Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کابل -جلال اباد د دویم لاین سړک ویجاړې برخې ورغول شوې

د کابل -جلال اباد د دویم لاین سړک ویجاړې برخې ورغول شوې

تاند:( شنبه، د دلوې اوله)‏ ‏د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د ترمیماتي پروژې کار د ۲۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو د رژيم په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی د ټولګټو وزارت له لوري، د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په غازي سیمه کې د کابل – جلال آباد، د دویم لین سړک د ویجاړو برخو ‏د ترمیم او ۱۴۹ متره استنادي دیوالونو د بیارغونې پروژې کار بشپړ او په رسمي ډول د ګټې اخيستو وړ وګرځيدې.

سرچینه زیاتوي:« د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک، چې د طبعي پیشو له امله ویجاړ شوی و، د ترمیم کار یې د ټولګټو وزارت له لوري له یوه قراردادي شرکت سره د شاوخوا ۲۴.۵ میلیونه افغانیو‏په ارزښت قرارداد شوی وه، چې اوس مهال یې چارې بشپړي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. »

طالب چارواکو ویلي، چې د یادې ترمیماتي پروژې له بشپړېدو سره به د کابل – جلال آباد د دویم سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به د پخوا په پرتله هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري نظام پر مهال د کابل -جلال اباد دويم سړک له پراخې بودیجې او عملي هڅو سره د هغه وخت د چارواکو په وينا، د طالبانو د وسله وال مزاحمت له امله نیمګړي پاتې وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...