تاند/ پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه/ د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق (U.N.I.C.E.F) ویلي چې، له تېرو پنځو کلونو راهیسې ۲،۶ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زده کړو څخه بې برخې شوي دي.
یونېسیف نن (پنج شنبه) د نجونو پر زده کړو د یاد بندیز د پنځم کال د پوره کېدلو په مناسبت له طالبانو غوښتنه وکړه چي، دا بندیز لغوه کړي.
یونېسف ویلي غوښتنه کړې چې، نجونو ته بیرته د منځنیو او لوړو زده کړو اجازه ورکړل شي.
تېره ورځ هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کي د افغان نجونو د زده کړو او کار د بندیزونو په اړه خبري وشوې.
په یاده ناسته کې له طالبانو غوښتنه وشوه چې، یاد بندیزونه لرې کړي.
له تېرو پینځو کلونو راهیسې دا بندیز دوام لري، خو د ځلونو غوښتنو سره سره تر اوسه طالبانو په دې اړه مثبت ځواب نه دی ویلی.