Homeخبرونهمجرم نارینه په ښځینه څیره کې

مجرم نارینه په ښځینه څیره کې

تاند(سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) ترکي پولیس له اته کلنې پلټنې وروسته وتوانېدل هغه مطلوب کس ونیسي چې مجرم پیژندل شوی و. دې کس خپله ظاهري بڼه بدله کړې وه او له ځانه یې ښځه جوړه کړې وه او له اتو کلونو راهیسې یې نورو اسنادو استفاده کوله.

د ترکيې د T24 وېب‌پاڼې د راپور له مخې، دا قضیه د ۲۰۱۸ کال مربوط ده. په هغه کال توغرول باشار په دې کاله بند محکوم شوی و چې وتښتېد.

محکمې وروسته تر دې توغرول باشار په دې کلن بند محکو کړ چې نوموړی د غلا په درې پېښو او د دولتي چارواکي د هویت د جعل په قضیو کې مجرم وپیژندل شو.

له تېښتې وروسته باشار په خپله ظاهري بڼه کې د پام وړ بدلونونه راوستل، چې له امله یې پولیسو ته د دوی د ثبت شوو پخوانیو عکسونو له مخې د هغه پېژندل ستونزمن شول؛ په ځانګړې توګه د هغه نوې څېرې له پخوانیو عکسونو سره نور سمون نه درلود.

کله چې د ظاهري بڼې پر بنسټ د هغه د موندلو هڅې پرله‌پسې ناکامې شوې، چارواکو د پلټنې طریقه بدله کړه. هغوی د مطلوب کس د ژوند پر جزییاتو او تګ راتګ تمرکز وکړ چې دا کس پیدا کړي.

د راپورونو له مخې، خبره یوازې د ظاهري بڼې تر بدلولو محدوده نه وه. باشار د خپل پټ ژوند پر مهال هم د یوې ښځې بڼه غوره کړې وه او هم یې په استانبول کې د تګ راتګ پر مهال د خپلې خور تذکره کاروله او د تلاشي په پوستو کې به یې پولیسو ته دغه کارت ورښکار کاوه.

خو د باشار د پټېدو څو کلنه طرحه هغه مهال له ماتېدو سره مخامخ شوه چې پولیسو وموندله چې د هغه د خور د کریډیټ کارتونو په وسیله ځینې پېرودنې شوې دي، په داسې حال کې چې خور یې له هېواده بهر وه. دې موضوع شکونه پیدا کړل او څېړونکي یې دې ته وهڅول چې دغه پېرودنې تعقیب کړي.

د پلټنو او څارنې په پای کې پولیس د استانبول د کادیکوی سیمې ته ورسېدل، چېرته چې د هغه د اوسېدو ځای یې وموند او څو ورځې وړاندې یې پر دغه ځای چاپه ووهله او نوموړی یې ونیوه.

دا ځل نه د ظاهري بڼې بدلولو او نه هم د خپلې خور د هویت کارولو وکولای شول هغه له نیول کېدو وژغوري. پولیسو د هغه د ګوتو نښې واخیستې او له ثبت شوو معلوماتو سره د دغو نښو په پرتله کولو څرګنده شوه چې د دوی مخې ته ولاړ کس هماغه توغرول باشار دی چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې پسې لالهانده ګرځیدل.

په دې توګه، د ګوتو نښو د هغه د څو کلنې پټېدو پرده پورته کړه او اته کلنه پلټنه یې پای ته ورسوله.

باشار د کادیکوي پولیسو مرکز ته ولېږدول شو او هلته د هغه د قانوني قضیې د نورو پړاوونو تر بشپړېدو پورې زنداني شو.

چارواکو همدارنګه د بل کس د شخصي معلوماتو او هویتي اسنادو د کارولو په شک یوه جلا څېړنه پیل کړې ده. که پر باشار د هویت د جعل یا د جعلي اسنادو د کارولو تورونه هم ولګېږي، ښايي له اضافي سزاوو سره مخامخ شي.

دا په ترکیه کې لومړۍ داسې پېښه نه ده چې پولیس د مظنونو کسانو د نیولو لپاره د هغوی د ورځني ژوند چارې څاري؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې تورن کسان د اوسېدو ځای بدلوي یا داسې اقدامات کوي چې د امنیتي ځواکونو له سترګو پټ پاتې شي.

د بېلګې په توګه، د بورسا ښار د عامه امنیت څانګې ځواکونو د شنبه( د سپتبمر ۱۲ مه) یو ۳۸ کلن سړی هم تعقیب او ونیو. هغه د غلا په قضیو کې د ۲۰ کلونو او ۴ میاشتو د وروستۍ بند سزا د عملي کېدو لپاره مطلوب و او په جرمي دوسیه کې یې ۳۱ پېښې ثبت شوې وې.

د ترکي OdaTV وېب‌پاڼې د راپور له مخې، دغه سړي به د نیول کېدو د مخنیوي لپاره په پرله‌پسې ډول د اوسېدو ځای بدلاوه. پولیسو وروسته د یلدریم ولسوالي د کاراآغاچ په سیمه کې د هغه پر تګ راتګ تمرکز وکړ او ویې موندله چې هغه په داسې یوه کور کې اوسېږي چې د ده په نوم ثبت نه دی.

د هغه نیول هم اسانه نه وو، ځکه نوموړي به د کور دروازه د نورو کسانو پر مخ نه پرانیستله. له همدې امله پولیسو داسې لاره ولټوله چې پرته له دې چې د هغه شک راوپاروي، کور ته ورسېږي.

فرصت هغه مهال برابر شو چې نوموړي انلاین د یوه شي فرمایش ورکړ. پولیسو د هغه پېرودل تعقیب کړل او د فرمایش د رسېدو لپاره یې د مطلوب کس انتظار د هغه پر ضد وکاراوه. امنیتي کسان د سودا د ورسپارلو د کسانو په نوم د هغه کور ته ورغلل.

کله چې هغوی دروازه وټکوله، سړي دروازه پرانیسته، ځکه فکر یې کاوه چې د سودا رارسیدلې او فرمایش به ورته وسپاري. خو پر ځای یې د پولیسو له کسانو سره مخامخ شو او سمدستي ونیول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...