شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهط-انو د پېښور نننۍ پېښه وغندله

ط-انو د پېښور نننۍ پېښه وغندله

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په پېښور کې د پولیسو پر یوه جومات نننۍ چاودنه وغندله.

یاد شوي سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې پر لمونځ کوونکو او جومات برید د اسلام خلاف عمل دی.

په پېښور کې د ننني ځانمرګي برید مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک ټي ټي پي پر غاړه اخیستی.

دغې ډلې ویلي، چې د ياد شوي برید په ترسره کولو ېې د پاکستان حکومت څخه د خپل وژل شوي مشر عمر خالد خراساني غچ واخیست.

د یادې ډلې په وينا، د خراساني د غچ اخيستو لړۍ به دوام ولري.

 د پېښور ښار د پولیسو د ځانګړې مېنې په جومات کې نن ماسپښین په چاودنه کې لږترلږه ۱۵۰ تنه ټپیان شوي او لږترلږه ۳۲ وژل شوي وي.

په افغانستان کې حاکمو طالبانو ياد شوی برید په داسې حال کې غندلی، چې خپله دوی هم د تیرې شل کلنې جګړې پر مهال د جمهوري نظام پر ځواکونو په جوماتونو کې د لمانځه پر مهال په بريدونو تورن وو.

پاکستاني چارواکي د افغانستان حاکمه اداره پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو هم تورنوي، خو د طالبانو ادارې دغه تورونه رد کړي دي.

3 COMMENTS

  1. دې ځناورو چې په کابل کی په جوماتونو کې ښونځیو کې دې خلکو بچیان وزل ایا هغویې مسلمانان نه وه چی اوس په پاکستان کې همداسی عمل کیږې دا خینزیر هیبت دا دې اسلام ضد عمل بولې همدا پاکستان وه چی دا څلویښت کاله دې افغانانو وینې دې همدې جاهلانو په واسطه تویولی اوس پاکستان باید پوه شې چی دې بل مسلمان بی موجبه وژل ځنګه دې درد لری کنه لعنت دې په خینزیر هیبت وې

    • ❤️❤️❤️👍👍👍. هو د ای ایس ای غلام خبیث طالب سي په میلونو افغان ماشومان ښځې او نر یې د تور دجال پنجابي په مشوره شهیدانول.نن دغه ددجال زوی بل ته نصیحت کوي 😡

  2. 🤣یوې بلا بلې بلا ته ویل اوخ.اوس نن قاتل واسکټي طالب د نورو کړنې غندي . ای خنزیره هغه سي تا بیګناه ماشومان ښځې او نر په وینو لمبول او جنت ته تلې تاته چا دا اجازه درکړې وه د پنجاب غلامه ؟ هغه خو تاته خنزیر پنجابي ویل. نو مرتده خبیثه د ابلیس چیچیه خپل عیب د ولي منځ د بل عیب د کلي منځ 😡. دغه هم ستا د اورتې د میړه پنجابي ای ایس ای کار ده.په دغه غواړي نړۍ ته خپله توره جوسه سپینه کړي. 😤

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب