۱ برخه
استاد شهسوار سنګروال
ښایي داسې پوښتنه راپیدا شي، چې «غور» ولې دومره مهم دی، چې تر ځانګړي سرلیک لاندې پرې لیکنه کېږي؟
دا پوښتنه تر یوه ځایه د پام وړ ده، لومړی دا چې د ذکر شوي سرلیک لاندې یو شمېر محققینو لیکنې کړي دي او یو د بل پسې د لاسوندونو او ریفرنسونو اوږد نوملړ وړاندې کړی دی، چې د غور اصلي اوسېدونکي څوک وو…؟ خو کله چې ما دا ټولې لیکنې له پامه تېرې کړې، دغو کسانو د هغو لاسوندونو یادونه کړې چې د دوی ذوق پرې خړوبېده او له هغو لاسوندونو یې پښه اړولې، چې د دوی د تعصب پخلی یې نه کاوه.
یا یو شمېر نورو ویلي دي او یا وايي، چې پښتو هېڅ تاریخ نه لري، نو د دې خبرې معنا خو دا هم ده چې په اصل کې پښتون ټبر تاریخ نه لري، نو که چېرې پښتون ټبر تاریخ لري، نو بیا شک نه پیدا کېږي چې څوک ووایي پښتو ژبه تاریخ نه لري، دا ځکه چې د پښتنو ژبه پښتو ده!؟
راځئ چې له لرغوني تاریخ نه راواخله تر وروستیو پورې، د دې خبرې سپیناوی وکړو چې پښتو ژبه او پښتون ټبر تاریخ لري او که نه؟
دویم دا چې د غور جغرافیوي جوړښت نه یوازې د افغانستان لپاره د یوه مهم مرکز او پلاز حیثیت درلود، بلکې له لرغوني تاریخه راواخله تر شپږمې هجري پېړۍ او بیا وروسته د اسلام د سپېڅلي دین تر خپرېدو پورې د پام وړ وو.
هغه پېښې، چې د شپږمې لېږدیزې پېړۍ په مهال ماورالنهر، خراسان، افغانستان او هند کې رامنځته شوې، د غور نقش ټاکوونکی او مهم وو… لا کله چې عباسي خلیفهګانو او خوارزمشاهانو د نړیوال اسلام د رهبرۍ ډبره په سنه ماتووله، غور د یوه ستر مورچل بڼه خپله کړې وه.
خو کله چې اسلام له ګڼو ستونزو سره سره په غور کې خپور شو، نو بیا د غور له هېواده د یوه سیاسي مورچل په توګه استفاده کېده، چې د اسلام دین، په سیمه او په ځانګړې توګه د هند په نیمه وچه کې خپور کړي.
غور د تاریخ په اوږدو کې د جغرافیوي جوړښت ځانګړې دب دبه درلوده، ولې له بده مرغه د غور په تړاو بشپړه څېړنه تر ډېره بریده نه ده شوې او که شوې هم ده، نیمګړې ده او توکمیزو اندېښنو یې اندېښمنه کړې ده.
پخپله یو شمېر لرغونپېژندونکو او تاریخپوهانو، په دغه لړ کې طبقات ناصري، جوزجاني او ابن اثیر، په دې ټینګار کوي، چې د غور تاریخي پېښو ته تر ډېره بریده لاسرسی نه دی شوی او ګڼې پېښې لا تر اوسه تتې دي او د پام وړ څېړنه پرې نه ده شوې…!؟
ښایي ډېر لاملونه به وو، خو کومې انګېرنې، چې د سړي پام ورته را اوړي، په دې ډول دي:
۱ ـ دا چې تاریخپوهانو ډېر اطلاعاتي توکي نه دي تر لاسه کړي، یو لامل یې لري والی وو، چې څېړونکو یوازې د نوم په یادولو اکتفا کړې ده.
۲ ـ بله خبره همدا کېدی شي، چې د غور جغرافیه دومره پېچلې او غرنۍ وه چې ورتګ ورته اسانه نه وو. کومې اسانتیاوې چې اوس یې لرو، په هغه وخت کې شتون نه درلود.
۳ ـ تاریخپوهانو، چې کوم لاسرسی د غزنویانو، خوارزمشاهانو او نورو په اړه درلود، هغومره یې د غوریانو د تاریخ په اړه اطلاعات نه دي تر لاسه کړي.
۴ ـ دا چې تر یوه بریده د غور غرنیزې جغرافیې د غور تاریخ یرغمل کړی و، د دې په څنګ کې تاریخپوهانو هم خپل مسؤلیت نه دی ادا کړی، یوازې له دغه مسؤلیته سرغړونه په دې نشي خلاصېدلی، چې ټوله پړه د غور په طبیعي جغرافیه او جوړښت واچوو.
یاقوت حموي هم د دې خبرې پخلی کړی دی، چې د غور غرنی جوړښت له ستونزو ډک دی، ډېرې سترې او لویې ابادۍ نه لري، یوازې د غور هغه ستره کلا، چې د «فیروز کوه» په نوم یادېږي او د غور واکمن به پکې اوسېدل، د ساري په توګه یادولی شو، چې د سام ټبر پورې اړه درلوده.»
دلته د «سام» یادونه وشوه، غوره به وي، چې د دغه نوم پخلی وکړو او دې ته تم شو، چې «سام» یعنې څه؟
سام
د افغانستان په لرغوني تاریخ کې د یو شمېر لرغونو توکو او نومونو په لړ کې یو نوم هم د «سام» دی.
د یو شمېر شجرو او نبیرو پر بنسټ، ځینې روایتونه او انګېرنې په دې تړاو شتون لري، چې «سام» او «اسور» دوه وروڼه وو او په لویه پښه کې بیا «سرواڼیان» ګڼل شوي دي.
د «سام» او «اسور» نه پرته په دغه ټبر کې د «سوري» نوم هم تر سترګو کېږي، چې دی د روایتونو پر بنسټ د «سریپال» زوی او د سرواڼي لمسی بلل کېږي.
د یوه بل استوروي تاریخ له مخې، هغه مهال چې سوري او سام «نهاوند» ته لاړل، د سام مشر ورور سوري د هغه ځای پاچا شو او سام د هغه سپهسالار وټاکل شو.
سوري په کوچنیوالي کې خپله لور د سام زوی ته ورکړې وه، ولې کله چې سام ومړ، د لور له ورکړې نه یې ډډه وکړه او سوري غوښتل چې خپله لور د «ملوک» په نوم یو چاته ورکړي، خو د ده لور د خپل کاکا زوی سره وتښتېده او «غور ته راغلل.»
د «تاریخ سیستان» نومورکي لیکوال په دې اړه لیکلي دي چې «غور سام نریمان آباد کړی دی.»
په ځینو روایتونو کې حسین د سام زوی بلل شوی دی، چې بشپړ نوم یې امیر حسین عزالدین دی.
د یوه بل روایت له مخې وایي، هغه مهال چې فریدون د لور له خوا لمسی «منوچهر»، چې یو ابلوڅی تنکی ځوان و، د خپل زوی «ایرج» د کسات اخیستو لپاره، چې د خپلو مشرانو وروڼو سلم او تور له خوا وژل شوی وو، د سیستان یوه اتل ته چې «سام» نومېده، د روزنې لپاره ورولېږه.
وروسته همدغه منوچهر له یوه لښکر سره د تور او سلم مقابلې ته ورغی او د هغو سرونه یې خپل نیکه فریدون ته راواستول… د تاریخ سیستان ځکه په دې اند دی چې د «غور بنسټ په اصل کې سام نریمان ایښی وي.»
«افغانستان در شاهنامه» نومي کتاب کې راغلي دي، «سام نریمان، د نړۍ پهلوان له سیستان نه غور ته راغی او له هغه ځایه بلخ ته لاړ، هلته یې واده وکړ، زوی پیدا شو چې د ماشوم بدن سور او وېښتان یې سپین وو… هغه یې البرز غره ته یووړ او د سیمرغ په ځاله کې وروزه.» ۲۱۷
دا چې فردوسي سام نریمان یاد کړی، قاضي منهاج السراج «سور او سام» دوه وروڼه بللي، د فریدون له اولادونو څخه، چې یو یې امیر او بل یې سپهسالار و… سام نریمان د غور او سیستان له نامتو کسانو څخه و. (هماغه اثر، ۲۹ مخ)
رودابه، د کابلستان د مهراب شاه لور وه، د البرز په غره کې روزل شوی «زال زر» د هندوکش له شمال نه راواوښت او د کابل رود په غاړه یې خیمه ودروله… د رودابې او ده ترمنځ د دوستۍ په نتیجه کې رستم وزېږېد، چې بیا د کابلي او زابلي رستم په نوم نامتو شو.
سوري (سور)
د روایتونو له مخې د غور شهزاده درې زامن درلودل، چې د یوه نوم یې لودي وو. لودي هم د درې زامنو پلار شو، چې د یوه زوی نوم یې «سیاني» وو، چې د ده په ټبر کې «سوري» پیدا شو، چې په اصل کې د «سیاني» لمسی شي.
د دغه روایت له مخې سور (سوریان) د غور د تاریخي سیمې اصلي اوسېدونکي دي، چې په لویه پښه کې پښتانه ګڼل کېږي. ولې د تاریخ فرشته په اند سوري د «امیر بنجي» لمسی کېږي، چې د صفاري یعقوب لیث معاصر وو.
«افغانستان در شاهنامه»، ۲۶ مخ
که چېرې دا ومنو، چې سوري د امیر بنجي لمسی دی، خو طبقات ناصري لیکوال جوزجاني په دې اند دی، بنجی د نهاران زوی، د درمیس لمسی، د وزن کړوسی او هغه د هین زوی بلل کېږي. هین د بهرام زوی، د جحش لمسی، د حسن کړوسی، چې هغه د ابراهیم زوی دی.
ابراهیم د معدل زوی، د باسد لمسی، د سداد کړوسی، چې هغه بیا د ضحاک زوی ګڼل شوی دی.
ضحاک (ازهي دهاکه)
دمخه مو هم یوه لنډه اشاره درلوده، چې یو شمېر لرغونپوهان انګېري، چې د غوري شاهانو ستر نیکه ضحاک نومېده او په بامیانو کې یو آباد ښار چې په پخوا کې ودان و، د ضحاک ښار په نوم نامتو وو، چې ریښه یې هم له همدې څخه اخیستل شوې ده.
د غوري شجرو پر بنسټ د دوی نسب او نبیره تر ضحاکه رسېږي، چې له یما یا جمشید نه وروسته یې په اریانا کې سلطنت درلود.
د طبقات ناصري لیکوال په دې ټینګار کوي چې «بستام» د ضحاک زوی وو، چې په پای کې ضحاک د فریدون (فریتون) یا تریتون = تریتونا) له خوا ونیول شو، بیا یې هند ته د «بستام» نیولو لپاره لښکر واستوو او بستام بامیانو ته پناه راوړه او له هغه ځای غور ته راغی. سوري او سام د ده دوه نامتو وروڼه، په نهاوند کې د واک او ځواک څښتنان شول.
د اوستا د څرګندونو پر بنسټ «بیور اسپ اژي دهاکه» د ښایسته او ښکلي بخدیم پر مدنیت برید او یرغل وکړ.
دارمستتر د «زند اوستا» په دویم ټوک کې، چې په فرانسوي ژباړل شوی دی، په دې تړاو په ځانګړي ډول د «کرساسپه» په اړه څرګندونې کړې دي.
ځینې څېړونکي او لرغونپوهان بیا په دې اند دي، چې اوستایي «سریم» چې یونانیانو په سر کې هم هیرودوت پکت = پخت = پښت بللي دي، د افغانستان لرغوني اوسېدونکي دي.
له دې سربېره چې اوستا کې د سریم په بڼه یادونه شوې ده، خو د «ازهي دهاکه» یادونه بیا فردوسي په شاهنامه کې هم کړې ده، چې یو شمېر تاریخپوهان ضحاک، سهاک (ساک) ګڼي، چې عربانو په تېروتنې ضحاک کړی دی.
په اوستایي متونو کې د «تور» په نوم هم یاد شوی دی، چې په ټوله کې د «توران» یا تورانیانو له نوم سره هم تړاو لري.
«د پښتنو د نسب په باب دا ډول روایتونه بېاساسه نه دي، ځکه چې ضحاک (سهاک، ساک) د پښتنو د توکم یو ډېر مهم توکی دی، چې همدغه روایت د پښتنو کلا سیکو مور خینوله خوا او هم د وروستیو ختیځپوهانو له خوا تایید شوی دی.»
کله چې د اسلام لښکرې د دویم خلیفه حضرت عمر (رض) په مهال پارس ته ورسېدې، د قیس زوی احنف ته یې سپارښتنه وکړه چې یزدګرد ترې نه خلاص نشي. نو احنف بیا د خراسان ځمکه لاندې کړه. په دغه وخت کې د فردوسي او طبري په وینا، ماهوی سوري د غور ساتونکي وو.
هو، پوښتنه پیدا کېږي: ماهوي سوري څوک و؟
ماهوی سوری، هغه د اوومې میلادي پېړۍ یو پیاوړی سیمهییز واکمن او د ځینو افغان تاریخي سرچینو له مخې، هغه د غور د سوریانو له کورنۍ سره تړاو درلود.
ماهوي سوری د ساساني پاچا درېیم یزدګرد په وروستیو ورځو کې مهم رول درلود. یزدګرد د عربو له فتوحاتو وروسته مرو ته وتښتېد، خو ماهوي ورسره مخالفت وکړ او د روایتونو له مخې، د یوه زرندګړي په لاس د یزدګرد د وژلو په پېښه کې لاس درلود.
ماهوي سوری د غور د پخوانۍ سوري کورنۍ له نومیالیو کسانو څخه بلل کېږي، خو د هغه اصلي سیاسي پلازمېنه او مرکز مرو و، نه غور… ولې د هغه د غور سره تړاو په تاریخي سرچینو کې د بحث وړ دی، نو باید په قطعي ډول ونه ویل شي چې هغه د ننني غور والي و، ولې اړیکې یې درلودې.
(نور بیا)