Homeخبرونهد پخواني ولسمشر حامد کرزي مور وفات شوې

د پخواني ولسمشر حامد کرزي مور وفات شوې

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مور د مړينې خبر ورکړل شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر فعالانو ويلي، چې د ښاغلي کرزي مېرنی مور نن وفات شوې ده.

يو شمېر سياسي څېرو او نورو افغانانو له حامد کرزي او کورنۍ سره ېې د دې ویر له امله غمرازي ښودلې او په ویر کې ېې ځان شریک بللی.

ويل کيږي، چې حامد کرزی دمګړۍ د جرمني په سفر دی.

خپله کرزي د مور د وفات په اړه ېې تر اوسه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. د کرزی او زموږ او ستاسو ټولو میندی دی خدای وبخښی.
    امّا
    اوسمهال د افغانانو ګده او مشترکه معنوی مور ( وطن ) د اوکرائنی کرونا په ویروس مبتلاء او د کوما په حال کی ده چی هیله ده روغتیا ومومی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...