شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د امریکا سفارت ګڼ کارکوونکي په کورونا اخته شوي

په کابل کې د امریکا سفارت ګڼ کارکوونکي په کورونا اخته شوي

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: کابل کې د امریکا سفارت ګڼ غړي، دیپلوماتان، قراردادیان او ځایي کارمندان په کورونا اخته شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تاییدوي مګر د ناروغانو دقیق شمیر یې نه دی ویلی او زیاتوي چې د کورونا د مخنیوي ټول تدابیر یې نیولي دي.

بلخوا د سفارت یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې د سفارت لږ تر لږه ۲۰ غړي کورونا نیولي دي چې د سفارت نیپالي ساتونکي هم پکې دي.

سرچینه وایي، دغه ناروغان قرنطین دي او شاید پیښې نورې هم زیاتې شي.

افغانستان کې د کورونا ناروغان له ۲۸ زرو واوښتل

افغانستان کې تر دې وړاندې د بهرنیانو له جملې یوازې ۵ تنه په کورونا ملوث شوي وو خو وروسته ناټو او نورو نړیوالو سفارتونو په دې اړه معلومات پټ کړل.
دا مهال ناټو په کابل کې د بهرنیانو لپاره د کورونا پرمختللی لابراتوار لري چې پخوا به یې ټیسټونه بهر ته استول کیدل او یوه اوونۍ وخت به یې نیوه.

د یادونې ده چې نن په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۸ زره ۴۲۴ ته لوړې شوې.

1 COMMENT

  1. امریکایان باید هوښیارشی دی فاسدی اداری ته یوه روپی کمک ونکړی. زیات کمکونه راغله خو دی خاینینو جبونه پری ډک کړل. مرک په مفسدینو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب