جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهد دوسیه په کیسه کې د معاصراوعنعنوي طبابت ټکر / عبدالوکیل سوله...

د دوسیه په کیسه کې د معاصراوعنعنوي طبابت ټکر / عبدالوکیل سوله مل

دا هم د دوسیې په نوم کیسه او بیا یې شننه:

د پایوازانو له وتلو سره سم یې د بستر اړخ ته پر میز ایښې پاڼې راواخیستې چې وګوري ډاکټر د ده د ناروغۍ په اړه څه لیکلي دي. دا پاڼې یې پخوا هم څو ځله له سترګو تیرې کړې وې، شونډې یې بوڅې کړې:

« مور چې مې ورته وویل زه بیخي ښه یم حکیم ولې په شونډو کې مسکی شو؟»

« دې بل یې بیا نیغ نیغ راته کتل»

« دوی ولې پخوا پوښتنې ته نه راتلل؟»

د کوټې په کونج کې د میلمنو راوړو ګلانو ته ځیر شو، زیړ ګل  ته یې غاښونه وچیچل، ورپورته شو د ګلانو مخ یې وګرځاوه د سور او سپین ګل مخ د بستر خواته شو. اوږد وغځید:

« سپین ښه نه دی »

سپین ګل یې د دیوال خواته کړ چې د خپل بستر له ځایه یې ورته وکتل زیړ ګل دې خواته شوی و. ورغی سپین ګل یې وشکاوه د کثافاتو په سطل کې یې واچاوه. پر بالښت یې سر کیښود. په اړخ شو د میز پر سر د سرو ګلانو څنګ ته زیړ ګل لږ ښکاریده ورپورته شو زیړ ګل یې راکش کړ بل زیړ ګل یې له غنچې راوایست په کثافاتو کې یې واچاوه د ګیډۍ په منځ کې څو واړه سپین ګلان وو هغه یې هم وایستل ګیډۍ سره خوره شوه، ګلان یې د کثافاتو په سطل کې ننویستل.

مور یې چې له میلمنو سره وتلې وه د روغتون له کانتینه یې یو شیشه اي ګلدان رااخیستی و، راغله، له ده یې پوښتنه وکړه:

– ګلان څه شول چې په دې کې یې کیږدمه؟

ده خپلو نوکانو ته کتل، مور یې د ده مخې ته راتاو شوه:

-زویه ګلان څه شول؟

-ښه ګلان نه و

د ښځې سترګې د بستر پر سر پر شنې پاڼې ولګیدې، پر میز د ګلانو څو پاڼې پرتې وې، د کوټې په کونج کې د کثافاتو د سطل سر جګ ولاړ و، ماته شوې ګیډۍ ښکاریده.

مور یې په پوړیدلي غږ ورته وویل:

-ښه دې کړي… ښه ګلان… نه و

ده د خپلې درملنې دوسیه پرانیسته، ژر ژر یې پاڼې واړولې، د کاغذ ترک تروک شو:

-دا خلک بیا مه راپریږده

د ښځې سترګې له اوښکو ډکې شوې د دروازې خواته یې مخ وګرځاوه. ده دوسیه د بستر د پښو خواته د هغه میز سرته ورواچوله چې مخکې هلته د ګلانو ګیډۍ پرته وه.

*********

اوسنۍ وبا ((کرونا)) دومره ستر بشري ناورین دی چې دژوندانه په ټولو برخو ېې لوی اغیز پروت دی . دهغه لویه اغیزه د خلکو په روعتیا ده.  که له یوې خوا معاصر طبابت ددغې بدرنګه ناروغۍ د تداوۍ ، معالجې او له هغې څخه د ژغورن د واکسین په لټه بوخت دی ـ له بلې خوا عنعنوي طبابت هم په ګڼو وروسته پاټې هیوادونو کې دکورنیو عنعنوی حکیمانو بازار ښه ګرم کړی دي.

په وروسته پاتې هیوادونو کې په عصري طبابت د وګړوبې باوري دغلته  د عصري طبي خدماتو له کمزوری حالت سره تړاولري.. دې خراب حالت په دغو هیوادونو کې د معاصر او عنعنوي طبابت ترمنځ لوی ټکررامنځته کړی دی. له بده مرغه دغه ټکرزموږګران هیواد افغانستان ته هم مخه کړې ده . ښه بیلګه ېې د کندهاری حکیم الکوزی یونايي درمل دی چې د افغانستان دروغتیا دوزارت د بندیز سره سره تر نن پورې ددې ناروغۍ په علاج کې په لوړه کچه کارول کیږي. ددې پیښې دواقیعت د ژورتیا انعکاس دا دی نن سبا زموږ هنری ادبیاتو ته هم لار وکړه .

دوسیه په ناروغۍ د اجمل پسرلي  همداسې یوه لنډه کیسه ده . کیسه دیوه داسې ناروغ کیسه ده چې په یوه روغتون کې له څه وخته بستردی او د خپلې ناروغۍ څرنګوالي ته انديښنې وړی دي. کیسه دده دروغتیا په اندیښنه پیلیږي:

((د پایوازانو له وتلو سره سم یې د بستر اړخ ته پر میز ایښې پاڼې راواخیستې چې وګوري ډاکټر د ده د ناروغۍ په اړه څه لیکلي دي. دا پاڼې یې پخوا هم څو ځله له سترګو تیرې کړې وې، شونډې یې بوڅې کړې))

ناروغ ته ولې د پایوزانو له وتلو سره سم د خپلې ناروغۍ د ښه والی د کچې اندیښنه ورلویږي ؟ دا شک او اندیښنه د هغه حکیم له خندا سرچینه اخلي چې دنورو سره یو ځای دی هم دده پوښتنې ته روغتون ته راغلی دی:

« مور چې مې ورته وویل زه بیخي ښه یم حکیم ولې په شونډو کې مسکی شو؟»

که څه هم معالج ډاکترېې دبیرته ښه کیدودپروسې او پرمختګ ډاډورکړی. خو په ورته وخت کې دده په بسترد حکیم حظورپخپله روغتیا دناروغ باورټکنی کړی دی . دا د معاصر او کلیوالی طبابت یو ټکر دی ، چې لیکوال غواړی په ډیر مهارت زموږپام ورته زموږ په هیواد کې راواړوي .

په کیسه کې د حکیم شته والی او دده ترخه موسکا چې د ناروغ د سودا او پریشا نۍ پیلامه ګرځي ،تر څنګ ګلان تصادفي نه دی راغلي . د انسنانو په روان پیژندنه د رنګونو اغیزله ډیره پخوا راهیسې د روان پیژندونکوپام ځا نته رااړولی دی. دبیلګې په توګه ثابته شوې ده چې د روغتونونو آسماني رنګه خونې یا آسما ني ښيښې په ناروغانو مثبت اغیز لري او یا همداڅیرشین او ابي رنګ ستړیا لیرې کوي.

دمختلفو رنګونود ګلانو ګيډۍ چې دناروغ مخې ته ایښي دي ،دانسان دژوندپورې تړليو مفاهیمو لکه  خطر، بې باوري ، مرګ  ، نیستۍ ،  قدرت ، تازه والی ، ژوند ته د امید سمبولونه دي . او دا هغه څه دی چې دهر ناروغ  ذهن په سخته ناروغۍ کې بوخت ساتي. په روغتون کې بستریدل د هرې ناروغۍ ددروندوالی کچه ده . هرناروغ  دلته درې پوښتنې له ځا نه سره شاربي : لومړي پوره به رغیږي .دوهم : پرله پسې دومداره درمل په دژوند تر پایه کاروي ؟دریم : مری به ؟ ځکه خو ددې کیسې د ناروغ پام له هرڅه د مخه ژیړګل ته چې د خطرسیمبول ده رااوړي:

((……..زیړ ګل  ته یې غاښونه وچیچل، ورپورته شو د ګلانو مخ یې وګرځاوه د سور او سپین ګل مخ د بستر خواته شو.))

دزیړ ګل پسې د سپین ګل  ،ذکر، یادونه او هغه ته دناروغ ورپام کیدل هم دده له ناخوداګاه ضمیر ه سرچینه اخلي.

هسې نه ده چې وايي : (( سپین ګل ښه نه دی))  ځکه هغه دبې باورۍ او مرګ سیمبول دی.  کرکترد مرګ له ویرې اړدی. چې ورشي ویی شکوي او وروسته ېې د کثا فاتو په سطل کې واچوي.

په دې توګه له ګلانو سره د ناروغ رابطه د ناروغ په یوه رواني کړاواو جګړه اوړي . ددې لپاره چې په دې جګړې او مجادله لاسبری شي او له دې وسوسې او سودا ځان خلاص کړي پریکړه کوي د ګلانو ټوله ګيډۍ د کثا فاتو بیرل ته وغورځوي. که څه هم د ګلانو په منځ کې سورګلاب ژوند ته دامید او طراوت سیمبول دی . خو ددې لپاره چې ځان د ناروغۍ په باب له هرډول فکرکولو بې غمه کړي . د هرډول ګل سره د مخامیدو نور لاس اخلي .  دا یوه پرځای پریکړه ده ځکه داروا پوهانو له انده څومره چې انسان د خپلې ناروغۍ په  با ب سوچ او ادیښنه کوي هومره ېې نارغي زور اخلي .

مورهم چې دناروغ زوی په څیرد ده ناروغۍ ته دورته انديښنو او پوښتنو:((مرګ او پوره روغتیا))په ګرداب کې راګیره ده ، د زوی پریکړه پرځای ګڼې:

-((ښه دې کړي… ښه ګلان… نه و))

کثافت دانۍ ته دګلانواچول که څه هم د ناروغۍ دهیرولو کا میابه هڅه ده خو د حکیم خندا دناروغ په روان داسې اغیز پریښی دی چې هیرول ېې لا هم ورته ګران دی . دی باید مورته ووایی :

-دا خلک بیا مه راپریږده

په پای کې د مور ژړا اودروازې ته کتل  موږته وایی چې دډاکتر د ډاډ سره سره مورهم د حکیم  ترخې خندا د هغه په روغتیا بې باوره کړې ده.  يه ژړادروازې ته چې د زندان سیمبول دی کتل  له  مصیبته د وتلودموربیړنۍ هیله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب