Homeادبشعرد ګلالۍ احد شعر

د ګلالۍ احد شعر

 

چوپتیا

نن چې دې چیغې شوې راپورته

ما هم چیغه کړله

 تا چې ګریوان ته لاس ورتیر کړو

ماهم چیغه کړله

 دواړو لاسونه په دعا پورته اسمان ته نیوه

تا ویل تباه کړه ! لویه خدایه دغه پورې

غرونه

چې پرې نسکورې تورې وریځې، ترې

راووري زړونه

نه پکې مینه، نه ښکلا، نه هم ارمان پاتې دي

نه پکې رحم، نه ځلا، نه کوم جانان پاتې دی

ما وې، اې خدایه! د سکروټو بارانونه کم کړې

د سمندر له شور وتلي ارمانونه کم کړې

په قهریدلو سترګو تا راته ښه ځیر وکتل

په کړیدلو سترګو ما درته په ځیر وکتل

یوې شیبې ته، ته هم غلی، زه هم غلې پاتې

دې مسالې ته، ته هم غلی، زه هم غلې پاتې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...