Homeخبرونهګوترش: د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده

ګوترش: د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د چهارشنبې په ورځ د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو په اړه د نړۍ د ټولو هېوادونو د ګډو هڅو غوښتنه وکړه. هغه وویل، ملي اقدامات اړین دي، خو د مصنوعي ځیرکتیا خطرونه له پولو نه اوړي او له همدې امله نړیواله همغږي هم ضروري ده.

ګوترش ومنله چې مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو د ژوند د ښه کېدو، زده‌کړو، روغتیا او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخو کې ستر ظرفیت لري. ده په عین حال کې وویل چې د دې ټکنالوژۍ د پراختیا چټکتیا د هغې د احتمالي خطرونو په اړه د انسانانو له درک څخه مخکې روانه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر فولکر تورک هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت موحودیت ته خطر رامنځته کولای شي او د دې ټکنالوژۍ د خوندي پرمختګ لپاره یې د کلکو تضمینونو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، د مصنوعي ځیرکتیا مخکښ ساینسپوه او د کاناډا د مونتریال پوهنتون استاد یوشوا بنجیو هم خبرداری ورکړی چې انسانان ښايي په تدریجي ډول پر دې ټکنالوژۍ خپل کنټرول له لاسه ورکړي. هغه د مصنوعي ځیرکتیا د کنټرول لپاره د اتومي وسلو د کنټرول تړونونو په څېر د نړیوالو میکانیزمونو غوښتنه کړې ده. بنجیو په ۲۰۱۸ کال کې د کمپیوټر ساینس د «ټورینګ» جایزه ترلاسه کړې وه.

د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا د چټکتیا په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د انتروپیک اجرايي مشر داریو امودي، د اوپن‌اې‌آی مشر سم آلټمن او د اېکس‌اې‌آی مشر ایلن مسک هم د دې ټکنالوژۍ د پراختیا د سرعت د کمولو او د خونديتوب د تدابیرو د پیاوړتیا ملاتړ کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو په اړه اندېښنې کمې ګڼلې او ویلي یې دي چې امریکا لا دمخه د دې ټکنالوژۍ د شرکتونو د څار او تنظیم لپاره کافي تدابیر لري. هغه خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا ورو کول ښايي چین ته ګټه ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...