له طوفان سره ټوکي
دا دوهم ځل وو، د سولي مذاکراتي ټيم ريشخندېدی. لومړی ځل چي اعلان سو، څلور سوه تنه ول. بيا ريشخند جوړ وو، چي په قطر کي د سولي واده دئ. مګر دوهم ځل هغه ليست، چي د امريکا سفارت سپارلی وو، اعلان سو. هر ځای ريشخند شروع وو، چي د ګوندونو او ډلو نمايندهګان او ماشومان ئې لېږلي دي؛ جمهوريت په ګټي.
د ليست له اعلان سره غوغا جوړه وه. پارلمان پسي څو ځله مذاکراتي ټيم وغوښتی، خو نه د سولي وزارت او نه هم د سولي عالي شورا په دې توانېدل، چي دوی پر يوه وخت او يوه ځای راټول کړي.
مذاکراتي ټيم تر پايه، حتی يواځي يو ځل هم و نه توانېدل، چي خپلمنځي ناسته وکړي او يوه واحده لاره او واحده اجنډا جوړه کړي. نه هيڅ کله د مملکت له لوستو سره کښېنستل، نه له سياستمدارانو، نه له تاجرانو او نه هم له ځوانانو او ښځو سره.
مذاکراتي ټيم، چي کله د لومړي ځل له پاره دوحې ته ولاړی، د معرفۍ په ورځ د شمال د امپراطور زوی ځان معرفي کړی. د ځان پر ځای ئې پلار معرفي کاوه. يو بل متعصب نږدې وو، چي له ډېره تعصبه کلمه لا بدله کړي او څو ځله ئې په خبرو کي بې مورده خراسان خراسان ياد کړ.
د مارشال زوی چي په خبرو شروع وکړل، ستونی ئې وچ سو، اواز ئې بند سو.
د لومړۍ ناستي وروسته د امريکا د مذاکراتي ټيم يوه غړي يوه لوړپوړي چارواکي ته په ريشخند ويل، چي موږ پر خپله خبره ولاړ يو. لاس تړلي مو درته راوستلي دي؛ چي تاسي واياست، هغه به کېږي.
اصلي انډوخر هغه وخت جوړ وو، چي د شپې د مذاکراتي ټيم غړي پټ پټ د طالبانو د مشرانو اطاقونو ته تلل او له هغوی څخه ئې په را روان حکومت کي خپل ځای غوښتی.
د اروزګاني مولوي صاحب په اطاق کي له يوه ساعت راهيسي د حزب دواړه نمايندهګان ناست ول. د حزب د مشر نيکي هيلي او پېرزويني ئې وړاندي کولې. او يوه خبره ئې پرله پسې يادول، چي امريکا خو مو په دواړو پر ګونډو کړل. نو که اول ځای نه وي، دوهم خو به حتماً زموږ وي.
د مارشال زوی د ازبک مولوي په ملګرتيا د لوی ملا صاحب د زوی او د شمال د خط د قومندان په حضور کي ناست ول او د مارشال زوی د پلار توبهنامه بيانول، چي پلار مي د ليلې دښتي او قلعې جنګي په خاطر وبخښئ. د شمال قومندان نه ورته ګيرېدی. خو د لوی ملا صاحب زوی ورته ويل: موږ به څه نه ورته وايو، نور دي دی څه نه غواړي.
د بهرنيو او کورنيو چارو پخواني وزير د طالبانو د بدخشان د والي د شمال د جنګ مسؤل سره يوځای د مفتي، چي اوس د مذاکراتو مشر وو؛ په اطاق کي ناست وه او د تاجيکانو د سر آمان او د برخي غوښتنه ئې کول.
هزاره والي صاحبه پر ټولو ګرځېدل او هزاره ګانو خير ئې غوښتی. لنډه دا چي د افغانستان د دولت مذاکراتي ټيم د افغانستان نه، بلکي د خپلو ډلو، ګروپونو او شخصي ګټو له پاره په لومړنيو څو ورځو کي هر څه وبايلل. په دغه بايللو کي د واک شريکان يا د واک اخيستونکي نه ول شريک، بلکي يو باتور ملت يو ځل بيا د څو قصابانو تر منځ له هيواده ليري تقسيمېدی او تسليمېدی. کاشکي دغه تقسيم او تسليم خپله همدې افغانانو کولای. هر څه جنګ، سوله، تقسيم، تهديد، جوړول، ورانول هر څه د بل په لاس کي وه. هر څوک پوه وه، خو د هيچا آه نه کوی. ځکه د خپلو بايللو ډار اخيستي وه، نه د وطن او ملت د بايللو. طوفان را روان نه وو، بلکي په ډېره تېزه منډه رانږدې کېدی.
د طوفان بل وارث
دوستۍ او دښمنۍ کله رنګ بدلوي. ډېره مشکله ده چي څوک دي يې درک کړي. په سياست کي خو بيخي ناممکنه ده. يوه پخواني مجاهده ډله او کورنۍ، چي پخوا د امريکا محسنان ول، اوس په نړۍوالو تورو ليستونو کي ول او د طالبانو يو خاص ګروپ وو؛ مګر ځان ته ئې سياست او بېله لاره هم درلودل. ډېر ئې لوستي هم ول، مګر دوی د امريکا پر ليست سربېره پر دوى ميليونونه ډالر جايزه اعلان سوې وه که ئې څوک ونيسي، يا ئې امريکا ته ور وښيي. دوی له بهرنيانو سره د خپلويو په خاطر ډېر مرموز او بين المللي هم ول او تر ډېره پېچلي عمليات او کيسې هم دوی رهبري کولې. د دوحې په مذاکراتو کي د دوی خاص ګروپ فعاله وو، مګر د اروزګاني ملا سره ئې ډېره ځکه نه وه جوړه، چي د دوی د ډېرو کيسو مخه ئې نيولې وه او حتی څو ځله ئې برخورد هم سره راغلی وو.
په روانه جګړه کي تر ټولو خونړۍ او سخترينه حملې هم دوی کړي وې، مګر د دې ټولو سره ډېر محتاط او آرام مخ ته تلل. دوی هر څه د خپلو عربو ملاتړو په مشوره او خبره کول.
د دوی مشري د هغو درو تنو تر منځ وه، چي يو ئې د پخواني مجاهد ورور وو او په هر ځای کي به ګرم ګرم او شک شک کېدی. دوهم کس ئې د پخواني مجاهد زوی وو، چي اصلي کيسه ئې څرخول خو د ټولو مخ ته ئې يو بل خولهور او هوښيار اولسي سړی له خپل کشري شاعر او مجذوبه ورسره را مخ ته کړی وو، چي د غرو او رغو به ګډ وو او په شي ئې هم سر نه خلاصېدی.
يوه ورځ په خپل پټنځای کي په ميرام شاه کي ناست ول، چي د مجاهد ورور توپک ځان ته تکيه کړی او وئې ويل: اصلي حملې او مبارزه موږ وکړل او اوس کيسه ټوله دا نور څرخوي. ولاکه ئې راڅخه روزي سي.
کشري ئې وويل، چي دغه اروزګاني ته مو يو ځانمرګی ور سم کړی وای. بيخي مي بد ايسي.
مشر ورور ئې پر وخندل، ول: خو يو واسکټ به درکړم، پسي ور سم سه.
ټولو وخندل. په دې وخت کي ئې هغه هوښيار اولسي کس وويل: سياست به ورسره کوو او خپل کار به مخ ته بيايو. کابل هم هسي زموږ له خوا محاصره دئ. د کابل دروازې، چي مو په لاس کي وي، نور به زياتي خپل کار کوو.
د مجاهد مشر زوی وويل: ما ته د خاله زامنو ويلي، چي خير مو په همدې کي دئ، چي په خاموشۍ، مګر په هوښيارۍ خپل کار وکړو. دوی يو هم په تور ليست کي نه دي. موږ لس يو، دوی په عربو نه دي تورن. موږ يو. وخت به تېروو، ځان به ساتو. يواځي دونه ښه وکړئ، چي هوښيار خلک ئې حاشيې ته کړئ. اروزګانی مولوي دوی مشرتوب ته سموي، مګر موږ خو اول بايد خپل يو کس مخ ته کړو. که و نه سوه، بيا په دوی کي پر يوه ورک او کمزوري کس لاس کښېږدو، چي لاس مو پر بر وي.
هغه هوښيار اولسي ئې وويل: زه خو ګمان کوم، چي موږ بايد يو کس ډېر مهم کړو.
د مجاهد مشر زوی وويل: نو خو دا دئ، کاکا سته. همدا به مطرح کړو.
کاکا ئې چالاکه وو، مګر ټول عمر ئې د چړې له ځايه ځان کاته. پوهېدی، چي تيار لس ميليونه پر اعلان دي. که مشر سو، هم به شل ميليونه سي، هم به خطر ډېر سي. بهانه ئې وکړل، ول: نه، مشر وراره مشر دئ. هم مي د ورور مينه په ماتيږي، هم ځوان دئ.
بس ټولو بسم الله کړل او د شيخ په نوم ئې په عربي دود مطرح کړی او ټولو ور مبارک کړل.
طوفان ته ګړی په ګړی شېبې نږدې کېدې او هر چا په پوره بې ايمانۍ ملا تړلې ول، چي د پردو ټولي دسيسې کاميابه کړي.
د طوفان اصلي سبب
کله چي شيان ورستيږي، په مالګه ئې وهي. مګر کلکه بدبختي نو هلته ده چي مالګه ورسته سي. پوليس او عسکر د ټولني د بدو کړنو د مخنيوي مسؤلين دي، مګر کله چي هغوی خپله بديو ته ملا وتړي؛ هغه ټولنه تباه او برباد ده.
وروستۍ پېړۍ بلخصوص دوهمه نيمايي د افغانانو وطن ټولو په جګړو کي وساته او دغه جګړئيزو حالاتو اخلاقيات ټوله له منځه يووړه. هر څه د بدۍ په رنګ و رنګول سول.
پنځوس کاله چي يو نسل په جنګ کي وساتل سي، خپله اتمات هر ډول اخلاق په کښي مري. دلته جګړه روانه وه او جګړې انسانان خوړل. هغوی چي مخکنی نسل وو، ټول يا مړه سول او يا هم فراره. دلته پاته جګړې سرسامه او د جنګ په کرښو کي جنګېدونکي يواځي جنګيان پاته سول. دغه جنګيان وروسته په عسکرو او پوليسو کي ځای پر ځای او د خپل زاړه عادت له مخي ئې اخلاقياتو ته شا کړل او هر ډول فجايع ئې د قانون او چوکاټ تر عنوان لاندي تر سره کړل.
CCC
ډګروال زمرک اصلاً په جهاد کي وو. د نوي حکومت له راتګ سره ئې په ډېري چالاکۍ ځان رسماً ډګروال کړی. د څو پوستو قومنداني ئې وکړل او يو څه وخت وروسته ئې خپل کور هم پيدا کړی، خپل موټر هم. تازه ئې په ذهن کي دا خبره را شنه سوې وه، چي بايد رتبه هم واخلي او د يوې حوزې آمر سي. نو درآمد به ئې هم ښه سي او کار به ئې نور هم سم سي.
خو دی خبر وو، چي دې ته ډېري پيسې په کار وې، ځکه دی پوهېدی، چي هري رتبې او هري دندي جلا جلا نرخ درلودی، نو ئې له خپل يوه پخواني ملګري سره، چي د ټولي محلې چهار عيب شرعي او د ده د جهاد د وختو يار وو؛ خبره شريکه کړه، چي پيسې څنګه پيدا کړو.
هغه ورته وويل، چي ټولي دي څومره په کار دي؟
ده ول: اندازه ئې نه راته معلومېږي.
بيا ئې تليفون را وکښی، يو چا ته ئې زنګ وواهه. تليفون لوډسپېکر وو، له هغې خوا يو چا وويل: د وزير صاحب داخله سکرتريت، مهرباني وکړئ.
ده ورته وويل: ډګروال زمرک يم. اموک د لسمي حوزې آمر په اړه مي پوښتنه کول.
هغه ورته وويل: تا ته خو وضعيت معلوم دئ، په ارګ کي هم امضاؤ ته اړتيا سته او بيا لسمه حوزه خو تر ټولو ګرانه حوزه ده. د آمريت بست ئې تورن جنرال دئ. ستا رتبه ډګروال ده. اويا زره د جنرالۍ دي، پنځوس زره د تورن جنرالۍ او يو لک د حوزې. خو د حوزې خالص درآمد په مياشت کي تر لس لکه زيات دئ.
زمرک ورته وويل: نو دلته خو يواځي د اوسېدلو کورونه دي، نو دا بيا ولي دونه لوړ دئ؟
له هغې خوا ورته وويل سول: ګوره، ته د خاله زوی يې. کنې ولاکه په يو نيم لک هم څوک په ننوځي. دلته ګوره د ټولو لوړپوړو چارواکو او سياسيونو مهمانخانې دي. د هغو ټولو پيسې درته راځي. ټوله د شپې کلپونه دلې دي، تر ټولو مشهوري ساقي خانې دلته دي. يواځي له تعميراتو څخه تر پنځه لس لکه ټولولای سې. تر څلورم منزل چي اوښتل، منزل په يو لک ډالر دئ.
يواځي دا اوس څلور شپېته لوی ساختمانونه شروع دي. نور څه شي غواړې؟
زمرک وويل، چي ته دونه ځواني وکړه، دا بست تر يو وخته را وساته.
هغه وويل: ته بېغمه اوسه، پيسې دي برابري کړه.
زمرک تليفون کښېښوی. ملګري ئې وويل: خوازکه، څنګه کوو؟ ګوره دا کوچنۍ حوزه نه ده. ته دي هم شبکه دلته ښه فعاله ساتلای سې. راځه چي چاره ئې وکړو.
خوازک يو بل ناست کس ته ئې اشاره وکړه، ول: دی د ښيښې او پوډرو د ټول ښار ساقي دئ. د ښار ګرده نقشه او کيسې ور معلومي دي.
هغه وخندل، ول: دوه لکه شل زره ډالر څه شي دي، په دې ښار کي. دوه سوه شل لکه لا پيدا کيږي. يو لږ چالاکي غواړي. پوليسي چاره ئې پر تاسي، نوره نقشه زما سره سته. خو پيسې په نيمه دي.
زمرک ول: څه چم کوو؟
وروسته هغه کس وخندل، ول: د دې خپل منزل مالک دي په سلهاوو ميليونه لري. زوی به ئې يو څو ورځي مېلمه کړو، پيسې دوی خپله راوړي.
له دې سره ټولو وخندل.
پلان وتړل سو، چي کس به د زمرک په لنجر کي راپورته کوي. پغمان ته به ئې د خوازک د انډيوال ځای ته رسوي. بيا به له هراته د هلک پلار ته زنګ وهو.
هلک اختتاف سو او بالاخره د هلک له پلاره څلور لکه ډالر وغوښتل سول. د شپې ناوخته زمرک ته ئې يوه ملګري زنګ وواهه. په شفر ئې پوه کړی، چي په ښکار پسي مو امنيت در روان دئ، څرک ئې ايستلی دئ.
زمرک عاجل په مخالفينو کي خپل يار ته، چي په وردګو کي قومندان وو؛ زنګ وواهه او ورته وئې ويل، چي يو امانت در استوم، يو څه وخت ئې را وساته. هغه هم د ده په څېر يو چهار عيب شرعي وو، ول: وو، خود به ئې ساتم. زما برخه خو به نو بيا وي.
بالاخره په پنځوس زره ډالر ئې د ساتني زيمه واخيستل.
خوازک او ملګري ئې د هلک په انتقال کي له هغه دوې ګوتي پرې کړې. ويديو او ګوتي ئې په يوه پاکټ کي د هلک پلار ته واستولې. بالاخره له ډېرو چنو وروسته د هلک پلار په درې لکه ډالره قانع سو. پيسې د يوې صرافۍ له لاري په سپينه ورځ انتقال سوې. په سبا ئې د هلک مړی د هلک پلار ته تسليم کړی. هلک د ډېرو وينو بهېدو له امله شهيد سوی وو.
پيسې څلور برخي سوې. يو لک او لس زره زمرک واخيستې، پنځوس زره ئې د مخالفينو په نوم قومندان واخيستې. يو لک او څلوېښت زره خوازک او ملګري ئې واخيستې.
مګر زمرک لا يو لک او لس زره نورو ته اړتيا درلودل. خپل خاص درې تنه ئې د ځان سره کښېنول او هغوی ئې پوه کړه، چي سرای شهزاده ته به ځي. يو داسي کس به پيدا کوي، چي هره ورځ پيسې وړي او راوړي.
په سبا نه بله ورځ ئې يوه ملګري وويل، چي د شمالي يو پروژې والا هر سه شنبه له خپل زوی سره يو ځای له باګرامه د پروژو پيسې انتقالوي او د کارېز مير پر لار کابل ته راځي. په کارېز مير کي لاره ورته نيولای سو. هر وخت په لکو ورسره وي. داغه مو وار دئ.
زمرک وويل: مار به لا په خپل لاس نه وژنې.
بيا ئې د مخالفينو قومندان ته زنګ وواهه او پلان ئې وتړی، چي ياد کس او موټر به د کارېز مير له کورو، چي د پغمان پر خوا ور وا وښتی؛ د مخالفينو په کمين کي خيژي. پروژو والا دي، مخالفين به ئې له ځان سره وړي او پيسې به ئې دوی سره نيمی کوي. خو دواړه به پر يو وخت نه راځي. دوی به کسان اخلي، حرکت به کوي او نيمي پيسې او موټر به پرېږدي.
په دوشنبه ماښام زمرک له خپلو عسکرو سره پلان وتړی، چي د مخالفينو ګروپ هم بايد نور ختم سي، ځکه په ډېرو کيسو خبر دي.
سبا زمرک او ډله ئې د موټر درولو سره سم پر مخالفينو راغلل. ټول ټک او ماشه ودرېدل. زمرک ګمان نه کاوه، چي مخالفين دي دومره زيات راغلي وي. زمرک دفعتاً يو تصميم ونيوی. ور تېر سو. اول ئې پلار او زوی په يوه بله تفنچه وويشتل او هغوى ځای پر ځای شهيدان سول. قومندان ورته وويل: دا دي ولي وويشتل؟ په دې ما ډېره غټه سودا کول.
ده ورته وويل، چي زه ئې وليدلم، سبا مي افشاء کوي.
بيا هم هلته پيسې سره ووېشل سوې. زمرک ته تر اړتيا وړ څو چنده پيسې په لاس ورغلې. سبا ته راډيوګانو او تلوېزونو کي دوه خبره ډېر کښته او پورته کېده. د کابل امنيت خراب دئ، نو ځکه د حوزو آمرين تغير سول او زمرک د تورنجنرالۍ په بست کي د لسمي حوزې د آمر په توګه رسماً اعلان سو.
زمرک په مېلو کي وو. ونډه ورته را روانه وه. اوس ئې خپل دوه- درې بلاکه شروع وه او په دوو- درو بلاکو کي شريک وو. خوازک ئې خپل ټيم په لسمه حوزه کي فعاله ساتلی وو او زمرک ته ئې ونډه ورکول او د خوازک د يار ساقيتوب اوس پر کابل سربېره نورو ولايتو ته هم غځېدلی وو.
نور د زمرک په حوزه سر نه سره ورتلی او غوښتل ئې معين ارشد سي. او دا چوکۍ نو بيا د ټولو چوکيو د څرخولو تر ټولو اساسي ځای وو او دلته هر ډول سوداوي کېدلای سوې.
ده په دې برخه کي د دولت د رهبرۍ ملاتړ ته اړتيا درلودل. يوه ورځ غيبي د ماښام د اذانو وروسته د دولت د رهبرۍ يو تن، چي د نيمي رهبرۍ غټه غوښنه ونډه ئې درلودل؛ زنګ ورته وواهه. ول: زمرک خانه، زما او ستا ياري خو د جهاد د وختو ده. پر چهار راهي عبدالحق، چي په راسته لاس کي د مارکېټ په کونج کي لاندي د مشروباتو دوکان دئ، هر څه ئې زموږ او ستاسي دي. شيان مي نه دي په کار؛ امنيت زما په خاطر چاپه پر وهلې، اسناد ئې پيدا کړي، دا بايد يو ډول له منځه يووړل سي.
زمرک چورت واخيستی، چي څه وکړي. خپل پخواني مخالف قومندان ورياد سو. هغه ته ئې تليفون وکړی، ول: ما اورېدلي دي، چي خرڅولو ته ځانمرګي لرې.
هغه وخندل، ول: په حکومت کي چي زما او په امارت کي چي ستا غوندي حراميان وي، زه وام جنت او دوږخ به لا خرڅ کړو.
پر دې دواړو وخندل. هغه ورته وويل: دا هر شی خپل قيمت لري. موټر بم يو قيمت لري، ځانمرګی بل.
ده ئې خبره ور لنډه کړه، ول: په قيمتونو پسي مه ګرځئ، پر چهار راهي عبدالحق د امنيت ډېر موټرونه ولاړ دي، همدا اوس مي موټر بم په کار دئ. حوزه زما ده، ور وا ئېستوه.
هغه وويل: ظالمه، داسي فرمايش کوې، لکه هوټل چي وي. دا به مشکله وي.
وروسته هغه شل دقيقې وخت وغوښتی. شل دقيقې وروسته ئې پنځه لکه وويلې. ده بې له چون چرا ورسره ومنلې، ځکه د ارشد معينيت قيمت تر لس لکه هم لوړ وو.
نيم ساعت وروسته د تلوېزون پر پرده عاجل خبر خپرېدی، چي پر چهار راهي عبدالخالق د موټر بم حمله سوې ده.
دوې ورځي وروسته هم هغه رهبري زمرک ته د ارشد معين مکتوب او د ستري جنرالۍ رتبه کور ته ور واستول.
CCC
نظيفه په زرغونه انا لېسه کي اول نمره وه. پلار به ئې هر سهار مکتب ته بېول او غرمه به ئې خپله بيرته را وستل او هر وخت به ئې ورته ويل: زويه، پښتانه متل کوي، چي سر او مال تر وطن جار او وطن تر ناموس.
وختونه يو په بل پسي اوښتل او نظيفه د کانکور په امتحان کي په لوړو نمرو د کندهار طب ته کاميابه سوه. پلار او کورنۍ ئې سخت ورته خوشحاله وه.
بالاخره د نظيفې درس شروع سو. په همهغه حجاب کي تلله او راتلله. د دوی په صنف کي د دې له مصطفی سره سيالي وه. هغه له افغان ترک لېسې څخه فارغ سوی وو. خو دې هيڅ کله نه سوای کولای، چي په هيڅ مضمون کي تر هغه لوړي نمرې واخلي.
اول سمسټر تېر سو، په دوهم سمسټر کي هم سيالي روانه وه، مګر په دريم سمسټر کي نظيفې له اول نمرهګۍ لاس پرېولی او پخه مصطفی ته ورپاته سوه. دوی به لا په څلورم سمسټر کي وه، چي يوه ورځ د دوی کور ته مرکه راغله. په لومړي کي ئې ځان نه ښووی، خو وروسته ئې چي دوه درې واره راغله؛ ځان ئې وښوی. د نظيفې مور او پلار له دې سره تر مشورې وروسته بالاخره شيريني ورکړه او نظيفه او مصطفی سره کوزده سول.
د دوی ژوند اوس له خوښيو ډک وو. همدا د دوی دنيا وه. دواړي کورنۍ او دواړه ځوانان هم ډېر خوشحاله ول، مګر يو ناڅاپه نظر سول. د دوی د کور په لار کي د يوې حوزې پوسته وه او هر څوک ئې په عذابول. چي لږ به ئې څوک خواپاکی او سنګين وليدی، په يوه او بل نوم به ئې بېعزته کاوه. د دوی له نامزادۍ وروسته به دوی دواړه په يوه موټر کي پوهنتون ته تلل. يوه ورځ چي دوی پوهنتون ته پر لار وه، د حوزې آمر خپله پر تلاشۍ ولاړ وو. دوی ته چي ئې وکتل، په شا ته سيټ کي ئې د نظيفې سترګو ته وکتل. په قهر ئې وويل، چي بغل ته ئې کړئ.
دوی چي موټر بغل ته کړ، په قهر راغلئ او وئې ويل: په سپينه ورځ مو موردګوي شروع کړې ده. چيري سره روان ياست؟
مصطفی ورته وويل: خبري سمي کوه، دا مېرمن راسره ده. د دې خپلي درېشي احترام دي کوه.
له دې سره قومندان پر مخ په چپلاخه وواهه، څو پوچ ښکنځل ئې وکړل. ول: تذکرې مو راکړئ.
دوی چي تذکرې ورکړې، هغه بيرته راغلی، نظيفې ته ئې ويل: مخ دي لڅ کړه.
مطصفی ږغ پر وکړی، ول: قومندان صاحب، که ښځينه عسکري لرې، را ئې وله. د پردۍ ښځي مخ ته څنګه ګورې؟
له دې سره قومندان د شا له خوا مصطفی پر سر په تفنچه وواهه. د مصطفی سر ويني سو او ويني را شور سوې. نظيفې چغاري کړې او مخ ئې لوڅ کړی. قومندان تذکرې ور وغورځولې، ول: ځئ.
دوی روان سول او ولاړل، خو قومندان خپل يوه عسکر ته وويل، چي د دې نجلۍ کور را پيدا کړه. هغه ويل: سمه ده.
څو ورځي وروسته ئې قومندان ته وويل، چي پلار ئې عادي دوکاندار دئ. دا هلک او نجلۍ نامزادان دي، دواړه په پوهنتون کي همصنفيان دي.
په سبا قومندان په يوه بهانه د نجلۍ د پلار دوکان ته ورغلی. هغه ته ئې ناحقه ناحقه اخطارونه ورکړل. بيا ئې څو ورځي وروسته مرکه ور واستول. هغو ورته وويل، چي رشخند وهی؟ قومندان خو دوه ودونه لري او بل زموږ د لور نکاح سوې ده.
بله ورځ قومندان خپل يو عسکر ورته پوه کړی، چي پر تلاشي چي تېرېدی، و ئې ولئ. راپور ئې وليکئ، چي پر تلاشي و نه درېدی. عسکر ئې همداسي وکړل او ځوان جهان مصطفی ئې په شهادت ورسوی او نظيفه په ځوانه ځوانۍ کونډه سوه.
قومندان په ډېري چالاکۍ خپل عسکر يو پسه او پيسې او چاړه د مصطفی او نظيفې پلار ته ور وړل، چي دا په خطايي کي ويشتل سوی دئ. مګر د مصطفي پلار هيڅ ورسره وه هم نه ليدل.
څو مياشتي وروسته قومندان بيا هم په چمبازۍ نظيفې ته مرکه ور واستول، مګر دا ځل تر پخوا بتره جواب سول او ټول پوه وه، چي دوی قصداً مصطفی وژلی، چي ځان ته لاره پاکه کړي.
نظيفه ماته سوه. نه په درس پوهېدل او نه په ځان. هيڅ لاره نه وه ور معلومه. يوه ورځ د دوی د صنف صديق الله، چي ملا وشمه سړی وو؛ دې ته تر غوږ ور تېره کړه، چي يواځنۍ لاره انتقام ده. بالاخره نظيفه ئې کرار کرار دې ته اماده کړه، چي انتقام واخلي. څه وخت وروسته نظيفې له ځان سره پلان جوړ کړی، چي قومندان بايد له منځه يوسي، ځکه هر سهار چي به دا راتله، هغه به قصداً راوتلی وو او دا به ئې په عذابول.
يو ورځ ئې د قومندان نمبر پيدا کړی او د يوې بلي نجلۍ په نوم ئې يارانه ورسره واچول. له بله اړخه ئې صديق الله ته وويل، چي زما يو د ځانمرګي واسکټ په کار دئ. هغه ويل، مشکل نه سته. بالاخره نظيفې قومندان ډېر مست کړی او ورته وئې ويل، چي په پنجشنبه به د لووالې د ډبرو پر پله سره وينو، مګر ته به يواځي راځې.
نظيفې له صديق الله څخه د واسکټ د چاودلو ټرينينګ واخيستی او څو ورځي وروسته پر قومندان د ځانمرګي بريد خبرونه خپاره سول. په خبرونو کي دا خبره کېده، چي ځانمرګی يوې ځواني ښځي کړی دئ.
CCC
اوبو اخيستی ځګ ته هم لاس اچوي. حکومت پرلهپسې د پوليسو او عسکرو څخه ستړی سو، بالاخره د سيمو ځايي توپکيان ئې د محلي پوليسو، اربکيانو او سونګريانو په نوم فعاله کړل.
غله او بدو خلک مخکي خطرناک ول او کله چي بيا د حکومت پيسې او توپکونه په لاس ورغلل؛ ښاماران سول. چي په کلي کي به ئې څوک تر نظر بد سو، سبا به نه وو. يا به بې عزته وو.
باچا د اولسوالۍ تر ټولو بدنام او نشهيي سړی وو. په سيمه کي د اربکيانو قومندان وټاکل سو. هغه له هغې ورځي چي په شاوخوا سيمو کي چي څونه لوچکان ول، راټول کړل او خپل ګارډان ئې کړل. د اولسوالۍ د بازار ټول د سړک غاړي ئې ګاډۍوانانو ته په کرايه ورکړي وې او يو څه وخت وروسته ښار ته ولاړی، د حوزې آمر سو. په سرحد را اوښتونکو ټولو موټرو څخه ئې خپلسري ماليات اخيستل او د ښار په ټولو چوک او ناحيو ئې خپل خلک په حوزو کي ځای پر ځای کړي ول او له ښاره ئې ججه ټولول. يو څه وخت وروسته بيرته اطرافو ته تبديل سو او د سيمي قومندان سو. بيا به ئې د خلکو زامن راتښتول، د نجونو کالي به ئې په واغوستل؛ رخسول به ئې.
ټول مملکت د خدای په فضل چلېدی او داسي معلومېدل، لکه قصداً چي دا خلک مامور سوي وي، چي حکومت له دولت او ملته وشکوي او بدنام يې کړي. هغه بې ناموسۍ او ظلمونه وسول، چي د بشر په تاريخ کي نه وه سوي.
يو هيواد د تيارو کومو ته خپلو بچو روان کړی وو او نڅېدل. طوفان همهغسي په غرغنډو روان وو. تر ټولو لوی سبب ئې همدا د خلکو د ناموس د ساتني په نوم د هيواد او ملت د ناموس لوټوونکي ول.