Homeداسې هم شتهپه پنجاب کې د مار چیچلو څه باندې زر پېښې ثبت شوې

په پنجاب کې د مار چیچلو څه باندې زر پېښې ثبت شوې

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) په پاکستان کې د لاهور په ګډون د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې سږ کال د مار چیچلو پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۳۱مې پورې د مار چیچلو ۱،۰۷۰ پېښې ثبت شوې دي.

په دغو پېښو کې د اتو میاشتو په ترڅ کې ۶ کسان مړه شوي چې ۶۱۴ نارینه او ۴۴۶ ښځې هم پکې شاملې دي.

د پاکستان د وحشي ژوو ادارې ویاند وايي، د بارانونو په موسم کې د مار چیچلو پېښې زیاتېږي. د هغه په وینا، په بې‌نظمه مېشت‌ځایونو کې د اوبو د راټولېدو له امله ماران د خلکو د استوګنو سیمو ته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...