Homeخبرونهپه نورستان او کاپیسا ولایتونو کې سږکال د جلغوزیو حاصلات زیات شوي

په نورستان او کاپیسا ولایتونو کې سږکال د جلغوزیو حاصلات زیات شوي

تاند_ پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه/ د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د اټکل له مخې سږ کال به په دغه ولایت کې د جلغوزیو له طبیعي ځنګلونو شاوخوا ۱۲۸ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، د دغو جلغوزیو حاصلاتو راټولولو او مدیریت له لارې به شاوخوا ۷.۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.

خبرپاڼه کاږي چې دغه عاید به د نورستان د خلکو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولري.

د سرچینې په وینا، د جلغوزیو د طبیعي ځنګلونو ښه مدیریت، د اړوندو کسانو د ظرفیت لوړول او روزنیزو پروګرامونو ترسره کول هغه اقدامات دي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلاتو د زیاتېدو لامل شوي دي.

خبرپاڼه کې د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د نورستان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د جلغوزیو شاوخوا ۳۱۱۵ هکتاره طبیعي ځنګلونه شته.

د یوه بل خبر له مخې په کاپیسا ولایت کې هم روان کال د جلغوزيو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

دې ولایت کې د کرنې ریاست د مسوولانو په وینا ١١ زره هکټاره ځمکه باندې د جلغوزيو ځنګلونه شته، چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

جلغوزي د افغانستان له ځانګړو وچو مېوو څخه دی چې، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې دغرییزو سیمو د خلکو د عاید ستره سرچینه بلل کېږي.

دغه راز افغان جلغوزي په هېواد دننه او د باندې په یو شمېر هېوادونو کې ښه بازار او په ښه بیه پلورل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...