تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) د اکسفورډ پوهنتون یوې نوې او پراخې طبي څېړنې موندلې چې د ډېر سور (تور) چای یا کافي څښلو عادت ښايي د مرۍ په سرطان د اخته کېدو خطر زیات کړي.
دا په دې برخه کې تراوسه یوه تر ټولو پراخه څېړنه ده او پایلې یې د سرطان په نړیواله مجله «انټرنېشنل ژورنال اف کنسر» کې خپرې شوې دي.
په څېړنه کې د کابو ۹۸۰ زره کسانو روغتیايي معلومات څېړل شوي او روغتیا یې له ۱۴ کلونو څخه د ډېرې مودې لپاره څارل شوې ده. له ګډونوالو څخه پوښتل شوي چې دوی ډېر سور، په متوسطه اندازه تاوده، نیم تاوده او که ساړه څښاکونه خوښوي.
څېړنې ښودلې چې د سانتيګراد له ۷۰ درجې څخه ډېر تود چای یا قهوه څښل د مرۍ د سرطان پر یوې ځانګړې بڼې، چې «SCC» بلل کېږي، د اخته کېدو خطر تر درې برابرو پورې زیاتوي. خو د «AC» په نوم د مرۍ د سرطان پر بل ډول یې د پام وړ اغېز نه دی موندل شوی.
تر دې مخکې، په ۲۰۱۶ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان اړوند د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې هم خبرداری ورکړی و چې ډېر سره څښاکونه (چای یا قهوه) د مرۍ حجرو ته زیان رسولی شي.
څېړونکي سپارښتنه کوي چې د احتمالي خطر د کمولو لپاره چای یا کافي دې له څښلو مخکې لږه یخه شي او له ډېرې تودې بڼې څخه دې ډډه وشي. خو کارپوهان وايي، د ډېر سور چای/ قهوې د څښلو او سرطان د اړیکو د دقیقو علتونو د معلومولو او د پایلو د لا ډېر تایید لپاره لا نورو علمي څېړنو ته اړتیا ده.