شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورد فرهنګي مطالعې او نښپوهنې، اصول او بنسټیز اطلاعات

د فرهنګي مطالعې او نښپوهنې، اصول او بنسټیز اطلاعات

لیکوال: حسین پاینده
ژباړن: محمد مصطفی سمون

فرهنګ د متن ډول دی، چې ادبي نقادان یې قراءت کولی شي. فرهنګي مطالعاتو له څو لارو پخواني نقد ته بدلون ورکړ. یوه له دغو لارو د نوې مانا زیاتونه د ادبي نقد په اصطلاحاتو کې وه.

لکه د (متن) او (قراءت) د فرهنګي مطالعاتو د پیداکېدنې څخه مخکې په ادبي نقد کې کارول کېدل؛ خو د فرهنګي مطالعاتو پوهانو د ادبي نقد پراخول او عامول په ورځني ژوند کې نوې مانا د دې دوو اصطلاحاتو څخه دود کړه.

پخوا به (متن) یوازې چاپ شوو اثارو ته ویل کېده؛ خو فرهنګي مطالعې بیا دا اصطلاح په ټولو نښو نظامونو پورې تړي.

د فرهنګي مطالعې له مخې هر ځای له ګڼو دالونو او مدلولونو سره مخ یو. په اصل کې د متن له یو ډول سره سرو کار لرو، حتی که هیڅ لیکنۍ بڼه شتون هم ونه لري. د بېلګې په ډول د هر کس لباس د یو متن حکم لري، چې په یوې ټاکلې مانا باندې دلالت کوي.( دیني یا ایډیالوژیک باورونه، عمر، جنسیت، قومیت، ټولنیزه ټولنه….) له همدې مخې د دوکان په ویترین کې  اېښودل شوې جامې یو متن دی، چې د هغه په لوستلو سره ویلای شو، چې دا جامې د ټولنې په کومې فرهنګي برخې پورې اړه لري.

په فرهنګي مطالعاتو کې عام خوښوونکې ترانې هم متن ګڼل کېږي نه یوازې په دې دلیل چې شعر لیکنۍ بڼه لري. بلکې له دې امله چې دا ترانې په ټولو کړنو پورې( د کنسرت ترسره کېدل، د ترانو ویونکي او عام خوښوونکي، د پوسټر د ویونکو زیاتېدنه، ټولنیزو رسنیو کې د ویونکو کتل….) دا ټول یوه مانا او فرهنګي دلالتونه دي؛ نو له همدې مخې مانا ته فرهنګي ټولنې خپروای ورکوي، کولای شي په رسنیو کې هم شامل شي( انټرنیټي سایټونه، تلویزوني شبکې، عامې خوښونکې مجلې…..) او ټول لوی سوداګریز شرکتونه چې عامې خوښوونکې ترانې زیاتوي. د دغو متونو تحلیل او مانا جوړونې طریقې، په فرهنګي مطالعاتو کې (قراءت )یا  لوستل نومیږي. همدارنګه د متن اصطلاح پخوا یوازې د مکتوبي متونو په نقد پورې تړاو درلود؛ خو اوس عموماً د تحلیل په مانا کارول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب