جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپېښور؛TTP د برید مسوولیت منلی، پښتين: د ډالري جګړو لپاره د پښتنو...

پېښور؛TTP د برید مسوولیت منلی، پښتين: د ډالري جګړو لپاره د پښتنو وینه تويه شوه

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ په پېښور کې د ننني ځانمرګي برید مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک ټي ټي پي پر غاړه واخيست.

دغې ډلې ویلي، چې د ياد شوي برید په ترسره کولو ېې د پاکستان حکومت څخه د خپل وژل شوي مشر عمر خالد خراساني غچ واخیست.

د یادې ډلې په وينا، د خراساني د غچ اخيستو لړۍ به دوام ولري.

 د پېښور ښار د پولیسو د ځانګړې مېنې په جومات کې نن ماسپښین په چاودنه کې لږترلږه ۱۵۰ تنه ټپیان شوي او لږترلږه ۳۲ وژل شوي وي.

‏د دغې پېښې په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین ويلي:« نن یو ځل بیا د پښتنو وینې توېې کړل شوې.د دې ډالري جنګونو خلاف د قامي اتحاد نه پرته هیڅ بله لار نشته.زمونږ هڅې به جاري وي چې یو اتحاد قایم شي.»

د پاکستان پوځ او استخبارات د نورو پښتنو ملتپالو له لوري په دې تورن دي، چې د نړيوالو استخباراتي لوبو لپاره ېې د پښتنو سيمو ته جګړې او افراطیت راوړی او پښتانه په مختلفو نومونو له منځه وړي او سېمې ېې نا امنه ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب