چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونه افغان ملي امنیت شپږو میاشتو کې ۱۳ پاکستاني جاسوسان نیولي دي

 افغان ملي امنیت شپږو میاشتو کې ۱۳ پاکستاني جاسوسان نیولي دي

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: د ملي امنيت مؤثقې سرچینې تاند ته وایي، په تېرو ۶ میاشتو کې یې د پاکستان ۱۳ خطرناک جاسوسان نيولي دي.

د هيواد د ملي امنيت دغه چاروامی وایي، امنیاي ځواکونو په تيرو شپږو مياشتو کې د هیواد بیلابیلو سیمو کې د پاکستان د ای ايس ای ۱۳ خطرناک غړي نيولي دي.

ياد کسان د کابل په شمول په دريو ولايتونو کي نيول شوي چې په دوی کې اردو ژبي او پنجابیان هم شته.

سرچینه وایي، دا جاسوسان په مختلفو نومونو هيواد تع راغلي او دلته يې په بېلا بيلو جامو کې ورکړل شوي ماموريتونه پر ځای کول.

د سرچینې په خبره له يادو ۱۳ تنو څخه یې ځینو له ۵ تر ۷ کلونو افغانستان کژ جاسوسي کوله، پټ اطلاعات یئ ټولول او بيا به يې مالومات له ځان سره پاکستان ته انتقالول.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې این ډي ایس د هغو کسانو د پېژندلو او نیولو جدي هڅي پيل کړي، چې آی ایس آی او سپاه پاسداران ته جاسوسي کوي.

د سرچینې په قول تیر کال یې فراه کې دوه ایراني جاسوسان هم نیولي او څه موده وړاندې یې یو طااب قومندان هرات کې د سپاه پاسدارانو له موټر سره ونیو چې له ایرانه یې دغه قومندان هرات ته انتقالاوه.

ياده دې وي چي د ملي امنيت ځواکونو پر داعش هم ځمکه سره کړې او د هغوی د پاکستاني والي ۲۱ کسیزې عملې تر څنګ یې سلګونه غړي ورته په کابل، کندهار، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې نيولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب