دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد کورونا د مخنیوي لپاره واکسینونه او درمل په وروستیو پړاوونو کې...

د کورونا د مخنیوي لپاره واکسینونه او درمل په وروستیو پړاوونو کې دي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱) د کورونا وایرس د خپرېدو له هماغه پیله د دې وبا د مخنیوي لپاره د درملو او یا واکسین د جوړېدو هڅې کېږي.

د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو یوې کمپنۍ ویلي د کورونا واکسین ازمېښت یې پیل کړی دی.

د استرازنکا کمپنۍ یوه مشر پاسکال سوریوت تېره اوونۍ وویل چې پر انسان د دې واکسین د ازمېښت درېم پړاو یې په بریتانیا کې پیل کړی دی.

ده ویلي چې دا واکسین به ښايي انسان ته د یوه کال لپاره د کورونا وایرس په وړاندې مصونیت ورکړي.

د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون په دې واکسین څېړنه کوي.

خو استرازنکا کمپنۍ وايي چې که د دوی له لوري پیل شوي ازمېښتونه بریالي شول، واکسین به د اګست یا سپټمبر په میاشت کې راوباسي.

دې کمپنۍ مخکې ویلي و چې له فرانسې، جرمني، ایټالیا او هالنډ سره یې د ۴۰۰ ملیون ډوزه واکسین قراردادونه مخکې تر مخکې کړي دي.

د چین یوې کمپنۍ هم ویلي چې ممکن د سږ کال تر مني پورې د کورونا واکسین جوړ کړي.

د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، د  کمپنۍ یو اجرايي مشر وايي چې پر انسان د واکسین د ازمېښت وروستی پړاو به تر مني پورې بشپړ کړي.

په بریتانیا کې د طبي چارو متخصصان وايي، ډېکسا مېټازون (dexamethasone) نومي ارزان بیه درمل چې په پراخه پیمانه موندل کېږي، د کورونا واېرس د شدیدو ناروغانو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کولای شي. دوی همداراز وايي، په لږه اندازه سټرائیډ لرونکي دغه درمل له کورونا واېرس سره په مبارزه کې ‘یو مهم پرمختګ دی.

ویل کېږي دا درمل د هغو ناروغانو د مړینو، چې د مصنوعي تنفس په وسیله ژوندي ساتل کېږي، تر ډېره مخه نیسي.

کارپوهان وايي، که په بریتانیا کې د کورونا واېرس خپریدو له لومړي سره دغه درمل کارول شوي وای، کېدای شي تر ۵۰۰۰ زره پورې کسانو ژوند ژغورل شوی وای.

په امریکا او یو شمېر نورو هیوادونو کې څو ځایه د واکسین پر جوړولو کار روان دی خو په امریکا کې ځینې متخصصان وايي، ممکن د واکسین پر جوړولو میاشتې – میاشتې او یا حتي کلونه وخت ولګېږي.

دوی اوس د کورونا وایرس په سختو ناروغانو د شري په شان د ځینو نورو ناروغیو واکسینونه ازمويي.

د لويي زیانا ایالت پوهنتون څېړونکی پاول فیډل وايي، پر ځینو ناروغانو، چې حال یې ډېر نازک و، د دغو واکسینونو ازموینې ښه نتیجه لرلې ده.

د ده په باور دا واکسینونه انسان ته نور زیان نه پېښوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب