شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاشرف غني پاکستان د ترهګرۍ خلاف ستراتیژیکې مبارزې ته وباله

اشرف غني پاکستان د ترهګرۍ خلاف ستراتیژیکې مبارزې ته وباله

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د پېښور د نننۍ پېښې له غندلو سره وویل، چې افغانان د داسې پېښو درد ډېر ښه احساسوي.

نوموړي زياته کړې:«پر ترورېزم د برياليتوب لپاره په نړۍ، ځانګړي ډول اسلامي نړۍ او سيمه کې کافي اجماع ته اړتيا ده، ترڅو په بنسټيز ډول هغه وپېژندل شي او ورته رسیدګي وشي.»

هغه پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې دغه هېواد فرصت لري څو د پخوانيو تاوتريخوالي ډکو نظامي لارو پر ځای ګواښونو سره د مبارزې نوې حل لارې وړاندې کړي.

ښاغلی غني وايي:«لنډمهالي تاکتيکي اقدامات بايد خپل ځای د دولت او خلکو ترمنځ اوږدمهاله پايلو او ستراتېژيک صبر او همغږۍ ته پرېږدي، ترڅو پايله ورکړي.»

 د پېښور ښار د پولیسو د ځانګړې مېنې په جومات کې نن ماسپښین په چاودنه کې لږترلږه ۱۵۰ تنه ټپیان شوي او لږترلږه ۳۲ وژل شوي وي.

د ننني ځانمرګي برید مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک ټي ټي پي پر غاړه اخیستی.

دغې ډلې ویلي، چې د ياد شوي برید په ترسره کولو ېې د پاکستان حکومت څخه د خپل وژل شوي مشر عمر خالد خراساني غچ واخیست.

د یادې ډلې په وينا، د خراساني د غچ اخيستو لړۍ به دوام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب