سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهغزني کې ۴ نور کسان هم ګاز نیولو مړه کړل

غزني کې ۴ نور کسان هم ګاز نیولو مړه کړل

تاند:( شنبه، د دلوې اوله)‏ ‏په تېره يوه اونۍ کې په دویم ځل له غزني څخه د ګاز نیولو د دویمې پېښې خبر ورکړل شوی.

ځایی چارواکو ویلي، چې دا ځل د غزني ښار په دویمه ناحیه کې د ګاز نیولو یوې پېښې ۴ تنه مړه کړي.

د‌ نوې پېښې ډېر جزییات رسنیز شوي نه دي.

څو ورځې مخکې د غزني په یوه هوټل کې د ګاز نیولو پېښې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه کړي وو.

مړه شوي کسان د پکتیکا ولایت مساپر وو، چې د غزني په هوټل کې ېې شپه راغلې وه.

د ګاز نیولو داسې پېښې هر ژمی په افغانستان کې لسګونه تنه تلف کوي، چې اصلي دلیل ېې د خلکو بې احتياطي ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب