تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې «MIT» مشر ابراهیم کالین د پاکستان له جګپوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره په اسلاماباد کې پر دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي همکاریو او سیمهییزو امنیتي ننګونو خبرې کړې دي.
کالین د پنجشنبې په ورځ اسلاماباد ته تللی او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر، د استخباراتي ادارې «ISI» له مشر عاصم ملک او د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره لیدلي دي. د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي چې په دغو لیدنو کې د ترکیې او پاکستان د اړیکو اوسنی وضعیت او د راتلونکو همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړل شوې.
د سیمې امنیتي وضعیت
د دواړو هېوادونو چارواکو د منځني ختیځ پر روان امنیتي وضعیت هم خبرې کړې دي. د راپور له مخې، د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د روانې جګړې له امله رامنځته شوی امنیتي وضعیت، د جګړې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اغېزې او نورو سیمو ته د هغې د پراخېدو احتمال د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.
د یمن او سعودي عربستان ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې هم د خبرو په اجنډا کې شاملې وې. په دې لړ کې د مکې ګډ دفاعي تړون اهمیت ته اشاره شوې او ویل شوي چې دغه تړون کولی شي د سیمهییز ثبات د ټینګښت لپاره د ګډې همکارۍ زمینه برابره کړي.
د ترهګرۍ پر وړاندې همکاري
ترکیې او پاکستان د امنیتي او استخباراتي همکاریو د لا پیاوړتیا پر دوام هم هوکړه کړې ده.
د راپور له مخې، انقرې د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلاماباد د مبارزې ملاتړ بیا څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد وړتیاوو د پیاوړتیا په برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې
د کالین د سفر یوه مهمه موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هم بلل شوې دي.
ترک لوري ویلي چې انقره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د ترکیې په باور، دواړه هېوادونه کولی شي د سیمهییزو ترینګلتیاوو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
کالین اسلاماباد ته تر سفر مخکې افغانستان ته هم تللی و. هغه په کابل او کندهار کې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره لیدلي وو.
په کابل کې یې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره وکتل او د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره یې هم خبرې کړې وې.
د دغو لیدنو په ترڅ کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د استخباراتي او امنیتي همکاریو د پراختیا، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د انسانانو د قاچاق او نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي او د سیمې د امنیت په اړه خبرې شوې وې.
د کالین په داسي وخت کې لومړی افغانستان او بیا پاکستان ته سفرونه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي او سیاسي اختلافاتو د حل لپاره د سیمې د هېوادونو د ډیپلوماټیکو هڅو اړتیا زیاته شوې ده. د ترکیې چارواکو ویلي چې انقره غواړي د خبرو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په کمولو کې مرسته وکړي.