Home+د کعبې حرمت او د زمزم په کوهي کې میتازې | ولي‌الله...

د کعبې حرمت او د زمزم په کوهي کې میتازې | ولي‌الله ملکزی

د ابراهیم خلیل‌ الله په سپینه ږیره او د اسماعیل ذبیح‌ الله په تنکیو لاسونو د جوړې شوې کعبې تاریخي قدامت د ۳۹۰۰ او ۴۲۰۰ کلونو ترمنځ دی. دا ډیره لرغونې، ډیره سپیڅلې او ډیره منلې خونه د توحید او حنیفو زړونو قبله ده. مګر څه باندې دوه زره کاله یې نه چت درلود او نه دروازه. په لومړي ځل د یمن پاچا، تُبَّع الحِمْیَري له اسلام څخه ډېر پخوا د کعبې بام او دروازه جوړه کړه. قریشو په ۶۰۵ م کال کې د بېدریغه سیلابونو د زیان له امله هغه ترمیم، دیوالونه نهه ګزه اوچت او ۳۶۰ لوی او کوچني بُتان یې په کې ودرول چې تر ټولو غټ یې هُبَل نومېده.

له فتحې وروسته، په ۶۵ هجري کې عبدالله بن زبېر، په ۷۵ هـ کې حجاج بن یوسف الثقفي، په ۱۰۴۰هـ کې عثماني سلطان، څلورم مراد او په ۱۹۵۵م کې د عربستان ټولواک، سعود بن عبدالعزیز مکي حرم پراخ کړ. ورور یې، خالد بن عبدالعزیز په ۱۹۷۹م کې د کعبې  دروازه له ۲۸۰ کیلو ګرامه سوچه سرو زرو څخه جوړه کړه. خو د دې سپېڅلې خونې حرمت چې هره ورځ لږ تر لږه یو میلیارد بالغ موحدین په لمانځه کې خپل رب ته د سجدې په مهال دغه لوري ته سرونه ښکته کوي، بیا بیا تر پښو لاندې او د غلیمو ارادو ښکار شوی دی.

په یمن کې د حبشې والي، جنرال ابرهه په ۵۷۰ م کال کې چې د حضرت پېغمبر (ص) د پېدایښت کال دی، د کعبې د ړنګولو په خاطر په مکې یرغل وکړ؛ خو د ابابیل مرغۍ د الهي عذاب په بڼې د هغه لښکر له ماتې سره مخ کړ او بېرته په شا شو. د اموي خلافت خونکاري قومندان، حجاج بن یوسف الثقفي د حضرت ابوبکر (رض) د لمسي او اسماء (رض) د زوی، عبدالله بن زبیر څخه د بېعت په خاطر په مکي حرم یرغل وکړ او په منجنیق «د هغه مهال توپ» باندې یې وویشت چې ځینې ډبرې په کعبې هم ولګېدې. بله غټه ګناه یې دا وه چې دغه ستر صحابي (رض) یې د عبد الملک بن مروان له مشورې پرته اعدام کړ.

په ۳۱۷هـ ق کال کې ابو طاهر القرمطي چې د ایران د خوزستان اوسېدونکی وو، له اسماعلیه فرقې څخه جلا او یوه جګړه ماره افراطي ډله یې جوړه کړه. د آل البیت د بېرغ لاندې له عربانو څخه د حسین (رض) د غچ په خاطر له بغداد څخه بحرین ته لاړ او جزیره یې د خپل زمبر لاندې کړه. په ډېرې کمې مودې کې د القطیف او الاحساء له نیولو وروسته، د زرګونو ناترسه جګړه مارو سره د مکې پولو ته ورسېد. څرنګه چې د حج موسم وو؛ نو د مکې مشران په عذر او ننواتو د قرمطي مخې ته ورغلل چې په حرم باندی له تیري څخه تېر شي. خو نوموړي ټول جرګه ماران ووژل او د خپل لښکر سره مسجد حرام ته ننوت.

د زرګونو حاجیانو سپین احرامونه یې په وینو سره کړل، وژل شوي خلک یې د زمزم کوهي ته وغورځول او د پاسه یې ورباندې تشې متیازې وکړي. د کعبې له بام څخه یې ناوه راکوزه کړه، د کعبې پوښ یې څیرې څیرې کړ، حجر الاسود یې له کعبې څخه جلا او له ځان سره بحرین ته یووړ. عباسي خلیفه ۲۲ کاله وروسته د ۶۰ زره طلایي دینارونو په بدل کې حجر الاسود له قرمطیانو څخه بېرته ترلاسه کړ. البته په پنځمې هجري صدۍ کې سلجوقیانو، قرمطیانو ته ماتې ورکړه او اسلامي نړۍ یې له شره خلاصه شوه.

د ۱۹۷۹م کال د نومبر په شلمې، د سعودي یو متقاعد ضابط جهیمان العتیبي او دوه سوو پلویانو یې په تابوتونو کې بیت الله الحرام ته وسلې راوړې او د سهار له لمانځه وروسته یې د حرم ټولې دروازې وتړلې. په لوډ سپیکرو کې یې د محمد القحطاني سره د مهدي آخر زمان په توګه د بیعت غوښتنه وکړه او نژدې۵۰ زره لمونځ کونکي یې یرغمل کړل. محاصره د نومبر پر پنځمې نېټې د فرانسوي مشاورینو په مرسته پای ته ورسیده. د عربستان بیانیه د مړو شمیر درې سوه په ګوته کوي،‌ خو د الجزیرې د راپور له مخې د قربانیانو تعداد له پنځو زرو څخه هم زیات وو چې یرغلګر، امنیتي ځواکونه او له دولسو هیوادونو څخه راغلي حاجیان په کې شامل دي.

د سعودي د رسمي سرچینو د راپورونو له مخې؛ تېره سه شنبه په یمن کې حوثي ملیشو (انصارالله) د مکې مکرمې په لور یوه بې‌ پیلوټه الوتکه وتوغوله، مګر د دغه هېواد دفاعي ځواکونو د مکې له هوايي حریم څخه بهر را وغورځوله. ریاض تور لګوي چې حوثیانو تر دې وړاندې د ۲۰۱۵ کال په اګست، د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر او د ۲۰۱۷ کال په جولایي کې د دغه مقدس ښار په لور بالیسټیک توغندي توغولي وو، چې ټول یې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي. حوثیان، چې په اصل کې د شیعه زیدي ډلې لارویان او د فقهي پلوه اهل سنتو ته نږدې دي، له تهران سره د ستراتیژیکو اړیکو له کبله اوس د هغې سیمه‌ ییزې پوځي تګلارې محوري برخه ګرځېدلي چې د ایران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان، جنرال قاسم سلېماني لخوا د “مقاومت د محور” په نوم رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د هرمز تنګي بندېدل، د عراقي مذهبي ملیشو لخوا د سعودي د نفتو د هغې حیاتي نللیکې په نښه کول چې د هېواد ختیځه برخه د ریاض له لارې په لوېدیځ کې د یَنبُع له صنعتي بندر سره نښلوي او په باب المندب کې یوازې د سعودي د تېل وړونکو بېړیو پرمخ د لارو تړل؛ د جدي حیرانتیا او ژورې امنیتي اندېښنې ښکارندویي کوي؛ هغه کړکېچ چې ښايي منفي اغېزې او د اور لمبې یې د نړۍ پر اقتصادي دسترخوان په هر ځای کې احساس شي.

د منځني ختیځ معتبرې رسنۍ ځینې پوښتنې مطرح کوي چې: آیا پر سعودي عربستان دغه وروستي فشارونه د هغې جغرافیایي سیاسي پرېکړې سزا ده چې غواړي د لوېدیځ له دودیز ملاتړ څخه بهر، د سیمه‌ ییزو ځواکونو سره نوي ائتلافونه و ازمویي؟ آیا ریاض د ابراهیمي تړون د لاسلیک کولو لپاره تر ډیپلوماټیک فشار لاندې دی؟ او یا هم د سني نړۍ د مشرتابه د رول د پیکه کولو هڅه کېږي؟ څرنګه چې زه په سیاسي مسایلو کې تخصص نه لرم، نو د دې پوښتنو سپړنه او للون سیاسي پنډتاتو ته پرېږدم.

شک نشته چې یمن دا مهال د بېوزلۍ سختې سیلۍ لاهو کړیدی، خو په تاریخي لحاظ د حکمت، تدبیر او مېړانې خاوره بلل کېږي. بلخوا، شتمن سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د مشرتابه په اډانه کې یو محوري هېواد او د میلیونونو مسلمانانو لپاره سره کرښه ګڼل کېږي. له همدې امله، د دواړو لوریو لپاره به خورا عاقلانه او منطقي وي چې د نظامي ټکر او دښمنۍ پر ځای، د رغنده خبرو اترو او داسې یوې متوازنې ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي چې د دواړو هېوادونو ملي ګټې او ستراتیژیک ثبات په کې خوندي وي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

————————————–

یادونه: ما په دې لیکنې کې د الشرق الاوسط د ورځپاڼې، الجزیرې ټلويزيون،‌ سي ان ان عربي، ګوګل، ای‌ آی، ویکیپېډیا، القرامطه و لعبة الدم او تاریخ الخلافة الامویه څخه په مننې سره استفاده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...