تاند/ پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه/ د پولیو د له منځه وړلو د بېړني عملیاتي مرکز مسؤلان وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسې په ټول هیواد کې د ګوزڼ ناروغۍ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد مرکز مسؤلانو نن (پنجشنبه) په کندهار کې د سوېل لوېدیځ زون له خبریالانو سره د پولیو د عامه پوهاوي او همږغۍ په ناسته کې ویلي چې، دا شمېر د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
هغوی پر ټولو هیوادوالو او مشرانو غږ وکړ چې، په را روان ملي کمپاین کې، چې د راتلونکي اوونۍ په سه شنبه په سوېل زون کې پیلېږي، خپل تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیان واکسین کړي؛ ترڅو له یادي ناروغۍ څخه وژغورل شي.
پرون چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه هم تاند وېب پاڼې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو ادارې پر اعلان خبر خپور کړی وو، چې پکې د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د ملي واکسیناسیون کمپاین د پیل خبره شوې ده.
یاد خبر کې زیاته شوې چې، د کمپاین له مخې، په ټول هېواد کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي، خو په جنوبي ولایتونو کې به د واکسین لړۍ یوه ورځ وروسته پیل شي.
د تاند په خبر کې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا لیکل شوي وو چې، افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې له منځه نه دي تللي.