شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ښځه او تاوتریخوالی | عزیز انیس

ښځه او تاوتریخوالی | عزیز انیس

     موږ په خپله ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي منکرېدی نشو، نږدې د هر کور او کلي نرواکي د دې نارې وهي چې دلته پر ښځه تاوتریخوالی روان دی، خو د دې تاوتریخوالي عوامل کوم کېدی شي او په اړه یې د نر مسؤلیتونه څه دي؟

     د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په دوه ډوله دی: یو یې د ښځو لخوا پر ښځو تاوتریخوالی او بل یې د نر لخوا پر ښځو تاوتریخوالی دی. د ښځو لخوا پر ښځو تاوتریخوالی د خواښې او انګور، اېندرور او ورېندارې، یور او یور، مور او لور… په بڼه کېدلی شي او د نر لخوا پر ښځو تاوتریخوالی د خاوند او ښځې، خسر او انګور، لېور او ورېندارې، پلار او لور، ورور او خور… په اړیکو کې کېدلی شي.

     ځینې خلک فکر کوي چې نر ځواکمن او ښځه او کمزورې ده، نو ځکه نر پر ښځه تاوتریخوالی کوي، خو که موږ خپلې ټولنې ته ځیر شو، نو د ښځو پر وړاندې به د نر تاوتریخوالی دومره نه وي، لکه څومره چې د ښځو تاوتریخوالی د ښځو پر وړاندې دی. هغه تاوتریخوالی چې د ښځو پر وړاندې د نر لخوا رامنځته کېږي، د هغوۍ اکثریتو د تحرک عامل یو بله ښځه وي.

     په ټولنه کې د جنګ او جنجال د رامنځته کېدو اصلي عامل ناپوهي ده. په کومو ټولنه کې چې پوهه ډېره وي، نو هلته اختلافونه او ستونزې په خبرو حلېږي، خلک یو بل ته غوږ نیسي او قناعت سره کوي. خو زموږ په ټولنه کې چې د پوهې کمی دی، کوچني اختلافونه او ستونزې په جنګونه او مرګونو بدلېږي. داسې هم نه دی چې دا جنګونه یوازې د ښځو پر وړاندې د نرانو لخوا کېږي، بلکې د نرانو ترمنځ هم ګڼ تاوتریخوالي د همدې زېږنده دي. خو د نرانو ترمنځ یې فیصدي په دوو عاملو کمه ده: یو دا چې د نر او نر ترمنځ په مساوي اندازه قوت شتون لري، هېڅ عمل یې بې عکس العمله نه پاتې کېږي. بل دا چې زموږ د ټولنې نارینه د ښځو په نسبت ډېر پوه دي، د عوامو په اصطلاح ګرځېدلي دي.

     زما مطلب دا نه دی چې د ښځو ناپوهي د ښځو پر جنسیت پورې اړه لري، بلکې په ټولنه کې د نجلۍ پر وړاندې کېدونکې رویې له ښځو د ذهني رشد وړتیا اخیستې. اوس به راشو دې ته چې زموږ په ټولنه کې له نجلۍ سره څنګه رویه او سلوک کېږي؟

     که د نجلۍ له پیدایښته یې راپیل کړو، نو د نجلۍ پیدایښت لا سوړ وي، نه په کې اتڼونه کېږي، نه په کې زیري ورکول کېږي، نه په کې د دوستانو مبارکۍ او خوشالۍ وي… ښه خیر، په دې وخت کې خو نجلۍ د خلکو وریه نشي محسوسولی چې په روان به یې تاثیر واچوي. خو کله چې ماشوم مور او پلار وپېژني، نو هر سلوک او رفتار یې ذهن اغېزمنولی شي.

     په کوچني والي کې د زوی او لور ترمنځ ښکاره توپیر کېږي، هغه مینه چې یو کوچني ته اړینه وي، نجلۍ ته نه ورکول کېږي، لور احساسوي چې زه خو په دې کور کې یو ایضافه شی یم، د قدر او احترام وړ نه یم. روان پوهنه وايي چې په کومه اندازه چې ماشومانو ته مینه او قدرداني ورکړو، نوپه لویوالي کې په همهغه اندازه نورو ته مینه او قدرداني ورکوي. که د کورنۍ لخوا په ماشومتوب کې نجلۍ ته قدر او مینه ورنکړل شي، نو څنګه به د خسر په کور کې له افرادو سره مینناک چلن وکړي؟ که یې مینناک چلن کړای وای، نو طبعي ده چې تاوتریخوالی راکمېدای  شوای.

     د پلار په کور کې د لور لپاره زده کړې یوازې د اخلي پخلي زده کول، جامو او لوښو مېنځل، کور صفايي او غوا او وزه لوشل دي. له دې ورهاخوا یې په زده کړو هېڅ تمرکز نه کېږي، نه د مشرانو په مخکې غږېدلی شي، نه په کورني تصمیم نیونه کې ترې پوښتنه کېږي او نه هم د نظر ورکولو حق لري، په ډېریو کورنو کې خو بېخي له نارینه وو جدا خوراک او ځښاک کوي، چې د همدې له امله له ذهني رشد څخه بې برخې شي او په راتلونکي کې د افهام او تفهیم قدرت له لاسه ورکړي.

     له کورني چاپیریال ورهاخوا زموږ ګڼې تجربې په ټولنیز محیط پورې اړوندېږي، خو په ټولنیز محیط کې زموږ د نجونو برخه په مالګه کې د اړو په څېر ده. نه یې له چا سره خبرې کړې، نه یې یو چا ته غوږ نیولی، نه چېرته تللې ده، نه یې څه لیدلي دي… نو په داسې حالت کې به د دې نجلۍ ذهن څنګه رشد وکړي؟

     که موږ غواړو چې خور او لور مو په بل کور کې له تاوتریخوالي لرې، په مینه او صمیمانه فضا کې ژوند وکړي، چې نه نورو ښځو ته سردرد وي او نه خپله له ژونده بې زاره؛ نو د خپلې خور او لور د ذهني رشد پر وړاندې هر درېدونکی خنډ‌ باید له منځه یوسو، مینه ورکړو، چې مینناکه لویه شي، قدر ورکړو چې سبا نورو ته په احترام قایله شي، غوږ ورته ونیسو چې خبرې کول زده کړي، خبرې ورسره وکړو چې افهام او تفهیم زده کړي، خلک او ټولنه ورباندې وینو چې نادیده توب یې ختم شي….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب