Homeخبرونهد کابل پوهنتون محصلانو ته د طالبانو د مشر پیغام؛ په خپل...

د کابل پوهنتون محصلانو ته د طالبانو د مشر پیغام؛ په خپل تخصص او مهارت هېواد اباد کړئ

تاند/ پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه/ د کابل پوهنتون د نویو محصلینو د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې په اړه جوړه شوې غونډې ته د طالبانو د حکومت د مشرتابه په پیغام کې محصلینو ته توصیه او ډاډ ورکړل شوی دی.

په دې پیغام کې هبة الله اخندزاده، محصلان د هېواد پانګه ګڼلې او  هغوی ته یې توصیه کړې چې، په خپل تخصص او مهارت دې هېواد اباد کړي.

نوموړي محصلانو ته ویلي چې تحصیل یوازې د مادیاتو لپاره نه، بلکې د انسان د علمي او معنوي ارزښت د لوړولو، د دین او مسلمانانو خدمت ذریعه دې وګرځوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم بیا نویو راغلو محصلانو ته وویل چې، له وخت او ځوانۍ پر ځای ګټه پورته کړئ او ټینګار یې کړی چې، ځوانان باید تمرکز په زده کړو وکړي.

ندیم دغه راز محصلانو ته ویلي چې، له سیاسي فعالیتونو او ډلو ټپلو ځانونه وساتي.

هبة الله اخندزاده داسې مهال دا پیغام ورکوي چې، له تېرو پینځو کلونو راهیسې یې په امر د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلې دي او لا یې هم د خلاصون څرګندې هیلې نشته.

1 COMMENT

  1. زه د خبر د موضوع په هکله له تبصرې څخه تېرېږم، لاکن د تاند د ادارې او مسؤلینو د کالونو اوږدې هڅې او قربانۍ ستایم چې وخت پر وخت یې ولس ته په وخت سره خبرونه برابر کړي دي. زه د افغان ولس د یوه وګړي په توګه له دې امله له تاند څخه د زړه له کومي مننه کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...