چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+بشري مرستې؛ د افغانستان اړتیا او روڼتیا |مجیب الرحمن لحاظ

بشري مرستې؛ د افغانستان اړتیا او روڼتیا |مجیب الرحمن لحاظ

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) د ۲۰۲۵ کال لپاره وړاندوینه کړې چې نږدې ۲۲.۹ میلیونه افغانان به  مرستو ته اړتیا ولري، چې د ټول نفوس له نیمایي څخه زیات جوړوي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د بشري بحران په خورا لوړه کچه کې راګیر دی. د جګړو اوږد تاریخ، د نړیوالو بندیزونو اغېز، اقتصادي ستونزې، د کار بازار سقوط، او طبیعي ناورینونه ټول په ګډه د دې سبب شوي چې د هېواد میلیونونه وګړي د بشري مرستو پر مټ ژوند وکړي.

په دې راپور کې مو هڅه کړې چې په دې هیواد کې د بشري مرستو وضعیت په ښه توګه و څېړو.

بشري مرستې هغه بېړنۍ، بې‌طرفه او غیرسیاسي مرستې دي چې د انسانانو د ژوند ژغورلو، د هغوی د بشري کرامت د ساتلو او د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ناورینونو، جګړو، اقتصادي کړکېچونو او طبیعي پېښو پر مهال وړاندې کېږي.

د سره صلیب او سره میاشت نړیوال حرکت د اساسي اصولو اعلامیه (۱۹۶۵)  لیکي چې:

بشري مرستې د قوم، مذهب، نژاد، ټولنیز حالت یا سیاسي توپیر پرته د انسان د کړاوونو د کمولو لپاره دي.

په ټوله کې  په  افغانستان کې د بشري مرستو د تاریخچې بڼه د جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او طبیعي ناورینونو له امله اوښتې او بدله شوې ده:

له ۱۹۷۹ وروسته مرستې تر ډېره د کډوالو د ملاتړ لپاره وې. د ۱۹۹۰مې لسیزې په جګړو کې مرستې د ژوندي پاتې کېدو لپاره وې. خود ۲۰۰۱–۲۰۲۱ ترمنځ مرستې د پرمختیا او بیارغونې پر لور ورمخې شوې.

او د ۲۰۲۱ وروسته چې کله طالبان د دویم ځل لپاره پر افغانستان حاکم شول دغه مرستې بیا یوازې د عاجلو بشري اړتیاوو پر پوره کولو متمرکزې شوې.

په افغانستان کې بشري مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو اړوند ادارې لکه د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ماشومانو صندوق (UNICEF)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د کډوالو عالي کمېشنر (UNHCR) ترسره کوي، چې ورسره ګڼې نړیوالې غیردولتي موسسې او ځینې کورني خیریه بنسټونه هم مرسته کوي. دا مرستې د نړیوالو تمویل کوونکو هېوادونو له بودیجې برابریږي.

په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش واقعیت تر ډېره له مثبتو هڅو او جدي ستونزو دواړو جوړ دی. له یوې خوا، نړیوالې ادارې او خیریه موسسې هڅه کوي چې مرستې د اړمنو خلکو لاس ته ورسوي او د دې لپاره د اړتیا د ارزونې، د معلوماتو د ثبت، د بېوزلۍ کچې د معلومولو او د ټولنیزو شوراګانو له لارې د شفافیت میکانیزمونه کاروي. د بیلګې په توګه، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د نغدي مرستو او خوراکي توکو وېش کې د بایومتریک ثبت او موبایل تادیاتو له لارې هڅه کړې چې مرستې مستقیم اړمنو کسانو ته ورسېږي. همدارنګه د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) د هرې پېښې وروسته د عاجلو اړتیاوو ارزونه کوي او د وېش لومړیتوب ټاکي.

خو له بلې خوا، د افغانستان د بشري مرستو وېش له جدي ننګونو سره مخ دی. راپورونه ښيي چې د طالبانو د محدودیتونو، د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت بندیزونو، قومي او سیمه‌ییزو فشارونو، د شفافیت د کموالي او د ځايي زورواکو د لاسوهنې له امله ډېرې مرستې تل په بشپړ ډول اړمنو خلکو ته نه رسېږي. ځینې وخت د مرستو وېش د زورواکو، سیمه‌ییزو شبکو او حتی د طالبانو د خپل سیاسي نفوذ وسیله ګرځي، چې له امله یې مستحق کورنۍ بې‌برخې کېږي او د بې‌عدالتۍ احساس پراخېږي. دا ټولې ننګونې ښيي چې که څه هم نړیوالې موسسې د شفافیت لپاره هڅې کوي، خو د افغانستان په اوسني سیاسي او ټولنیز وضعیت کې د بشري مرستو وېش لا هم د سیاسي نفوذ، امنیتي ستونزو او اداري فساد تر سیوري لاندې روان دی.

افغان خیریه بنسټونه: په افغانستان کې د افغان خیریه بنسټونو وضعیت هم مثبت اړخونه لري او هم منفي. مثبتو اړخونو یې دا دي چې د ژبې، کلتوري ارزښتونو او د ټولنې له جوړښتونو سره نږدې والی لري،کلیو او لرې پرتو سیمو ته ژر لاسرسی مومي، د ټولنیزو مشرانو له لارې د خلکو باور ترلاسه کوي. همدارنګه د لوجستیک لګښتونه یې نسبتاً لږ دي او د ښځینه او نارینه ټیمونو په بدیل ډول د ښځو او ماشومانو اړتیاوې هم پوره کولی شي.

خو ستونزې یې هم ډېرې دي: د دوامدار تمویل کمښت او پر بهرنۍ مرستې تکیه، د شفافیت او حساب ورکونې نیمګړتیاوې، د پروژې د مدیریت او څارنې (M&E) محدود ظرفیت، او د همغږۍ کموالی چې کله ناکله د تکراري او موازي پروګرامونو لامل کېږي. د بانکي بندیزونو او مالي محدودیتونو له امله ډېری یې د حوالې له لارې د پیسو په انتقال تکيه کوي، چې خپله د خطرونو او فساد زمینه برابروي. برسېره پر دې، امنیتي ستونزې او د واکمنو ډلو سیاسي فشارونه ـ د کارکوونکو محدودیتونه او د وېش پروس کې لاسوهنې ـ د دوی کار سختوي. ځینې وخت د مرستو وېش د خپلوان ‌پالنې او تبعیض تر سیوري لاندې راځي. که څه هم د افغان مهاجرینو او د بهر مېشتو ټولنو د مرستو نوښتونه ځینې بنسټونه پیاوړي کړي، خو د ستراتېژیکې پایلې او دوامدار اغېز لپاره یې لا هم د ظرفیت لوړولو، مالي پایدارتیا، شفافیت او خپلواکۍ ته جدي اړتیا شته.

په ټوله کې په څولو برخو کې ورباندې اغیزمنه بحث کیږي

لومړۍ برخه: د بشري مرستو شفافیت

د روڼتیا یا شفافیت نشتوالی د افغانستان د بشري مرستو یوه جدي ننګونه ده او موږ یې داسې بیانولای  شو

نابرابر وېش – د لویو ښارونو اوسېدونکي تر ډېره له مرستو برخمن کیږي، په داسې حال کې چې لرې پرتو سیمو ته کافي مرستې نه رسېږي.

سیاسي او قومي نفوذ – ځینې وختونه د مرستو وېش د سیاسي اړیکو، زور او قومي نفوذ له مخې تنظیمېږي.

د حساب ورکولو کمښت – د مرستو د وېش بشپړ راپورونه او مستندې شمېرې نه خپریږي ، چې له امله یې د خلکو باور زیانمنېږي.

د روڼتیا نشتوالی بیا د دې لامل کیږي  چې د خلکو  بې‌باورۍ زیاته شي، مستحق خلک پاتې او نا مستحق خلک امکانات تر لاسه کړي او په بشري مرستو کی فساده او ناوړه ګټنه زیاته شي.

چې د مخنیوي لپاره یې د بایومتریک ثبت او ډیجیټلي سیسټمونو کارول، د مدني ټولنو، سیمه‌ییزو شوراګانو او د خلکو د استازو ونډه، د نړیوالو ادارو لخوا د خپلواکو څارونکو ټیمونو ګومارنه او د مرستو د وېش د ټولو مرحلو عامول وړاندیز کېدای شي.

دویمه برخه: طالبان او نړیوالې بشري ادارې

د ۲۰۲۱ کال وروسته، طالبانو د نړیوالو بشري ادارو پر فعالیتونو یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي. د ښځینه کارکوونکو پر کار کولو بندیز د دې محدودیتونو له جملې څخه دی، کوم چې د ښځو او ماشومانو پر ژوند د پام وړ اغېز لري. د نړیوالو څېړنیزو مرکزونو(CSIS د ۲۰۲۴) راپورونه ښيي چې د ښځینه کارکوونکو پرته د ښځو اړوند اړتیاوې په بشپړ ډول نه شي پوره کېدای.

له بل پلوه د ښځینه کارکوونکو د فعالیتونو محدودول، د ادارو د خپلواکې پرېکړې محدودول او د مرستو د وېش په پروسه کې د ونډې غوښتنه. او د نړیوالو ادارو د راپور ورکولو پر وړاندې د کنټرول هڅه. د بشري مرستو پر وړاندې د طالبانو دریځ څرګندوي. چې د دې دریځ پر وړاندې  نړیوالو ادارو په لاندې توګه غبرګون ښودلای:

  • پر دې ټینګار چې د ښځینه کارکوونکو پرته مرستې نیمګړې دي.
  • ځینې ادارې اړ شوې چې خپل فعالیتونه و ځنډوي یا یې کچه کمه کړي.
  • د تمویل کوونکو هېوادونو باور ټیټ شوی ځکه ډاډه نه دي چې مرستې په شفاف ډول رسېږي.

درېیمه برخه: طبعي پېښې:

د ۲۰۲۵ کال د اګست ۳۱مه د افغانستان په وخت د شپې شاوخوا( ۱۱:۴۷ په۶.۰ ریختر درجې یوه شدیده زلزله وشوه چې دمعلوماتو له مخې تر دې مهاله ۱،۴۱۱ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی، ۳،۱۲۴ کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۵،۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي، د دې ناورین پر مهال د مرستو رسونې پروسه له څو ستونزو سره مخ شوه:

  • د نوم ‌لیکنې پروسه ګډه وډه وه، ګڼې کورنۍ له مرستو بې‌برخې پاتې شوې.
  • د ښځینه کارکوونکو د نه شتون له امله، ښځې او ماشومان د روغتیايي او رواني ملاتړ له خدمتونو بې‌برخې پاتې شول.
  • د طالبانو او نړیوالو ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتون د ژغورنې عملیات ورو کړل.
  • د تمویل کموالی د مرستو اغېز کم کړ.

څلورمه برخه سپارښتنې:

۱-. شفافیت تضمینول – د مرستو د وېش لپاره یو ګډ نړیوال-سیمه‌ییز ډیټابیس جوړ شي، او راپورونه دې عام خپاره شي.
۲. د ښځو ونډه – نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار زیات کړي ترڅو ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته پرېښودل شي.
۳. د همکارۍ چوکاټ – طالبان او نړیوالې ادارې باید د بشري مرستو لپاره د یو روښانه همکارېز چوکاټ پر سر موافقه وکړي.
۴. تمویل زیاتول – نړیواله ټولنه دې د افغانستان د بشري پلان بشپړ تمویل وکړي ترڅو بحران ژور نه شي.

پایله

افغانستان د یوه څو اړخیز انساني بحران په منځ کې دی. د شفافیت کمښت او د طالبانو – نړیوالو ادارو ترمنځ ناندریزې اړیکې د مرستو مؤثریت کم کړی دی. طبیعي پېښو لکه د ۲۰۲۵ زلزله ښودلې چې د دې ستونزو دوام د خلکو ژوند له سخت خطر سره مخ کوي. د افغانستان لپاره مرستې یوازې لنډمهاله اړتیا نه، بلکې د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ لپاره یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...