبر ورکړی.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي،‌ چې له دغې سیمې څخه ېې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ معتادین د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته ليږدولي.

يو شمېر خلکو د طالبانو دا اقدام ستایلی، خو ورسره ېې د معتادینو پر وړاندې د طالبانو متشدد چلند نقد کړی او ویلي، چې بې رحمانه چلند ورسره کوي.

خلک په عین حال کې د نيشه يي توکيو د کاروباریانو په نیولو او مجازاتو ټینګار کوي، خو د طالبانو ځینې منتقدین خپله د دوی ځینې مشران د نيشه يي توکيو د مافیا په همکارۍ تورنوي، خو طالبان دا ادعا بې بنسټه بولي.

1 COMMENT

  1. هر با احساسه افغان د معتادینو له ژوند اووضعیت نه متآثره کیږي .
    اعتیاد یو مرض دی ، معتادین له یو بل نه په ساري امراضو اخته کیږي .
    د افغانستان ځوانان د اعتیاد له امله له کار ، ژوند ، کورنۍ ، دوستانو او د هېواد له مسؤلیتونه منحرف او ګوښه کیږي . علاوه پردې چې دوی د کورنۍ او ټولنې تیار خواره او اضافي بار جوړیږي ، د خپلو پوډرو اخیستو لپاره غلا او نورو بدو اعمالو سرته رسولو ته اړکیږي.
    کله چې دوی په لارو او کوڅو کې ناست او پوډر څکوي ، د لارویانو او هېوادوالو د مزاحمت ترڅنګ د نورو ځوانانو د تشویق او په اعتیاد اخته کېدو سبب کیږي .
    بنا د حکومت او مسوولینو دنده ده چې هغوی راټول کړي ، تر تداوي لاندې یې ونیسي . تر ښه کېدو وروسته هغه کسان چې مخکې یې کور ، کار ، تحصیل او شغل درلوده ، بېرته هلته د جدي او قوي ضمانت ورکولو سره ولیږل شي .
    پاتې نور کسان باید د وطن د آبادۍ او عمران لپاره استخدام شي . مثلا شاروالۍ ، ټولګټو وزارت ، معادن او صنایعو وزارتونو ته معرفي شي چې د کارګر په توګه دنده اجرا کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...