استاد شهسوار سنګروال
کرزی او کاې ایډې
کاې آیډي یو ناروېژي ديپلومات وه او په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازی… ده به تل دا خبره کوله، کرزی غواړي په داسې مهال له امریکا سره اړیکې خرابې کړي، چې افغانستان د خپلې بقا او پایښت لپاره امریکا او نړیوال ایتلاف ته اړتیا لري.
یو شمېر څېړونکو به وې، کرزی په ۲۰۰۲ کې، له “افغان منډیلا” څخه په ۲۰۰۷ کال کې “افغان موګابي” شو… او دا مناسبه نه وه، خو په ۲۰۰۹ کې د کرزي چلند بدل شو او دومره چې خپل یوه وزیر ته یې وویل، که موږ نشو کولی سم حکومت وکړو، نو ښه به وې طالبانو راولو، چې امریکایانو او پنجشیرانو ته سزا ورکړي…
ویل کېږي چې وزیر ورته وې وېل، غواړې مرویس د طالبانو په رژیم کې لوی شي؟… د کرزي موخه ټوله دا وه، چې یو ځل بیا ( ۲۰۰۹ کال) د ولسمشر په توګه وټاکل شي اوکه دی غوره نشي بیادې افغانستا ن په اوبو لاهو شي.
د کابل هوایي بالونه
په ۲۰۰۷ کال رابرت ګیټس د وزیر په توګه وټاکل شواوده د ډرون الوتکو او د څار د نورو وسیلو د ډېرولوغوښتنه وکړه.
دده فرمایشونو ډېر وخت غوښته، خو بیا هم په کابل کې یو هوايي بالون د کابل په بالا حصار کې راځوړند شو. ددې بالون بیه شل (۲۰) میلونه ډالر وو.
په دغه وخت کې « فیلین » په افغانستان کې د امریکا اوناټو پوځي ځواکونو د استخباراتو مشر وټاکل شو.
جنرال مایکل فیلین له ۲۰۰۴ کال نه له مک کرسټال سره کار کاوه او مایکل ۱۷۵ ګرځنده او ساکن د څار بالونو نه افغانستان ته راوړل.
لویه ستونزه له پاکستان سره وه ، جیم جونز د اوباما لیک په اسلام اباد کې زرداري ته ورکړ، چې په افغانستان کې ستاسو حضور ته غوږ ږدو.
ورپسې هالبروک اسلام اباد کې له کیاني او پاشا سره ولیدل او هغو ووېل، زموږ ستونزه له هند سره ده او ده ورته وویل، تاسو هرې موضوع ته د هندوستان له عینکو ګورئ اوموږ ته دافغانستان موضوع موهمه ده .
له کیاني او پاشا سره د کرزي پټې کتنې
په ۲۰۱۰ کال کرزي په پټه پاشا ته د کابل د سفر بلنه ورکړه او هغه هم د جنوري په ۱۸ مه کابل ته راغی.
صالح ارګ ته لاړ، چې په مرکزي بانک د طالبانو د برید په اړه معلومات کرزي ته ورکړي… وروسته له روغبړ نه د کرزي په اشاره ووت، دی او د I.S.I مشر یوازې پاتې شول.
د پاشا له تلو وروسته کرزي بیا صالح ارګ ته وغوښت او صالح ورته وویل، زما له ایستلو چې د تاسو موخه هرڅه وه، خو تاسو د آی اس آی مشر ته وښوده، چې په افغان حکومت کې یووالی شتون نه لري.
کرزي وویل، زه د کیاني او پاشا په بلنه اسلام ابادته ځم اوتاسو به هم ددې سفر یو غړی وۍ .
د مارچ به ۱۱ مه له ژمنې سره سم یې صالح له ځان سره اسلام اباد ته بوته… په یوه غونډه کې کرزي، صالح، کیاني او پاشا سره کیناستل.
کیاني وویل، د جګړې حل لپاره له I.S.I سره ملاتړ ضروري دی. صالح ورته وویل، ښاغلی کیاني! لطفاً دا مه راته وايي، چې تاسې د طالبانو ملاتړ نه کوی، دا راته ووايي چې ولې د ې طا لبانوملاتړ کوئ ، هغه څه چې دوئ یې د پاکستان لپاره کولی شی او موږ نه؟
کیاني او پاشا له یوې خوا کرزي او صالح نه تمه درلوده، چې په افغانستان کې هند نفوذ و نه لري او له بلې خوا د “بګتي” کورنۍ چې د وزیر اکبر خان په ۱۳ سړک کې استوګن ول دوی ته وسپاري.
کرزي چې په یوه سفر کې د کابینې غړي هم ورسره وو. په واشنګټن کې له اوباما سره ولیدل، هر وزیر خپل نظر درلود خو کله چې د صالح وار راوسېد، وې وېل:
پاکستان وايي چې لویدیځ د طالبانو پروړاندې جنګ بایللی دی او په کار دی چې امریکا او اروپا اعتراف وکړي…
ولې لویديځ وايي پاکستان لوبه بایللې ځکه چې اقتصاديې کمزوری شویدی. خو که موږ جګړه وبایلو، نو القاعدې، طالب او پاکستان ته یې بایلو… او بیاد صالح خبرې په غور واورېدې، خو هیڅ يي و نه ویل.
که څه هم صالح د ارګ له چلن نه نهیلی وه ولې د C.I.A مرسته او ملاتړ ورسره وو.
حقیقت دا وو چې پاکستان د لویدیځ تر سترګو او سپوږمو لاندې خپل اټم بم غني کړ، اسامه یي وساته… نو اوس ورته د القاعدې او د نورو ترهګرو ساتل څه دي؟!
ولې پاکستان دومره چالاکه وه چې آی اس آی ملا برادر ونیوه، له یوې خوا يې امریکا ته وښوده چې ما طالب چارواکی بندي کړ او له بلې خوا یې د هغه غرور مات کړ، چې زما له مشورې پرته نشی کولی چې له کرزي سره اړیکه ونیسې.
له ده نه پرته ملا عبدالله اخون چې د دفاع وزیرو دآی اس آی په زندان کې ساه ورکړه.
سره ددې ،چې ملا عمر ته چې ملا برادر او معتصم آغاجان څومره هم نږدې وه، دومره نه ول لکه څومره چې طیب آغا او ملا منصور وه. طیب آغا د ملا عمر په استازيتوب له جرمني او امریکايي استازو سره لیدل او خپلې غوښتنې وړاندې کولې چې طالبان له تور لست نه وباسي.
ددې ټولوسیاسي اوپوهنځي هڅو سره سره ،چې حامد کرزي له یوشمېر پاکستاني چارواکو سره ولیدل ، ولې بیا هم دکابل د پولیتخنیک پوهنتون په انګړ کې وچې د لوې جرګې خېمه درول شوېده،په دې خېمه کې د جون پر ۲ مه (۲۰۱۰ ز) د چهارشنبې ورځ د افغانستان قومي مشران، د پارلمان غړي، د دولت پوځي او ملکي مشران، نر او ښځه او بیلابیل د هېواد استازي د جرګې په موخه راټول شوي ول.
دا داسې مهال وه چې د کرزي او کیاني تر منځ جوړجاړی رامنځته شوی وه. کیاني، احمدپاشا او کرزي ته دغه مهال په دولت کې امرالله صالح د لاس شپږمه ګوته وه. کرزي ته دا هم معلومه وه چې هالبروک له اتمر سره هم یوه لوبه کرزي پر وړاندې روانه کړېده… نو ځکه خو په دغه مهال کې هر چا کوښښ کاوه چې په دې حساس وخت خپل ځای ومومي :
1- داې اس ای احمد پاشا کابل ته پټ سفرونه پیل کړل،چې کرزی واشنګتن ته دتلوپه مهال دپاکستان پر ضداوبا ما ته شکا یت ونه کړي .
کرزي،چې له اوباما،مېرمن کلینټن اوهالبروک سره ولیدل،نو وې وېل ،زه دپاکستان همکاري ته ضرورت لرم .
۲-امریکا یي چار واکي، دپاشا له پټو سفرونوخبر شويول ،نو کرزي ته یې وویل،څه فکرکوې چې پرته له شرطه دپاکستان همکاري په څه مانا؟
۳-دامریکا چارواکي،دسي اې اې مشر« پنیتا » ددفاع وزیررابرت ګیټس،دبهرنېیوچاروزیره هیلري کلينتن،هلبرک،پټریېوس،مک مسټراونوردافغانستان په پوځي اوسیاسي چارو کې ښکېل وواوپه دغه مهال دجرګې ګډول وال دطالبانوترراکټي برید لاندې راغلل.
۴-په داسې حال کې امریکایي قومندان مک کرسټال دجرګې دخوندیتوب ډاډ ورکړی وو…کرزي ووېل ،ده له کومه دومره باورترلاسه کړی وو؟ ځکه دبرید ترشا ددوۍ لاس وواودوۍ په دې پوه شوي ول،چې جرګه ددوۍ دګټوخلاف وه .
کرزي داهم ووېل،چې صالح اواتمردامریکا ددې توطېې
برخه وو.
۵-کله چې کرزي ،صالح اواتمرارګ ته راوبلل اوصالح ته یې ووېل ،ته فکر کوې زه ساده یم …؟
صالح ووېل ، نا ته دهېواد ولسمشر یې . !!
اتمر مداخله وکړه اوکرزي ته یې ووېل، ته ډېروړاندې ځې ، مو دامریکا تر شا نه یو…ده غوښته خبرې اوږدې کړي،کرزي ورته ووېل، غلی شه !! اتمربیا استعفا له جبه را ووېسته او کرزي ته یې په مخ کې کېښوده .
۶-کرزي بیا صالح ته ووېل،ته هم استعفا ورکه . صالح ووېل زه له ځان سره لیکلی استعفا لیک نه لرم،خواستعفا ته چمتو یم .
د« ډیوس »اواسامه داستان
په ۲۰۱۱ کال د جنوري په ۲۷ مه ډیوس له خپل استوګنځي نه مخ په لاهور وخوځېد او د یوه موټرسیکل له خوا چې دوه پرې سپاره وه څارل کېده او په لاره کې پرې برید وشو.
ډیوس چې په یوه هونډا ګاډي کې سپور وه، پر موټرسیکل ډز وکړ یو تن ووژل او یو تن بل ټپي شو.
له دې کیسې وروسته، بیا له یوې بلې ورته کیسې سره مخ شو ،خوداځل وموړی په انارکلي کې ونیول شو.
C.I.A کوښښ کاوه هغه له بنده ازاد کړي ،خوآی اس آی له یوې خوا پټ او ښکاره خپل استازي ساتل او له بلې خوا ایبټ اباد تر څارنې لاندې وه چې اسامه وڅاري.
سره ددې، چې پنیټا په ځغرده نه ویل چې ډیوس سي آی اې ته کار کوي، ولې احمدپاشا ډېر ژر پوه شو چې نوموړی C.I.A ته کار کوي.
پاشا هم له سي آی اې سره پټه جګړه کوله او هم یې له طالب سره پټې اړیکې پاللې…
هلته طیب آغا د ملاعمر په استازیتوب په مونیخ او جرمني کې د سي آی اې له استازو سره خبرې کولې.
حامد کرزي نه وپوښتل شول، چې طیب آغا پېژنی؟ هغه ورته وویل، هو هغه ملاعمر ته نږدې کس دی.
پنیټا هلته پاکستان د ډیوس د خوشي کولوپه پلمه مصروف کړی وه، طیب آغا سره یې پټې خبرې روانې کړې وې او کرزي ته یې وښودله چې د دوئ هڅې د افغانستان د سولې لپاره روانې دي…
ولې هلته یې « ویلیم مک ریون »ته سپارښتنه وکړه، سره ددې چې په بشپړه توګه ډاډه نه ول، چې اسامه به په ایبټ اباد کې وی… خو باید عملیات وشي.
د دې په څنګ دا خبره هم کېده، که چېرې دغه برید ترسره شي، ښايي “ډیوس” د پاکستان له خوا ووژل شي.
ولې هغه وخت راورسېده چې د اسامه بن لادن پر وړاندې عملیات پيل شي.
په داسې حال کې چې کیاني سیګار لګولی وه او پخپل کټ کې ډډه لګولې وه، د یوې بجې (۱) په شاوخوا کې، جنرال اشفاق ندیم، د تیلیفون په لیکه وویل، یوه چورلکه په ایبټ اباد کې لویدلې ده.
کیاني ترې وپوښتل الوتکه زموږ ده؟ ولې دا معلومه نشوه، نو بیا یې له مارشال راوقمر سلیمان د هوایی ځواکونو قومندان سره خبرې وکړې او بیا يې د ایبټ اباد I.S.I ته زنګ وواهه هغه وویل، چې په چورلکه کې سپاره امریکایان ول او په کوم کور کې چې عملیات شوي هغه د اسامه پټنځای وه .
کله چې F16 الوتکې هواته جګې شوې، خو امریکايي الوتکه چې د اسامه مړۍ ورسره وه افغانستان ته اوښتې وې.
د اسامه لپاره په پاکستان کې مرستې راټولېدلې د کور د ساتنې لپاره یې ساتونکي درلودل. د هغه ترټولو ځوانې میرمنې “امل” نومې له ۲۰۰۲ نه را په دیخوا څلور ماشومان د پاکستان په روغتون کې نړۍ ته راغلل.
“امل” یو وار په الوتکې کې بهرنۍ سفر هم کړی وه. اسامه په یوه لیک کې خپل زوی خالد ته په ۲۰۱۰ کال لیکلې ول چې بلوچستان ته ځي پولیسو سره تماس مه نیسه.
په یوه بل لیک کې د خپل زوی حمزه او د هغه د مور د انتقال په باب غږېدلي ول، چې ایبټ اباد ته راوستل شي.
امریکا یا نو د بن لادن د سر قیمت ۲۵ میلونه ډالر ایښې وه. القاعدې په یوه لیک کې پاکستان ته ویلې ول، که موږ یوازې پرېږدئ، تاسو به یوازې پریږدو، خو کله چې دی په ۲۰۰۱ کال له تورې بوړې نه کونړ ته (ځنې کامه او ګرداو ښيي) ځي او له هغه ځایه پاکستان ته اوړي، ولې دده میرمنې ( امل) د خولې خبره ده چې په پېښور کې له اسامه سره یوځای شوه (۲۰۰۲کال) .
له هغه ځایه له ابراهیم سعید احمد (ابواحمد الکویټي) له خپلې ۱۵ کلنې میرمنې مریم سره دوئ سوات ته لاړل او ۸ میاشتو پورې هلته پاتې شول او په شانګله کې دغه کور د مریمې د پلار وه، مېړه او ښځه دواړه پښتانه ول، خو په کوېټه کې اوسېدل.
کله چې ۲۰۰۳ کال خالد شیخ محمد په راولپنډی کې ونیول شو. نو بیا اسامه له خپلو درې میرمنو سره له هغه ځایه ووت او له میرمن امل سره چې ابراهیم او ابرار هم ورسره ول په نسیم ټاون کې اوسېدل او په ۲۰۰۴ کال یې د سپتمبر ۱۱ پړه ومنله.
ابراهیم او ابرار په ایبټ اباد کې هغه کور جوړ کړ او ۲۰۰۵ کال هلته لاړل چې بیا په همدې کور کې ووژل شو.
د ۳ شنبې ورځ په څلورمه دده د مرګ اعلان وشو، چې امل په دغه برید کې زخمي شوې وه.
خو اسامه پخوا په یوه وصیت نامه کې لیکلې ول، چې میرمنې به یې مېړونه نه کوي.
ده دا ومنل چې د سپتمبر ۱۱ کې د دوئ لاس وه، ولې طیب آغا وویل، چې د سپتمبر ۱۱ مې نېټې سره دوی کومه اړیکه نه لري.
د اسامه له وژلو وروسته، امریکا په پاکستان دومره بې باوره شوي ول، چې ډان لین خپل سیال کیاني ته اختار ورکړ او میرمن کلنټن حامد کرزي ته وویل، جګړه باید پاکستان ته وغځول شي.
ولې کرزی چې له وروستیو ټاکنو وروسته امریکا ته ښه نیت نه درلود ګروسمن ته وویل، رباني د د سپتمبر په ۳ مه تاسو وواژه.
ولې ګروسمن په ځغرده ځواب ورکړ، تاسو نشی کولی ماسره داسې خبرې وکړئ.
کرزی د واک په وروستیو کې
کرزی په لنډ مهال، منځ مهاله او وروستمهاله پېرونو کې له امریکا سره د سیاسي چلن له مخې ډېر توپېر درلود:
دده چلن هغه مهال له امریکایانو سره له غوسې ډک وه، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې دریم ځل یې د نوماندي حق نه درلود.
دلته دی چې کرزي له امریکایانو سره څرګنده دښمني شروع کړه او دغه دښمني هغه مهال لا زیاته شوه چې په ۲۰۱۳ ز کال جان کېرې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه “جیمز ډوبینس” د افغانستان او پاکستان لپاره نوی استازی وټاکه.
ده چې د ویتنام د جګړې تجربه درلوده نو د امریکا او طیب آغا ترمنځ یې د خبرو ملاتړ وکړ او او ټینګار یې وکړ، چې د بشپړ امنیت او ټیکاو لپاره له ۲۰۱۴ ز نه وروسته یو شمېر امریکايي پوځیان افغانستان کې پاتې شي.
دا چې کرزي امنیتي تړون لاسلیک نه کړ او په دې یې ټینګار کاوه چې I.S.I کولی شي د طالبانو جګړې ته د پای ټکی کېږدي او ګواکې امریکایان نه غواړي طالبان مات شي او په سیمه کې د چین او ایران د کنترول لپاره خپل حضور ته دوام ورکړي…
جیمز دوبېنز کرزي ته وویل، قدرمن کرزی صاحب! له « ایډوارډ سنوډ ن » څخه نیولې تر “ویکیلیکسه” پورې تاسو میلونونه اسنادو ته لاسرسی لرئ، آیا تاسو داسې کوم شواهد او سند راښودلی شئ، چې ستاسو له دې باور سره مرسته وکړي؟
آیا تاسو رښتیا هم باور لرئ، چې زه به تا ته دورغ وایم؟ کرزي ورته وویل، کېدی شي تاسو به له پلان نه خبر نه يې!؟
ډوبینز ورته وویل، ښاغلیه ولسمشره! په امریکا کې بل حکومت نشته… چې زه دې خبر نه وم!؟
چک هیګل چې په ۲۰۱۳ کال دفاع وزیر شو، دده لومړی بهرني سفر کابل ته وه… کرزي ورته وویل، امریکایان له طالبانو سره پټې اړیکې لري او غواړي ما څنګ ته کړي.
هیګل ورته وویل، نور دا تور پورې کول بس کړه او ښایي تاسو سره یوازې جان مکین پاتې شي… کانګرس یوازې له دا ډول کسانو جوړ نه دی. که تاسو په همدې خرابو خبرو راڅرخئ یوازې به پاتې شئ… زموږ هلکان دلته قرباني ورکوي او په میلونو ډالر افغانستان کې لګوي.
په دغه وخت کې د جون په ۱۸ مه په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل ول چې کرزی له دې سره، د هغوئ له بیرغ سره او د اسلامي امارت له لوحې سره جدي مخالفت وښود او ان دا چې جان کېري بښنه وغوښته، د طالبانو لوحه او بیرغ راښکته شول.
له دې ستونزو او پېښو سربېره یو شمېر نور سیاسي خوځښتونه هم یو د بل پسې مینځته راغلل، چې څو بېلګې داسې دي:
۱ – په ۲۰۱۳ کال کې د سل زرو په شاوخوا کې بهرني ځواکونو شتون درلود، چې په ډېرې چټکی مخ په کمېدو وه او دا یو ستر ګواښ ګڼل کېده.
۲ – ملا برادر په سپتمبر کې (۲۰۱۳ ز) له بنده ازاد شو، خو د ملا عمر روغتیا آی اس آی داسې په پوښونو رانغاړلې وه چې څوک پرې نپوهېدل.
۳ کرزي غوښتل له ده نه وروسته حالات خراب شي، یوازې د بهرني پوځ په ویستلو ټینګار کاوه او خلیلزاد ورته وویل، که غواړې چې وښیې د امریکا غلام نه یې… ښه به وې چې د ۳۰ میلونو افغانانو په باب فکر وکړې.
۴ – کرزی ته لا د ټاکنو زړه دښمني وریادېده وه ، هغه مهال عبدالله غوښتل چې د خپلو پوځي ملاتړو پرمټ کودتا ته لاره پرانیزي، ولې د ایساف قومندان جوزوف ډنفورد، اخطار ورکړ چې د طالبانو په څېر به چلن درسره وشي.
القاعده او پاکستان (عاصم عمر)
د القاعدې سیمه ییزه څانګه له پاکستاني اورپکو او ترهګرو جوړه شوه، چې د “عاصم عمر” په نامه یې جګړه کوله.
دده نوم ثناالحق او په اصل کې د هند اتراپردیش اوسېدونکی وه، چې په ۱۹۹۰ کال پاکستان ته راغی.
ده لومړی د “حرکت المجاهدین” سره کار پیل کړ او دا چې د کومو ترهګریزو بریدونو جوګه شو څو بېلګې داسې دي:
۱ – عاصم عمر په ۲۰۱۴ کال له رفیق او جاکراني سره ولیدل، دوئ دواړو یو وخت د “ذوالفقار PNS” سمندرې ځواک په سترې بېړۍ کې کار کاوه، چې ددغې بېړۍ ستره موخه د هستوي وسلو جوړول وه.
۲ – ذوالفقار PNS بېړۍ په چین کې جوړه شوې وه، چې د ۳۰۰ په شاوخوا کې سمندری سرتېري لېړدول، په راکټونو کې هستوي سرګلولې هم شتون لري.
۳ – له یادو کسانو سره القاعدې اړیکې ټینګې کړې، پاکستاني غړو په سر کې، دوئ فکر کاوه چې د هند پر وړاندې عملیات کوي، خو د القاعدې غړو لومړی پلان هند، ولې د دویم پلان برخه یې دا وه، چې کروز میزایل به کله چې د ذوالفقار بېړۍ امنیتي او پوځي سیستم ولکه کړي د امریکا په لور به یی وتوغوي.
۴ – په ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۶ مه کراچۍ کې رفیق او جاکراني د خپلو کارتونو او یونیفورم په ښودلو د ذوالفقار سمندرې ځواک ته ورننوتل… خو بري ته ونه رسېدل، رفیق او ملګري ووژل شول.
۵ – سره ددې چې په پاکستان کې د القاعدې نوې څانګه جوړه شوې وه، چې اصلي موخه يې په هند او جنوبی اسیا بریدونه ول او په دې هڅه کې آی اس آی هم مرسته کوله. ولې د القاعدې یو غړي حسن یوسف د نوي څانګې جوړول تر ډېره بریده په افغانستان کې د امریکا ماته وه.
۶ – په افغانستان او سیمه کې یو بل ستر بدلون رامنځته شو، چې هغه په ۲۰۱۵ کال د جولای په وروستیو کې عثمان غازي د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر اعلان وکړ، چې ملاعمر مړ شوی دی او ډېر زر طالبانو او آی اس آی ومنله چې دوه کاله مخکې ملاعمر مړشوی دی… هغه خبرې چې طیب آغا امریکا سره کولې هم خنډ او ځنډ سره مخ شوې او طیب آغا استعفا وکړه.
الظواهري د شتون له کبله بمبارولې.
C.I.A خپلو جاسوسانو ته ۵۰۰ ډالره میاشتنی معاش ټاکلی وه او هم يې ورته د NFN کود په ګوته کړی وه.
ددغو جاسوسانو د رپوټونو له مخې امریکایانو به چې کوم مشکوک کسان ونیول د مرګ تر بریده یې هغوئ ډبول، چې دا د خلکو لپاره یوه ستره غمیزه وه.
sangar was sahib zhwand zhwand zhwand
thank you for your great information.
د سنګر صیب د لیکنې په موخه پوی نه شم. چې دا تاریخ دی، څېړنه ده او که یوازې د ژباړو ګډوله؟
لومړۍ ۴ پاراګرافه د سټیو کول (د ایس ریاست) له درې څپرکیو ټکي په ټکي ژباړه ده. وروستۍ برخې یې یوه د بي بي سي، دوه یې بیا د سټیو کول له کتابه او یو پاراګراف یې د یوه بل افغان سیاستوال له خاطرو نقل قول را اخیستی.
که نور نه وي لږ خو املا او انشا ته پام وکړئ، د افغانانو بدمرغي دا ده، د خبرې سړی یې لیکل نه شي کولی، نیم پښتانه – پښتو په خپله لهجه لیکي، له نیمایي ډېر یې په ټکې، کامه، فاصله سر هم نه خوږوي.
سړی کوم ځای وژاړي؟