تاند (شنبه، د جوزا ۳۰) د دې هوټل له بالکونه هره ورځ د مرستې او عدالت نارې اورېدل کېږي.
په هوټل کې بندو کسانو لوحې هم په لاسونو کې نیولي وي چې پر سړک تېرېدونکو کسانو ته یې ورښکاره کړي او د عدالت غوښتنه وکړي.
پر یوه ټوکر، چې دوی پر بالکوني ځړولی لیکل شوي «بې جرمه ۷ کاله بندیان یوو.» پر بل لیکل شوي «عدالت چیرې دی.»
دا هوټل د استرالیا په بریسبېن ښار کې دی. خو په هغه کې ایسار کسان د هوټل مېلمانه نه دي بلکې هغه پناه غوښتونکي دي چې د استرالیا د مهاجرت ادارې له ۷ کلونو راهیسې په دې ځای کې بندیان کړي دي.
اکثره یې په ۲۰۱۳ م کال وروسته له دې د اوبو له لارې استرالیا ته تللي چې حکومت له ساحله لېرې په سمندر کې د پناه پروسه اعلان کړه.
دا کسان د پاپوا نیوګیني په مانوس او د ارام سمندر په ناورو ټاپوګانو کې توقیف کړل.
ملګروملتو او د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انترنشنل) د هغوی پر وضعیت اندېښنې ښکاره کړي دي.
دوی، چې له اوږده توقیف او نامعلوم حالته سخت کړېدلي، له یادو ټاپوګانو تېر کال د فوري درملنې لپاره استرالیا ته راوستل شول.
خو ځینې یې وايي چې د بریسبېن په هوټل کې یې شرایط د مانوس او ناورو ټاپوګانو په پرتله ډېر بد دی.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، فرهاد رحمتي، چې یو ایرانی پناه غوښتونکی دی او د تېر کال په جولای کې د بریسبېن هوټل ته راوستل شوی، وايي «دلته په زندان کې یوو. په ټاپو کې مو څه نا څه ازادي لرله. شاوخوا ګرځېدای شوای. شاوخوا مو ساتونکي ولاړ نه ول.»
په دې هوټل کې شاوخوا ۱۲۰ تنه پناه غوښتونکي څو میاشتې غلي وو خو د مارچ په میاشت کې، چې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوې، هر څه بدل شول.
دوی له دې بېرې چې ساتونکي به، چې تګ راتګ کوي، هوټل ته وایرس له ځان سره راوړي، نو یې غټ شعارونه ولیکل او د مرستې غوښتنه یې وکړه.
د دوی ږغ اوس د بشري حقونو تر مدافعانو رسېدلی او د خلاصون غوښتنه یې کوي.