جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د کونړ؛ غرونه غورځنګونه کتاب، آنلاین شو

د کونړ؛ غرونه غورځنګونه کتاب، آنلاین شو

ولي الله ملکزی

«د کونړ؛ غرونه غورځنګونه» کتاب لپاره دریو ښاغلو لیکوالانو، استاد، محمد اکبر کرګر، ژورنالست حیات الله پیاوړي او ډاکټر سید اصغر هاشمي سریزې لیکلې چې ځینې برخې یې په لنډو ټکو کې د درنو لوستونکو خدمت ته وړاندې کیږي.

استاد کرګر: (د ملکزي صيب دې کور آباد وي چې په ښکلو کرښو اوعناوينو يې يو وار بيا زما مخ خپل ماشومتوب، زلميتوب او تېرعمر ته ستون که، راته يې وويل: « دا يوه هڅه مې کړې چې ستا په نظر به څنگه وي؟» ما د دې اثر چې ملکزي صيب په کې زيات کړاو گاللي وليده، لومړې خو د هغه د احساس قدردانی کوم او بله دا چې يو څوک له خپل کلي او کوره ليرې شي، له خپلې ديرې، هوجرې او هديرې ليرې لاړ شي، له خپلو ونو او غنو ليرې شي نو بيا يوه ژوره نوستالژيا د تير د ياد په پار د هغه په اندامونو لکه خپسه، خوله لگوي۔ پر ما يې هم دا کانې وکړې. زه چې هرکله (هسې خو ټول افغانستان زموږ په تنگ او مساپر زړه کي پروت دې) د کونړ نوم اورم نو دا شعر مې سم دواره خولې او ذهن ته راځي  چې وایي: اى مسته، مسته کونړه مسته + دغم جاله مې درکې لاهو کړه. اوس يې درنيسه، اى زبردسته

که څوک د يو کونړي کور، يا دېري او هوجري ته ورشې، هغه که تازه د خپل پټي او کار نه راغلې وي، پايڅې به يې لمدې وي، خولې به پرې راماتې وي، خو هر څه چې په کور کې لري، ستا مخ ته به یې کيږدي او درته وايي به « تور توتان، له يار نه قربان» د کونړي په هماغه سپيره سوکړک او د شوتلو په سبو کې روحانيت او معنويت غځيدلی وي، مينه او صميميت په کې وي او ريا او تظاهر ترې تښتیدلی وي۔ نو همدا کونړۍ مينه ده او همدا د کونړیانو ځانګړتیا ده۔

زه او ټول کونړيان، د درانه ملگري، ولي الله ملکزي پوروړي يو چې زموږ د بيوزلي خو په هوډ او عزم کي د هندوکشي کونړ يادونه يې کړې ده. ښه يادونه يې کړې ده. غرونه يې ورله ستايلي دي. درې يې ورله ستايلې دي او باتور ولس يې ستايلی دی۔ ملکزي ته مبارکي وايم او په دې برخه کې يې نوره زياته بریا غواړم)۔

لیکوال، حیات پیاوړی: (زه د کونړ د غرونو، غورځنګونو او عامو کونړیانو سره له ډیره وخته څه نا څه بلدتیا او خوږه راشه درشه لرم. هلته یو شمیر درانه ملګري او دوستان لرم چې د ټولو په پیژندګلوۍ، دوستۍ او ملګرتوب زښت ډير ویاړم. د هغو خوږو دوستانو په ډله کې مې یو هم د همدې کتاب لیکوال، ګران دوست ښاغلی ولي الله ملکزی دی. د کتاب د لوستلو پر مهال له داسې موضوعاتو او اشخاصو له نومونو سره مخامخ شوم چې ما لا پخوا ډیر ښه پیژندل، خو د کتاب د مطالعې له برکته د هغوی نومونه راته بیا مخ ته راغلل او ډیر ارزښتمند یادونه را تازه شول. د کتاب د لیکلو تود هرکلی او د زیار ګاللو ستاینه یې کوم. دا د بشپړې جغرافیې، اقتصاد، سیاست، عقایدو، دودونو، قومي جوړښتونو، ژبو او ټولنیز ژوند په اړه د غني معلوماتو درلودونکی کتاب دی، نو ځکه یې لوستل یوازې د کونړي عزیزانو لپاره نه، بلکې د نورو هیوادوالو لپاره هم ډیر ګټور بولم.

دا چې ملکزی صاحب د لوړو زده کړو څښتن او زیاتره لوړې زده کړې يې له هیواده بهر په سعودي عربستان او د امریکا په متحده ایالاتو کې تر سره کړې، نو د ملکزي صاحب په څیر نامتو لیکوالو ته باید سپارښتنه وشي چې د وطن څخه د یو څه وخت لیرې پاتې شوی، نو له همدې امله د پښتو ژبې د معیاري کلماتو په لیکلو کې ور ته لا نوره پاملرنه په کار ده. ټول ګران هیوادوال او په ځانګړې توګه ځوانان د دې ګټور کتاب لوستلو ته رابولم. په پای کې ملکزي صاحب ته د ستر رب څخه ښه روغتیا، خوشحالۍ او بې شمیره بریالیتوبونه غواړم. قلم يې تاند اوسه).

ډاکټر هاشمي: (د هڅاند ژورنالست، ملکزي (کونړ؛ غرونه غورځنګونه) کتاب د کونړ پيژندنې هڅه ده. د کونړ ولایت د تاریخ، جغرافیا او طبیعت پيٍژندنه، د ولسوالیو او قومونو پيژندنه او د دې ولایت د مشهورو کسانو پيژندنه په کې راوړل شویده. دغه هڅه د ستایلو وړ ده، خو د دې خبرې واضح کول هم په کار دي چې کوم هغه لاملونه دي چې نوموړې یې دیته هڅولې دی؟ زه فکر کوم یو لامل یې د کونړ سره مینه او عشق دی چې د لیکوال په داخلي نړۍ کې جریان لري.

له هیواد سره مینه ډیره سابقه لري. لویو لویو شخصیتونو د خپل هیواد ارمان کړی او تیر ته ګرځیدلي دي. دا ډول مینه د هر انسان په داخل کې شتون لري او ځینې پوهان په دې نظر دي چې د ټولنې دننه عوامل او مسائل له یو انسان څخه بل انسان ته په میراث پاتې کیږي او تل په زړه او ذهن کې خوندي وي. د ملکزي په کتاب کې له هیواد سره د مینې اغیزې له ورایه ښکاري او دغه مینه د ده له روان سره تړاو لري. دا هغه تیرې خاطرې دي چې د نورو اغیزو پرته د نوستالژیکو تاثیراتو څخه پیدا شویدي. په پای کې لیکوال ته خوښ او خوشحاله وخت غواړم چې نور علمي کارونه وکړي او هاشمي خپرندویه ټولنه ویاړي چې دا ډول علمي آثار چاپ او د خپلې ټولنې غړو ته وړاندې کړي).

قدرمنو لوستونکو ! په دې لینک کې کتاب د پي‌، ډي، اف په بڼې په وړیا ډول ستاسې په خدمت کې دی، البته د کاپي رایټ د حق په درلودلو سره، تاسې چې کله هم له دې کتاب څخه اقتباس یا کاپي کوئ او یا له کومې برخه څخه یې په خپلو لیکنو او خپرونو کې استفاده کوئ، نو د کتاب ریفرنس او یادونه مه هیروئ. مینه او مننه

4 COMMENTS

  1. ښاغلی ولي الله ملکزی ته دیی الله ج ډیر آجرونه او عزتونه ورکړی چه دغه کتاب ( کونړ؛ غرونه غورځنګونه) یی لیکلی دی. او بیا دا چه دغه کتاب یی په انلاین ډول رایګان د خپلو وطنوالو لپاره خپور کړیدی ډیر غټ خدمت او تحفه بولم.
    دغه ښاغلی لیکوال ماته ډیر ښه او دروند سړی ښکاری، زه ورسره خپله د نیزدی څخه بلد نه یم، خو په مطبوعاتو کی یی لیکنی او مقالی لولم. ماته د لیکنو څخه دغه ورور ډیر سخی، بی پری او په وطن ډیر مین سړی ښکاری.
    په احترام

    • جناب افغان صیب، زه مو د خپلو خوږو لفظونو د پور پوروړې کړم. زما دوه نور کتابونه چې د خټین تاج محل او دین او جګړې په نومونو تیر کال چاپ شويدي، ډیر ژر د خپلو قدرمنو لوستونکو حضور ته آنلاین کړم. مننه / ملکزی

  2. دا چې ښاغلي ولی الله ملکزي صاحب خپل کتاب (کونړ, غرونه غورځنګونه) په وړیا ډول انلاین کړی دی د ډېرې مننې وړ دی. زه ورڅخه د زړه له کومي مننه کوم او مبارکي ورته وایم.

    دا کتاب ما لوستلی دی او له لوستلو څخه ېې ډېر متاثر شوی یم. ملکزی صاحب د ډېر ښه قلم خاوند دی. د دوی خوږې او معیاري لهجې د کتاب محتویاتو ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده. دا کتاب د کونړ په باره کې له داسې معلومات ځنې ډک دی چې مخکې له دې نه په داسې پوره ډول نشر شوی نه و. په کتاب کې د کونړ د ولایت جغرافیايي او د مشهورو شخصیتونو په هکله معلومات د ډېرې ستاینې وړ دی. د ملکزي صیب دا خدمت د ډېرې ستاینې وړ بولم. د دوی نور بریالیتوب زما ارزو ده.

    • قدرمند انجنیر صیب متین، ستا د ننګې او هڅونې قدر کوم. زه تل ستاسې خواږه اشعار او نظمونه لولم، ډیر خوند ترې اخلم او د وطن رنګ په کې وینم. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب