Homeخبرونهمجاهد: کابل او ولایتونو کې مو د داعش ډېرې ځالې له منځه...

مجاهد: کابل او ولایتونو کې مو د داعش ډېرې ځالې له منځه وړي

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ ‏د طالبانو د حاکمې ډلې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل او ولایتونو کې د داعش ډلې د ځالو د له منځه وړلو خبر ورکړی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې د دغې ډلې د نورو ځالو د ختمولو لپاره هم د هڅو خبر ورکړی.

مجاهد زياتوي، چې داعش ډله په افغانستان کې ريښې نه لري، له دې کبله ژر ختمولای يې شي.

 ‏تازه، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفير حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د داعش ډلې د خطر د پراخيدو ادعا کړې او امریکا یې له دغه خطر څخه په ملاتړ تورنه کړې ده.

نوموړي په یوه ټلويزيوني مرکه کې د افغانستان لویدیز او شمال ته د‌ داعش ډلې د پراختيا يادونه وکړه او ويې ويل، چې هلته ایران او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ګواښ جوړوي.

طالب چارواکو مخکې هم د داعش ډلې د ځپلو ادعا کړې، خو څه موده وروسته يې دغې ډلې په تازه بريدونو بیرته خپل حضور ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...