کله چې په یوه هېواد کې نظام د ولس له رښتینو استازو جوړ وي، نو د خلکو اساسي غوښتنو ته درناوی کوي، غږ یې اوري او د ستونزو د حل لپاره د ولس باور او ملاتړ تر ټولو ستر قوت ګڼي؛ ځکه مشروع واک هغه دی چې د خلکو له رضایت او باور څخه سرچینه واخلي.
ولس له نظام څخه داسې حکومتولي نه غواړي چې په لاس کې لاوړ (کوتک) ورسره وي او شپه او ورځ یې د ځورولو لپاره پلمې لټوي، د خلکو کلتوري او اساسي غوښتنو ته درناوی نه کوي، د زور او جبر لارې پرې واک چلوي. ولس عدالت، امنیت، عزت، ثبات او د خپل برخلیک په ټاکلو کې د ګډون حق غواړي. هغه نظام چې دا اړتیاوې درک کړي، له ولس سره خپله اړیکه پیاوړې کوي؛ خو کله چې واک له خلکو واټن واخلي، نیوکې د دښمنۍ په نوم رد کړي او د خدمت پر ځای ولس خپل احسانمند وګڼي، د باور دیوالونه رانړېږي.
ځینې نظامونه له واکمن کیدو سره دومره د غرور غونډۍ ته جګ شي، چې په رڼه ورځ د ولس په سترګو کې شګې اچوي؛ د خلکو ستونزې ویني، خو له حل څخه یې ځان ناګاره کوي او داسې چلند کوي، لکه ولس چې د نظام پوروړی وي، نه نظام د ولس پر وړاندې مسؤل .
د واک تر ټولو خطرناک حالت هغه وخت رامنځته کېږي چې د ولس ریښتینی غږ د چاپلوسانو او مفسدینو په خبرو کې پټ شي او هره نیوکه د ګواښ په توګه وګڼل شي. په دې مرحله کې نظام له واقعیتونو لرې کېږي او هغه تر ټولو مهمه پانګه، یعنې ولسي باور، له لاسه ورکوي چې د بقا لپاره ورته اړتیا لري.
د ولس چوپتیا تل د رضایت معنا نه لري. خلک کېدای شي د زغم، وېرې، شرایطو یا مصلحت له امله چوپ پاتې شي؛ خو که ستونزې دوام وکړي او د اصلاح درک یې نه وي ، چوپتیا په بې باورۍ او قهر بدلېږي.
تاریخ ښيي چې هېڅ واک تلپاتې نه دی. د ډېرو نظامونو د کمزورۍ او زوال پیل له هغه ځایه شوی چې غرور د واقعیتونو له لیدلو او د ولس له اورېدلو محروم کړي دي. ځکه د نظام ریښتینی قوت یوازې په قدرت او امکاناتو کې نه، بلکې په مشروعیت، عدالت، حساب ورکونه او ولس ته په درناوي کې نغښتی دی.
هغه نظام چې ولس خپل شریک او د خپل واک سرچینه وبولي، د ستونزو پر وړاندې پیاوړی پاتې کېږي؛ خو هغه واک چې ولس خپل احسانمند وګڼي، د خپل زوال تخم په خپله کري.
د ولس زغم که هر څومره اوږد وي، بې پایه نه وي؛ او غرور، که هر څومره لوړ وي، د زوال له خطر څخه مستثنا نه دی.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه:٢٠٢٦ د سپتمبر ١٦مه