تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه) د ننګرهار کانال رياست اړوند د هډې فارم په پنځم بلاک کې د کمال ساحل کرنيزشرکت له لوري د ۱۲ميليونه افغانيو په مالي لګښت په ۱۱۷ جريبه ځمکه د مالټو يو بڼ جوړولو چارې پيل شوې.
د ځایي چارواکو معلوماتو له مخې دا بڼ چې په څاڅکو سيستم به خړبيږي په کې له نهه زرو زياتې د ۷۰۰۷ نوعه مالټو بوټي کينول کيږي.
په وروستيو کې د ننګرهار د کانال د سلګونه جریبه غصب شویو ځمکو د خلاصون او پکې د حکومت او خصوصي سکتور په امکاناتو د پانګونې خبرونه ورکړل شوي.
ځایی اوسیدونکو کانال ته د طالب چارواکو پاملرنه ستايلې او د لا زیاتیدو غوښتنه ېې کړې